Connect with us

بی بی سی پښتو

کورونا افغانانو ته څه درس ورکړ؟

خپور شوی

د

(Last Updated On: غبرګولى ۳, ۱۳۹۹)

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د ککړې هوا او پاکۍ ته د نه پاملرنې له کبله پېدا کېدوونکې تنفسي او ځينې نورې ناروغۍ د تېرکال د همدغو شپو ورځو پرتله سږ نيم په نیمه راکمې شوې دي.

دغه وزارت يې لاملونه د قرنطین شپو ورځو پر مهال روغتیايي لارو چارو ته د خلکو د پام ډېرېدا او د هوا پاکېدل ښيي. خو وايي، که خلک قرنطین بابېزه وګڼي نو په راروانو شاوخوا دوو اوونیو کې به کورونا وېروس په افغانستان کې ناورین رامنځ ته کړي.

د نورو سرخوږیو تر څنګ دې وبا ځينې هغه افغانان له توپيري چلند سره مخ کړي چې په مازې دوړو او ګردونو هم زکام کېږي. وايي خلک کرکه ترې کوي او فکر کوي کورونا به ور ولېږدوي.

د پلازمېنې په ګډون مې د افغانستان په ځینو نورو سيمو کې هغه کسان وموندل چې ډېر زکام کېږي، یا د نورو پرتله يې ډېر والګی نیسي.

ځينې ولې تر نورو ډېر زکام کېږي؟

په دوی کې یو شمېر کسانو راته وویل چې له خاورو، دوړو او له ګاډو وتوونکي لوګي سره حساسیت لري او ځينې نور بیا د عطرو له تېز بوی سره.

افغانستان

Getty Images

نصرت ځاځی: ”چې ګرد وي، هوا وي، لوګی وي، یا څوک مې څنګ کې پرنجېږي، چې یوازې ويې هم وینم بس زکام کېږم او له پزې مې اوبه بهېدل پېلېږي”.

تمنا: ”ګرد، خاورو او غبار سره زکام کېږم او چې بل څوک پر زکام اخته وي هم نو کرکه مې ترې کېږي”

رحیم ګل نایل: ”زه له ګرد، د هوا بدلون او د تېزو عطرو بوی سره زکام کېږم. چې څنګ کې یو زکام شوی کس راسره کیني، سم د لاسه رېزېش کېږم.”

خو دغه ټول کسان دا هم وايي چې له مودې راهیسې يې زکام په سترګو هم نه دی لیدلی. څوک دا د کورونا له کبله د رامنځ ته شوي قرنطین له امله بولي او څوک د هوا د پاکوالي.

دوی په دې خوښ دي چې اوږده موده شوه والګي نه دي وهلي خو د کورونا کوېد-۱۹ ناروغۍ له امله له توپيري چلند او کرکې سره مخ کېدو ګیله من کړي هم دي، ځکه چې یا به پرنجېدل ډېر او یا به يې پوزه بهېده.

نصرت ځاځي ته خپل ډاکټر استاد هله له کتنځي د وتلو ویلي وو چې پرنجېدلی و او رحيم ګل نایل بیا اړ شوی چې کرکه کوونکو ملګرو ته سپيناوی ورکړي، چې کورونا نه دی نیولی بلکې عادي زکام يې وخت نا وخت کړوي، دی وايي: ”ډاکټر استاد مې راته وویل چې له کتنځي مې ووځه”.

نصرت ځاځی طب وايي او تر قرنطين لږ مخکې یوه ورځ-چې زکام هم و- د استاد کتنځي ته ورغلی و:

”استاد مې وویل ولې خفه غوندې يې، ما ویل لږ زکام یم او ستونی مې خارښ کوي. راته ویې ویل چې دا خو د کورونا علامې دي، نور زما دفتر ته مه راځه. چې زه راپاڅېدم، زر زر يې دستکشې وایستل، نورې يې واچولې او لاسونه يې هم په سينېټایزر ومينځل. زه يې دې چلند خواشینی کړم”.

د قرنطین پر مهال ساري ناروغۍ کمې او هوا پاکه شوې

دی ګېله من دی او دا ښه چلند نه ورته ښکاري خو وايي استاد یې هم ځکه ملامت نه و چې له کورونا هر څوک ډارېږي. خو نصرت ځاځی همدې اندېښنې اړ کړ چې ځان معاینه کړي:

”استاد مې زړه ته ډار غوندې راواچاوه. نه ډوډۍ خوند راکاوه او نه خلکو سره ناستي. بیا مې ځان معاینه کړ، کورونا نه وم. یو پنځلس شل ورځې وروسته بیا استاد ته ورغلم او ورته ومې ویل چې زه کورونا نه یم نېولی.”

پښتو

BBC

روغتیاپوهان وايي چې د زیاتره انتاني یا ساري ناروغیو اصلي عامل وېروس، مېکروب، باکتریا او یا فنګسونه دي چې هوا، خاورې او اوبه ککړوي او بیا د انسان بدن ته ننوځي.

دوی وايي، د ځينو ساري ناروغيو تر څنګ دغه وېروسونه او باکتریاوې نس ناستی او محرقه یا سترترټکه هم پېدا کوي. د دوی سپارښتنه دا ده که خپلې پاکۍ ته پام وشي نو خوندي پاتې کېدای شي: ”د قرنطین پر مهال ساري ناروغۍ کمې او هوا پاکه شوې”.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د کورونا وېروس د خپرېدو د مخنيوي لپاره قرنطین د ځينو ساري یا انتاني ناروغیو کچه نیم په نیمه راکمه کړې ده.

د کابل د انتاني روغتون مشر ډاکټر اسدالله عصمت وايي، د تېرکال د همدغو شپو ورځو پرتله سږ کال د دوی ناروغان پنځوس سلنه کم شوي دي.

”پروسږ کال په همدې شپو ورځو کې پر ساري ناروغيو د اخته کسانو کچه له ۸۰ تر ۸۵ فيصده وه. اوس دا کچه ۳۵ نه ۴۰ ته رسېدلی. یاني زموږ د روغتون هغه بسترونه چې پر انتاني ناروغیو اخته کسانو باندې ډکېږي، له تېر کال سره يې تقریباً پنځوس سلنه فرق کړی.”

ښاغلی عصمت مې وپوښت چې داسې ولې شوي؟

د ده ځواب و چې، ‘ دا د همدې نتیجه ده چې خلک په کورونو کې قرنطین دي، پاکه هوا تنفس کوي، لاسونه په صابون مينځي، حفظ الصحه مراعتوي. خصوصاً هغه ناروغان چې اسهالاتو باندې اخته کېږي، هغه هم پروسږ کال ډېر وو خو سږ کال يې مراجعه ډېره کمه ده.’

د کابل د انتاني روغتون مشر ډاکټر اسدالله عصمت وايي، د تېرکال د همدغو شپو ورځو پرتله سږ کال د دوی ناروغان پنځوس سلنه کم شوي دي.

BBC
د کابل د انتاني روغتون مشر ډاکټر اسدالله عصمت وايي، د تېرکال د همدغو شپو ورځو پرتله سږ کال د دوی ناروغان پنځوس سلنه کم شوي دي.

خو موږ داسې رپوټونه هم لرل چې په افغانستان کې روغتیايي خدمتونه کم شوي او خلک د کورونا له وېرې روغتونونو ته تګ ته زړه نه ښه کوي. نو ښايي له دې کبله هم ځينو روغتونونو ته اوس هغومره ناروغان نه ورځي لکه مخکې چې ورتلل.

کورونا وېروس په افغانستان کې د ژمي په شپو ورځو کې خپور شو. اوس پسرلي پسې اوړی په پېلېدو دی چې په طبعي توګه هم په دې موسم کې هوا د نور کله پرتله پاکه او باراني وي.

د دغه هېواد په ځينو لویو ښارونو کې په ځانګړي ډول په ژمي کې هوا ډېره ککړېږي.

د ډبرو سکرو، هډوکو، پلاستيکونو او د کم کېفيته سون توکو سوځل، د خلکو او ګاډو ډېره ګڼه ګوڼه يې د ککړتیا له اصلي لاملونو بلل کېږي.

خو چې د کورونا وېروس د خپرېدو د مخنيوي لپاره حکومت ښارونه قرنطين کړل نو د خلکو او ګاډو ګڼه ګوڼه کمه او کارخونې تر ډېره وتړل شوې.

د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي اداره هم وايي، چې د قرنطین مهال د دغه هېواد هوا د پام وړ پاکه کړې او په ترکيب کې يې د معلقه (ځوړند) زرو یا انسان ته د ضرر رسوونکو ګازونو کچه په ‘کم ساري ډول’ ښکته شوې ده.

د دې ادارې د چاپېریال د څارنې برخې مشر انجينر نېک محمد وايي، ‘موږ د ځينو الو په مرسته د کابل له بېلا بېلو سيمو هرو ۲۴ ساعتونو کې د هوا حالت راټولوو او سنجوو يې.

په هوا کې د پنځه ډوله ګازونو نایټروجن ډای اکسایډ، سلفر ډای اکسایډ، اوزون، کاربن مونو اکسایډ، د معلقه زراتو PM10 او PM2.5 کچه ثبتوو. دا کچه په فوق العاده ډول راټيټه شوې ده.’

ده د تېر کال همدغه شپې ورځې له سږنیو سره راته پرتله کړې:

‘د مثال په ډول درته ویلی شم چې په هوا کې د PM10 معلقه زارتو معیاري کچه په هر متر مکعب کې ۱۵۰ مایکرو ګرامه ده، خو د قرنطین په شپو ورځو کې دا کچه یوه ورځ هم تر ۷۰ او ۸۰ نه ده پورته شوې. دا ډېره ټيټه کچه ښيي او د هوا د پاکوالي نښه ده. خو د تېرکال په همدې شپو ورځو کې ښايي دا کچه تر ۲۰۰ مایکرو ګرامو هم رسېدلې وي.’

قرنطين افغانانو ته څه درس ورکړ؟

په افغانستان کې د کورونا وبا د خپرېدو د مخنيوي په موخه وضع شوی قرنطین په ځينو سيمو کې هغسې پلی نشو چې په کار ده.

د حکومت او روغتیاپالانو له سپارښتنو سره سره یو شمېر خلکو مخ ماسک کارولو، په صابون د لاس مينځلو او خپل منځ کې واټن ساتلو ته چندان پام ونکړ او د کوچني اختر په رانږدې کېدو سره ښارونه، کوڅې او بازارونه دا دی بیا د خلکو د ګڼې ګوڼې شاهدان دي.

ځینې جوماتونو کې ټولنیز واټن پیل شوی.

BBC
ځینې جوماتونو کې ټولنیز واټن پیل شوی.

د خلکو دې وضعیت حکومت او اړوند ادارې اندېښمنې کړې دي.

د چاپېریال ساتنې ملي اداره او د عامې روغتیا وزارت دواړه په دې نظر دي چې قرنطین د نورې نړۍ په څېر افغانانو ته هم ګټور درس ورکړ. په خبره يې، خلک يې وپوهول چې څنګه خپلې روغتیا ته پام ډېر کړي اوهوا او چاپېریال پاک وساتي.

خو دغه دواړه ادارې اندېښمنې دي چې که قرنطین د پام وړ پلی نشي او حالت همدغسې دوام وکړي نو په راتلوونکو څو ورځو کې به د ځینو نورو ساري ناروغیو تر څنګ بیا پر کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر د ناورین تر کچې لوړ شي او هوا به هم دغسې پاکه پاتې نشي.

Advertisement

بی بی سی پښتو

بې پولې خبریالان: افغانستان کې رسنۍ تاو تریخوالي او جبري سانسور سره مخ دي

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۱۷, ۱۴۰۰)
Photographers and cameramen

AFP

د بې پولې خبریالانو ټولنه وايي افغانستان کې د طالبانو بيا واکمنېدو له مهاله راهيسې تر اوسه د خبریالانو د نیول کېدو ۵۰ پېښې ثبت شوې دي.

دغه اداره وايي خبريالانو سره تاوتريخوالى شوى، ګواښل شوي او ورته ويل شوي چې کوم خبر باید خپور کړي او کوم باید خپور نه کړي.

دغې ادارې په خپل رپوټ کې دا د خبر یالانو په چارو کې د طالبانو استخباراتي ادارې بربنډه لاس وهنه او د رسنیزو قوانینو خلاف کړنه بللې ده.

بې پولې خبریالان وايي، تېرو دوو میاشتو کې د خبریالانو نیولو او ځورونې پېښې لا ډېرې وې.

پخپلسري ډول د اریانا نیوز خبریال اسلم حجاب او د سیاسي خپرونو چلوونکی وارث حسرت د سلواغې پر ۱۱ مه نیول شوي وو او د ۴۸ ساعتونو لپاره بندیان وو.

دا د خبریالانو نیولو وروستۍ پېښه وه.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یوناما په دې هکله ویلي و، طالبان باید د افغانانو حقونو ته درناوی وکړي او د اریانا نیوز شخصي ټلویزیون د دوو نیول شویو خبریالانو په هکله ولس ته ووايي چې ولې یې نیولي دي.

بل لور د بې پولې خبریالانو رپوټ کې ویل شوي، د طالبانو استخباراتو ۵۳ ریاست دې پېښو کې مخامخ ښکېل دی، دوی خبریالانو ته د خبرونو او ان خپرونو لپاره د مېلمنو په انتخاب کې لاسوهنه کوي.

د بې پولې خبریالانو ټولنه کې د ایران او افغانستان څانګې مشر رضا معیني وايي، د خبریالانو ګواښل او ځورول د منلو وړ نه دي او هغوی باید د نیول کېدو له ډاره پرته خپلو چارو ته دوام ورکړي.

د خبریالانونړیوال فدراسیون هم تېره ورځ د طالبانو له لوري د خبریالانو نیول او ځورونه غندلې او په وینا یې دغه ډله باید پخپله وینا کې د بیان ازادۍ درناوی وکړي.

طالبانو په دې هکله تر اوسه غبرګون نه دی څرګند کړی، خو مخکې یې ویلي، خبریالان کولای شي خپلو چارو ته دوام ورکړي، خو اسلامي اصولو ته باید پاملرنه وشي.

د ښځینه فعالانو نیول کېدو پېښې

.

Getty Images

دا په داسې حال کې ده چې د بښنې نړيوالې ادارې امنيستي انټرنېشنل هم پر طالبانو غږ کړى چې په سملاسي ډول دې د هغو ښځو او نجونو پر وړاندې له تاوتريخوالي لاس واخلي چې د خپلو حقونو لپاره په سوله ييز ډول احتجاج کوي.

په دا وروستیو کې شپږ ښځې په کابل کې وسله والو کسانو له ځان سره بیولې دي.

د یوې نیول شوې نجلۍ تمنا پریاني خور شګوفه وايي، له طالبانو غواړم، چې لطفاً زما خویندې پرېږدئ، تاسې ولې د نړیوالو غوښتنو ته ځواب نه وایاست؟

د بښنې نړیوال سازمان هم په ورته مهال له طالبانو غوښتي چې بشري حقونو ته درناوی وکړي.

د دې سازمان یوه څېړونکي زمان سلطانی بي بي سي ته وویل:

طالبان باید سملاسي غیر قانوني نیونې ودروي او هغه کسان چې په غیر قانوني ډول نیول شوي دي، باید له قید او شرط پرته خوشي شي. موږ دا وروستیو کې د جبري بې درکه کېدو او نیول کېدو شاهدان وو.

طالبان د ښځو نیولو پېښو کې لاس لرل ردوي، خو وايي، پلټنې کوي.

د طالبانو ویاند یوه مرسیتال انعام الله سمنګاني بي بي سي ته وویل:

موږ په پرلپسې ډول له امنیتي ارګانونو سره اړیکه کې یو. تر اوسه پورې دې لړ کې له موږ سره کوم معلومات نه دي شریک شوي. ښايي امنیتي ارګانونه به هم تر اوسه کوم معلومات نه لري. موږ ته یوازې همدومره ویل شوي دي، چې زموږ هڅې روانې دي.

د بشري حقونو سرغړونو دا پېښې داسې مهال کېږي چې د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د فرانسې له خبري اژانس سره یوه تازه مرکه کې ویلي، له نړیوالې ټولنې سره یې اړیکي په ښه کېدو دي او نژدې ده، چې حکومت یې په رسمیت وپېژندل شي.

بل لور نړیواله ټولنه وایي، تر هغو چې طالبان بشري حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته درناوي و نه کړي، حکومت به یې په رسمیت و نه پېژندل شي.

Continue Reading

بی بی سی پښتو

اروپايي پارلمان مرستياله: بشري حقونو ته له پام پرته د طالبانو رسميت پېژندنه به شونې نه وي

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۱۳, ۱۴۰۰)
.

Getty Images

د بېلجيم پلازمېنه بروکسل کې د افغان ښځو په تړاو د اروپايي پارلمان له خوا جوړې شوې ځانګړې ناستې پر دويمه ورځ يو شمېر افغان ښځینه فعالانو وویل، چې له افغانستان سره مرستې د طالبانو د حکومت رسیمت پېژندلو له مسلې جلا دي.

يو شمېر مشهورې افغان مېرمنې چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته له هېواده وتلې وې د اروپا پارلمان کې د دغه هېواد د ښځو وضعيت بيا کتنې او له طالبانو څخه د نړيوالې ټولنې د غوښتنو د څرګندولو په موخه راټولې شوې وې.

په همدې حال د اروپا پارلمان يوې مرستيالې هيډي هوټالا بي بي سي ته وويل، “تر هغه چې طالبان وګړي ځوروي، ښځې چې د ټولنې نيمی برخه ده څنډې ته کړې او د نجونو د زدکړو مخنيوی کوی، د دې امکان لږ دی چې اروپايي ټولنه دې د طالبانو حکومت د رسميت پېژندلو پر لور ګام واخلي”.

نوموړې زياته کړه چې د غونډې ګډونوالو هم د طالبانو په رسميت نه پېژندلو ټينګار وکړ.

د افغانستان د بشري حقونو پخوانۍ مشره شهرزاد اکبر وايي، “د بشري مرستو برابرول او د طالبانو په رسميت پېژندل يو له بل سره بايد تړاو ونلري”.

نوموړې چې په دې غونډه کې برخه اخيستې وه له بي بی سي سره په خبرو کې وويل، “افغانستان لپاره د بشري مرستو برابرول او د هېواد بانکي سيستم پيلول د طالبانو په رسميت پېژندلو ته اړتيا نه لري”.

نوموړې زياته کړه چې “نړيوالې ټولنې ته د دوی پيغام دا و چې تر هغې چې جنسيتي توپير، د خبريالانو ځورونه، توپيري چلن دوام ولري طالبان په رسميت مه پېژنئ، دا ډله د افغانستان د خلکو استازيتوب نشي کولی”.

د افغانستان د پخواني حکومت د سولې وزارت وياندې ناجيه انوري هم بي بي سي ته وويل، “نړۍ له تېرو شلو کلونو راهيسې له افغانستان سره په دې شرط مرسته کوله چې د ښځو حقونو ته درناوی ولري”.

اغلې انوري وويل، “نړۍ بايد د افغانستان په اړه لا ډېر فکر وکړي او له تېرو درسونو زدکړه وکړي او وګوري چې په کوم ځای کې تېروتنه شوې”.

افغان سندرغاړې اريانا سعيد هم وويل، “دا زما لپاره ارزښت لري د هغو ښځو غږ شم چې اوس اوزا نشي اوچتولی”.

نوموړې وويل چې “افغان ښځې اوس د طالبانو پر وړاندې د بنديانو په څېر دي چې د زدکړې او کار اجازه نه لري”.

اغلې سعيد زياته کړه، “د حل لاره دا ده چې نړيواله ټولنه د طالبانو له لارې له خلکو سره د مرستې لپاره لار ومومي”.

د دې غونډو تر څنګ په ورته مهال د افغان ښځو لپاره روزنیز ورکشاپونه هم په پام کې نیول شوي وو، چې د افغانستان ملي شورا پخوانۍ ښځینه غړې به هم پکې ګډون درلود.

Continue Reading

بی بی سی پښتو

افغانستان: یو شمېر دولتي پوهنتونونه پرانیستل شوي او ښځینه زدکوونکو ته د ورتګ اجازه ورکړل شوې

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۱۳, ۱۴۰۰)
افغانستان

Getty Images
ارشیف تصویر

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته یو شمېر دولتي پوهنتونه لومړی ځل پرانیستل شوي او نجونو ته اجازه ورکړل شوې، چې ټولګیو ته ستنې شي.

د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، د دې تر څنګ طالبان وايي، نجونې او هلکان به ځانګړي ټولګي ولري او د نصاب کتابونه به له اسلامي اصولو سره سم وي.

ملګرو ملتونو د نجونو لپاره د پوهنتونونو دروازو پرانیستل کېدو هرکلی کړی دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو عمومي منشي ځانګړې استازې دیبورالاینز په یوه ټویټر پیغام کې ویلي: راځي په ټول افغانستان کې پوهنتونو ته د ښځینه او نارینه زدکوونکو ستنېدو ملاتړ وکړو، په (دې) ملاتړ کې د سکالرشپونو پرواګرام او له ښځینه او نارینه استادانو سره روان ملاتړ هم شامل دی.

https://twitter.com/DeborahLyonsUN/status/1488793136553943045

په پام کې ده، نور پوهنتونونه به هم د روانې میاشتې وروستیو کې پرانیستل شي، خو د نجونو لپاره د متوسطه ښوونځیو دروازې لا هم تړلې دي.

د یادونې ده، چې د افغانستان په خصوصي پوهنتونونو کې له تېرو نژدې شپږ میاشتو راهیسې د طالبانو حکومت له لار ښوونې سره سم نجونو او هلکانو د ټولګیو په ځانګړیو برخو کې زدکړې ترلاسه کولې.

د طالبانو د لوړو زدکړو وزارت چارسمبالي وزیر عبدالباقي حقاني تېره اونۍ په يوه ويډيويي پیغام کې اعلان وکړ چې په ګرمو سيمو کې به دولتي پوهنتونونه د سلواغې پر ۱۳ نېټه پرانيستل شي.

د ښاغلي حقاني په وينا په سړو سيمو کې به بیا پوهنتونونه د کب پر اوومه نېټه پرانيستل کېږي.

د افغانستان خصوصي پوهنتونونو کې له تېرو شپږ میاشتو راهیسې نجونو هم زدکړې کولې.

EPA
د افغانستان خصوصي پوهنتونونو کې له تېرو شپږ میاشتو راهیسې نجونو هم زدکړې کولې.

افغانستان کې له تېرو څو میاشتو راهیسې کابو ټول دولتي پوهنتونونه تړل شوي وو او داسې اندېښنې راټوکېدلې وې چې ښایي د محصلینو درسي کال ضایع شي.

طالبان وايي، تعلیمي ادارو ته د نجونو له تلو سره مخالفت نه کوي، خو دوی باید بشپړ اسلامي حجاب وکړي، د نجونو او هلکانو ټولګي ځانګړي وي او درسي کتابونه باید د اسلامي اصولو له معیار سره سم وي.

دا پوهنتونونه د لویدیځوالو او طالبانو تر منځ ناروې کې له مخامخ خبرو یوه اونۍ وروسته پرانیستل کېږي.

په ناروې غونډه کې له طالبانو غوښتل شوي وو چې د ښځو حقونو ته درناوی وکړي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!