Connect with us

بی بی سی پښتو

‘کورنۍ مې راته ویل رویبار ته هو ووایم- په ۱۴ کلنۍ کې کوژده شوم’

خپور شوی

د

Abeba stands by her school's doors
UNICEF
عابده: زما کورنۍ اړه کړم چې کوژده وکړم.

۱۴ کلنه حبیبه وايي: "زما کورنۍ راته وویل زه باید دغه ډول وړاندیز ته نه ونه وایم، په داسې حال کې چې هغه هلک چې له ما سره یې واده کاوه، د یوې شتمنې کورنۍ غړی و."

یوازې څو میاشتې وړاندې، هغه د خپلې مور او د کورنۍ د نورو غړو لخوا تر سخت فشار لاندې وه چې د جرګه والو وړاندیز ومني، واده وکړي او دا کار د کورونا وبا په ترڅ کې د رامنځ ته شویو مالي ستونزو له منځه وړلو کې مرسته ورسره وکړي.

حبیبه غواړي چې یوه ډاکټره شي، خو په ایتیوپیا کې د هغې په ټاټوبي لوېدیځ ګوندار ښار کې، د هغې راتلونکې زده کړې نامالومه دي.

رابي ۱۶ کلنه ده، اوس هم د نایجېریا په ګوساو کې منځني ښوونځي ته ځي، خو د دغې وبا په ترڅ کې د هغې د ښوونځي څلور ملګرې واده شوې او د هغې مور هم په دې باور ده چې نوموړي دې هم نور د جرګه کوونکي منتظره اوسي. هغه وايي: "زموږ دوې ګاونډیانې به دغه اونۍ واده شي ان شاء الله. زه هېڅ نه پوهېدم چې نوبت به مې دومره زر را ورسېږي."

او له قانوني سن وړاندې د ودونو دغه حالتونه غیر معمولي دي.

د یونیسف نوی راپور ښيي چې د کوویډ-۱۹ له امله د راتلونکې لسیزې په ترڅ کې، لس میلیونه نورې نجونې هم د قانوني سن ښکته ودونو له خطر سره مخامخ شوې دي.

د یونیسف اټکل ښيي چې ان د وبا له پیل وړاندې هم داسې اټکل شوې وه چې ۱۰۰ میلیونه ماشومان به په راتلونکو لسو کلونو کې اجباري ودونو ته اړ شي.

خو اوس دغه شمېرې تر دې هم لوړې دي - او ۱۰٪ زیاتوالی پکې اټکل شوی دی.

Two Fulani girls at an empty school playground
Getty Images
په نایجریا کې ګڼې نجونې له قرنطین وروسته ښوونځیو ته ستنې شوې. خو په ورته وخت کې بیا ګڼې نورې کوژده شوې.

د راپور له مخې د نړۍ په کچه د ښوونځیو تړل کېدل، اقتصادي ستونزې او د قرنطین په ترڅ کې د کورنیو او ماشومانو لپاره د مالي ملاتړ بندېدل هغه څه دي چې تر ۲۰۳۰ کال پورې به لس میلیونه نورې نجونې هم له قانوني سن ښکته عمر کې واده شي.

نانکالي مکسود چې په یونیسف کې د مضرو رواجونو یا اعمالو د مخنیوي په برخه کې ستر سلاکار دی وايي، "دغه شمېرې موږ ته ښيي چې نړۍ نور د نجونو لپاره په یو ډير سخت ځای بدلېږي".

کورنۍ چارې

حبیبه وايي "کورنۍ باید خپل ماشومان ښوونځي ته واستوي، د دې پر ځای چې هغوی واده کوي".

دغې ایتوپیايي پیغلې وکولای شو چې د هغې لپاره له پلان شوي واده څخه ځان وژغوري، ځکه په دې اړه یې د پلار ملاتړ تر لاسه کړ.

"زما مور او وروڼو ټولو راته ویل چې واده وکړم. هغوی بلاخره کله چې مشاوره تر لاسه کړه، په دې اړه یې نرمښت وښود. چارواکو دوی وهڅول چې خپل ذهنیت بدل کړي."

د رابي لپاره (د هغې اصلي نوم نه دی او دا چې نه یې غوښتل وپېژندل شي او یا یې انځور واخیستل شي) دغه ګواښ اوس هم موجود دی.

هغه د دامبا په نامه یوه کرنیزه سیمه کې چې د نایجېریا شمال ته د هاوسا-فولاني یوه قومي ډله ده اوسیږي، دا هغه ځای دی چې کله یو جرګه مار د واده کولو په نیت یوې کورنۍ ته ورځي، سمدستي نجلۍ باید ورکړل شي.

دغه ۱۶ کلنه نجلۍ وايي "زما لپاره دا ټول د قرنطین په ترڅ کې پیل شول، کله چې زما ځوانو وروڼو د املا یوه لوبه تر سره کوله او ما پرېکړه وکړه چې زه هم ور سره په دغې لوبه کې یوځای شم."

هغه مني او وايي "ما له دې سره مبارزه وکړه". د رابي مور پر هغې په غصه شوه.

Bangladeshi women protesting in the capital Dhaka
Getty Images
په بنګله دېش کې د ښځو ټولنه له کلونو راهیسې د ټیټ عمر نجونو د ودېدو د مخنیوي پروړاندې مبارزه کوي

هغې وویل "تا ښوونځي ته په تلو کې هسې ډير وخت ضایع کړ! خپلو کوچنیو وروڼو ته دې وګوره، تاته نصیحت کوي. "

د هغې مور زیاته کړه "تر اوسه، ستا د ښوونځي د عمر ټولې نجونې واده شوې دي. زه هم نور (د رابي جرګې) ته وایم چې خپل مور او پلار راولیږي تر څو ستا د واده رسمي غوښتنه وکړي."

د هغې ملګرې حبیبه، منصوره، اسما، رالییه د تېر کال په ترڅ کې واده شوې تر څو د خپلو کورنیو د اقتصادي ستونزو په له منځه وړلو کې مرسته وکړي.

یوه سیمییزه ښځه چې د رابي د مور ملګرې ده د نجلۍ په نارضایتۍ نه پوهیږي: "یو مور او پلار به نور د څه لپاره انتظار کوي؟ زه د خپلې لور د زدکړو پیسې نه شم ورکولی. واده د یوې نجلۍ لپاره یوه موقع ده چې ژوند یې سره خوندي شي، او په دغه کور کې به یو څو کسان وي."

بېرته راګرځېدونکی بهیر

یونیسف وايي له ۲۰۱۱ کال راهیسې، د هغو نجونو شمېر چې له قانوني سن ښکته عمر کې یې واده کړی، په ټوله کې تر ۱۵٪ راټیټ شو، خو اوس د دغې وبا له امله دغه پرمختګ له ګواښ سره مخامخ شوی دی.

ښاغلی مکسود وايي "موږ د نړۍ په کچه د ماشومانو د ودونو په کموالي کې پرمختګ کاوه. تر اوسه هم دا هر څه ددغو ودونو د پوره مخنیوي موخې ته په رسېدو کې کافي نه دي، خو بیا هم موږ په سم مسیر روان و."

"خو کوویډ-۱۹ په دغې برخه کې نورې ستونزې هم راپورته کړې. د پیغلو نجونو ژوند په ټوله نړۍ کې نور هم خراب شوی دی. "

په دغه راپور کې ځینې مثبت اړخونه هم منعکس شوي دي، که څه هم شته شواهد ښيي چېرته چې نفوذ ممکن دی، د ماشومانو ودونه او اړیکې بندېدای شي.

کارپوهان وايي که څه هم د ماشومانو ودونه اوس هم د نړۍ په ځینو برخو کې د یو مروج عمل په توګه دوام لري، خو که په دې اړه اړین او سم اقدامات تر سره شي، مروج والی یې راکمیږي. او د دغې وبا په پایله کې د اټکل شویو شمیرو زیاتوالی ښايي بېرته راکم شي.

"ماته نهه ځله د واده وړاندیز شوی دی"

Close up of Maram, at the refugee camp where she lives in Jordan
UNICEF
مرام څو کاله مخکې له سوریې نه اردن ته د کډوالې په توګه ولاړه

مرام چې څو کاله وړاندې له سوریې څخه اردن ته راغله او اوس د دغه هېواد پولې ته څېرمه د کډوالو په زاتاري کمپ کې اوسیږي، وايي "له ۱۴ کلنۍ وروسته راته د واده په اړه نهه ځلې وړاندیزونه وشول. "

هغه زیاتوي چې " زموږ د ټولنې لخوا ډير زیات فشار و، خو زما مور او پلار زما ملاتړ کوي"

نوموړي وايي "مور مې تر ټولو زیاته ملاتړ کوونکې ده، هغه ماته وايي زه تر اوسه هم ډيره ځوانه یم او راته سخته ده چې د واده په واقعي مانا پوهه شم. "

د دې پر ځای، مرام دا موقع تر لاسه کړې ده چې ښوونځي ته ولاړه شي او فوټبال چې د هغې ور سره ډيره علاقه ده، وکړي.

هغه وايي "زه نجونې پیژنم چې واده یې وکړ او له ښوونځي پاتې شوې. دوی باید خپلې کورنۍ تر شا پریږدي او له خپلو میړونو او د هغوی له کورنیو سره ولاړې شي. دغه نجونې د دغه لوی بار پر اوږو کولو ته نه دي چمتو "

"زما دوې ملګرې چې واده یې وکړ، اوس پېښمانه دي. دوی د خپل نوي ژوند له امله سختې ځوریږي او له خپلو حقوقو څخه د بې برخې کېدو احساس کوي. "

ایا د ماشومانو د ودونو مخه نیول کېدای شي؟

کارپوهان په دې باور دي چې د ماشومانو د ودونو مخه د وخت مطابق ټولنیز نفوذ او مداخلو سره نیول کېدای شي.

ښاغلی مکسود وايي "تر ټولو ښه بېلګه هند دی. په تیرو ۳۰ کلونو کې، هند د پیسو د لیږد تر ټولو لوی ملي پروګرامونه درلودلي دي. "

په پایله کې یې هندي کورنیو د دې لپاره چې له قانوني سن ښکته عمر کې خپلې لورګانې واده نه کړي، اقتصادي مرستې تر لاسه کړې دي.

همداراز، که څه هم د ودونو مخه نشي نیول کېدای خو هغوی ځنډول کیږي، دغه اغیزې اوس هم د ټولنې په ګټه دي.

ښاغلی مکسود زیاتوي "دا ډیره مهمه ده، ځکه موږ دغو نجونو ته اجازه ورکوو چې ښوونځی بشپړ کړي، په ژوند کې څو انتخابونه ولري، خپل مهارتونه لوړ کړي، او په پایله کې موږ کولای شو د بې وزلۍ دایره ودروو. "

A school playground in Africa - a billboard reads "Girls need to study, don't marry them off"
UNICEF
ښوونځی د ټیټ عمر نجونو لپاره تر ټولو خوندي ځای دی

"دوی ماته پیسې راکوي که چیرې زه واده کولو ته انتظار وکړم"

ساویتا فکر کوي چې ۱۶ کلنه یا ۱۷ کلنه ده. هغه پوره ډاډه نه ده. که څه هم د هغې په تذکره کې ۱۴ کاله عمر ښودل شوی، هغه وايي دا عمر یې سم نه دی.

هغه د هند شمال ته په اترا پرادیش کې له خپل مور او پلار، څلورو خویندو او دوو وروڼو سره اوسیږي. ساویتا وايي هغه هیڅکله ښوونځي ته نه ده تللې، نو ځکه لیک او لوست نشي کولای.

د قرنطین په مهال، د هغې کورنۍ ته اضافي غله ورکړل شوه، خو بیا هم د واده کولو لپاره یې فشارونه وو. د هغې خور په کوچنیوالي کې واده شوه او د هغې په څېر واده کولو ته راضي نه وه. کله چې سیمییزو چارواکو څو اونۍ وړاندې د هغې د واده د مخنیوي هڅه وکړه، ساویتا راحته شوه. هغې ته وړاندیز وشو چې د پیسو انتقال په په پروګرام کې ګډون وکړي - خو په دې شرط چې تر ۱۸ کلنۍ پورې واده و نه کړي، نو هغه به تر هغه وخته پورې مالي ملاتړ تر لاسه کوي.

له وبا وروسته

د یونسف نانکالي مکسود وايي د دې لپاره چې د کویډ له امله د ماشومانو د ودونو شمیرې بېرته پخواني حالت ته وګرځول شي، دری اساسي برخې دي چې باید ورته رسېدنه وشي.

مکسود وايي، "تر هر څه وړاندې، په خوندي ډول نجونې بېرته ښوونځيو ته واستول شي،" یا دوی ته دا موقع برابره شي چې خپل مهارتونه لوړ کړي لکه سوداګري یا یو بل هنر ده کړي.

"موږ همداراز اړتیا لرو چې په بې وزله کورنیو کې د کویډ له امله اقتصادي اغیزو ته رسېدنه وکړو، ځکه چې دغه مالي ستونزې د نجونو په پلورلو او واده کولو سره نه کمیږي. "

د یونسف دغه سلاکار همداراز زیاتوي چې د پیغلتوب په دوره کې امیندواري هم تر قانوني سن ښکته عمر کې د ودونو تر شا یو مهم عامل دی.

"له همدې امله دا مهمه ده چې جنسي او تولید مثل صحي خدمتونه بیا پیل شي او نجونې هغو ته لاسرسی ولري، او دوی په دې اړه مالومات او مرسته تر لاسه کوي چې دوی ورته اړتیا لري تر څو وکولای شي سمې پریکړې وکړي. "

"ما مې خور له واده کولو څخه وژغورله"

Savita talking to her case worker
UNICEF
سویتا (ښۍ خوا ته) د خپلې قضیې همکارې ته غږېږي

مینارا له هغې وروسته په خپله ټولنه کې د ماشومانو د ودونو د مخنیوي په برخه کې یوه فعاله او مبارزه شوله چې کله یې د بنګلدیش شمال ته په کالماکاندا کې له یو د ځوانانو له یو ښوونیز مرکز سره یوځای شوه. هغه مهال دغه ۱۸ کلنه بنګلدیشۍ ښځه نه پوهېده چې دغه روزنه به ور سره مرسته وکړي تر څو خپله پیغله خور ریتا وژغوري.

مینارا چې له خپل مور او پلار او دوو خویندو او وروڼو سره په یو خاورین کور کې ژوند کوي، وايي " دغه وبا زما پر کورنۍ ډيره سخته تیره شوه"

د قرنطین په مهال یې پلار خپله دنده له لاسه ورکړه او د پیسو په تړاو ورته سخته اندېښنه پیدا شوه. مینارا پوهه شوه چې یو ګاونډي یې پلار ته وړاندیز کړی چې خور یې ورکړي، وايي هغه غوښتل چې له دغې کورنۍ سره مرسته وکړي چې مالي ستونزې یې راکمې کړي. هغه وايي دغه سړي د وبا له پیل کېدو وړاندې په مکرر ډول ریتا ځوروله. د مینارا د مرکز د ګډونوالو په مرسته، هغې وکولای شو چې د ماشومانو له مرستندویه مرکز سره اړیکه ونیسي او د دغه واده مخنیوی وکړي - خو ډاډه نه ده چې تر کومه وخته به یې مخه ونیسي.

"که دغه وبا دوام وکړي، میندې او پلرونه به خپلې لورګانې له ۱۸ کلنۍ وړاندې واده کولو ته اړې کړي. "

"مشاوره مرسته کوي"

Close up of Minara, wearing a red scarf draped over the back of her head
BBC
۱۸ کلنه مینارا پخپله ټولنه کې له پېغلوټو سره مرسته کوي

په ایتوپیا کې، حبیبه هیله لري چې ملګرې به یې په ښوونځي کې ور سره پاتې شي او لږ تر لږه تر دې چې له ښوونځي څخه فارغیږي، له پلان شوي واده څخه ډډه وکړي.

۱۴ کلنه میکدیس هیله لري چې په راتلونکي کې یوه انجینرې شي.

هغې بي بي سي ته وویل "کله چې موږ په کور کې وو (د قرنطین په ترڅ کې)، ما مې له مور او پلار اورېدل چې له یو هلک سره چې ما هیڅ نه پیژانده، زما د واده په اړه به یې خبرې کولې. "

"ما وویل زه نه غواړم چې واده وکړم او غواړم درس ووایم، خو هغوی غوږ نه نیولو. "

دغه نوې ځوانه نجلۍ وايي "د ښوونځي تر بیا پرانیستل کېدو مې صبر وکړ او بیا مې د ښوونځي مدیر ته دا خبره وکړه، هغه سیمییز چارواکي خبر کړل او دوی زما مور او پلار ته مشوره ورکړه چې دا کار ونه کړي. "

د هغې مور او پلار اوس ژمنه کړې ده چې هغه به تر ۱۸ کلنۍ وړاندې نه ودوي.

"د مشورې ورکولو خدمت زموږ په ټولنه کې ډيره مرسته کوي. آن تر چې اوس د پولیسو لپاره داسې یو سیستم موجود دی چې هغه میندې او پلرونه تر عدلي تعقیب لاندي ونیسي چې دا مشوره نه مني او زموږ پر ودونو ټینګار کوي. "

From left to right: Abeda, Mekdes and Wude, three girls from Ethiopia who have avoided getting married before turning 18
UNICEF
عابده (کیڼ) او مقدس (منځ کې) له خپلې ملګرې ودي سره - دوی ټولو هوډ کړی چې په ټیټ عمر کې به واده نه کوي
Advertisement

بی بی سی پښتو

بې پولې خبریالان: افغانستان کې رسنۍ تاو تریخوالي او جبري سانسور سره مخ دي

Published

on

Photographers and cameramen
AFP

د بې پولې خبریالانو ټولنه وايي افغانستان کې د طالبانو بيا واکمنېدو له مهاله راهيسې تر اوسه د خبریالانو د نیول کېدو ۵۰ پېښې ثبت شوې دي.

دغه اداره وايي خبريالانو سره تاوتريخوالى شوى، ګواښل شوي او ورته ويل شوي چې کوم خبر باید خپور کړي او کوم باید خپور نه کړي.

دغې ادارې په خپل رپوټ کې دا د خبر یالانو په چارو کې د طالبانو استخباراتي ادارې بربنډه لاس وهنه او د رسنیزو قوانینو خلاف کړنه بللې ده.

بې پولې خبریالان وايي، تېرو دوو میاشتو کې د خبریالانو نیولو او ځورونې پېښې لا ډېرې وې.

پخپلسري ډول د اریانا نیوز خبریال اسلم حجاب او د سیاسي خپرونو چلوونکی وارث حسرت د سلواغې پر ۱۱ مه نیول شوي وو او د ۴۸ ساعتونو لپاره بندیان وو.

دا د خبریالانو نیولو وروستۍ پېښه وه.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یوناما په دې هکله ویلي و، طالبان باید د افغانانو حقونو ته درناوی وکړي او د اریانا نیوز شخصي ټلویزیون د دوو 'نیول شویو ' خبریالانو په هکله ولس ته ووايي چې ولې یې نیولي دي.

بل لور د بې پولې خبریالانو رپوټ کې ویل شوي، د طالبانو استخباراتو ۵۳ ریاست دې پېښو کې مخامخ ښکېل دی، دوی خبریالانو ته د خبرونو او ان خپرونو لپاره د مېلمنو په انتخاب کې لاسوهنه کوي.

د بې پولې خبریالانو ټولنه کې د ایران او افغانستان څانګې مشر رضا معیني وايي، د خبریالانو ګواښل او ځورول د منلو وړ نه دي او هغوی باید د نیول کېدو له ډاره پرته خپلو چارو ته دوام ورکړي.

د خبریالانونړیوال فدراسیون هم تېره ورځ د طالبانو له لوري د خبریالانو نیول او ځورونه غندلې او په وینا یې دغه ډله باید پخپله وینا کې د بیان ازادۍ درناوی وکړي.

طالبانو په دې هکله تر اوسه غبرګون نه دی څرګند کړی، خو مخکې یې ویلي، خبریالان کولای شي خپلو چارو ته دوام ورکړي، خو اسلامي اصولو ته باید پاملرنه وشي.

د ښځینه فعالانو نیول کېدو پېښې

.
Getty Images

دا په داسې حال کې ده چې د بښنې نړيوالې ادارې امنيستي انټرنېشنل هم پر طالبانو غږ کړى چې په سملاسي ډول دې د هغو ښځو او نجونو پر وړاندې له تاوتريخوالي لاس واخلي چې د خپلو حقونو لپاره په سوله ييز ډول احتجاج کوي.

په دا وروستیو کې شپږ ښځې په کابل کې وسله والو کسانو له ځان سره بیولې دي.

د یوې نیول شوې نجلۍ تمنا پریاني خور شګوفه وايي، ''له طالبانو غواړم، چې لطفاً زما خویندې پرېږدئ، تاسې ولې د نړیوالو غوښتنو ته ځواب نه وایاست؟ ''

د بښنې نړیوال سازمان هم په ورته مهال له طالبانو غوښتي چې بشري حقونو ته درناوی وکړي.

د دې سازمان یوه څېړونکي زمان سلطانی بي بي سي ته وویل:

''طالبان باید سملاسي غیر قانوني نیونې ودروي او هغه کسان چې په غیر قانوني ډول نیول شوي دي، باید له قید او شرط پرته خوشي شي. موږ دا وروستیو کې د جبري بې درکه کېدو او نیول کېدو شاهدان وو. ''

طالبان د ښځو نیولو پېښو کې لاس لرل ردوي، خو وايي، پلټنې کوي.

د طالبانو ویاند یوه مرسیتال انعام الله سمنګاني بي بي سي ته وویل:

''موږ په پرلپسې ډول له امنیتي ارګانونو سره اړیکه کې یو. تر اوسه پورې دې لړ کې له موږ سره کوم معلومات نه دي شریک شوي. ښايي امنیتي ارګانونه به هم تر اوسه کوم معلومات نه لري. موږ ته یوازې همدومره ویل شوي دي، چې زموږ هڅې روانې دي. ''

د بشري حقونو سرغړونو دا پېښې داسې مهال کېږي چې د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د فرانسې له خبري اژانس سره یوه تازه مرکه کې ویلي، له نړیوالې ټولنې سره یې اړیکي په ښه کېدو دي او نژدې ده، چې حکومت یې په رسمیت وپېژندل شي.

بل لور نړیواله ټولنه وایي، تر هغو چې طالبان بشري حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته درناوي و نه کړي، حکومت به یې په رسمیت و نه پېژندل شي.

Continue Reading

بی بی سی پښتو

اروپايي پارلمان مرستياله: بشري حقونو ته له پام پرته د طالبانو رسميت پېژندنه به شونې نه وي

Published

on

.
Getty Images

د بېلجيم پلازمېنه بروکسل کې د افغان ښځو په تړاو د اروپايي پارلمان له خوا جوړې شوې ځانګړې ناستې پر دويمه ورځ يو شمېر افغان ښځینه فعالانو وویل، چې له افغانستان سره مرستې د طالبانو د حکومت رسیمت پېژندلو له مسلې جلا دي.

يو شمېر مشهورې افغان مېرمنې چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته له هېواده وتلې وې د اروپا پارلمان کې د دغه هېواد د ښځو وضعيت بيا کتنې او له طالبانو څخه د نړيوالې ټولنې د غوښتنو د څرګندولو په موخه راټولې شوې وې.

په همدې حال د اروپا پارلمان يوې مرستيالې هيډي هوټالا بي بي سي ته وويل، "تر هغه چې طالبان وګړي ځوروي، ښځې چې د ټولنې نيمی برخه ده څنډې ته کړې او د نجونو د زدکړو مخنيوی کوی، د دې امکان لږ دی چې اروپايي ټولنه دې د طالبانو حکومت د رسميت پېژندلو پر لور ګام واخلي".

نوموړې زياته کړه چې د غونډې ګډونوالو هم د طالبانو په رسميت نه پېژندلو ټينګار وکړ.

د افغانستان د بشري حقونو پخوانۍ مشره شهرزاد اکبر وايي، "د بشري مرستو برابرول او د طالبانو په رسميت پېژندل يو له بل سره بايد تړاو ونلري".

نوموړې چې په دې غونډه کې برخه اخيستې وه له بي بی سي سره په خبرو کې وويل، "افغانستان لپاره د بشري مرستو برابرول او د هېواد بانکي سيستم پيلول د طالبانو په رسميت پېژندلو ته اړتيا نه لري".

نوموړې زياته کړه چې "نړيوالې ټولنې ته د دوی پيغام دا و چې تر هغې چې جنسيتي توپير، د خبريالانو ځورونه، توپيري چلن دوام ولري طالبان په رسميت مه پېژنئ، دا ډله د افغانستان د خلکو استازيتوب نشي کولی".

د افغانستان د پخواني حکومت د سولې وزارت وياندې ناجيه انوري هم بي بي سي ته وويل، "نړۍ له تېرو شلو کلونو راهيسې له افغانستان سره په دې شرط مرسته کوله چې د ښځو حقونو ته درناوی ولري".

اغلې انوري وويل، "نړۍ بايد د افغانستان په اړه لا ډېر فکر وکړي او له تېرو درسونو زدکړه وکړي او وګوري چې په کوم ځای کې تېروتنه شوې".

افغان سندرغاړې اريانا سعيد هم وويل، "دا زما لپاره ارزښت لري د هغو ښځو غږ شم چې اوس اوزا نشي اوچتولی".

نوموړې وويل چې "افغان ښځې اوس د طالبانو پر وړاندې د بنديانو په څېر دي چې د زدکړې او کار اجازه نه لري".

اغلې سعيد زياته کړه، "د حل لاره دا ده چې نړيواله ټولنه د طالبانو له لارې له خلکو سره د مرستې لپاره لار ومومي".

د دې غونډو تر څنګ په ورته مهال د افغان ښځو لپاره روزنیز ورکشاپونه هم په پام کې نیول شوي وو، چې د افغانستان ملي شورا پخوانۍ ښځینه غړې به هم پکې ګډون درلود.

Continue Reading

بی بی سی پښتو

افغانستان: یو شمېر دولتي پوهنتونونه پرانیستل شوي او ښځینه زدکوونکو ته د ورتګ اجازه ورکړل شوې

Published

on

افغانستان
Getty Images
ارشیف تصویر

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته یو شمېر دولتي پوهنتونه لومړی ځل پرانیستل شوي او نجونو ته اجازه ورکړل شوې، چې ټولګیو ته ستنې شي.

د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، د دې تر څنګ طالبان وايي، نجونې او هلکان به ځانګړي ټولګي ولري او د نصاب کتابونه به له اسلامي اصولو سره سم وي.

ملګرو ملتونو د نجونو لپاره د پوهنتونونو دروازو پرانیستل کېدو هرکلی کړی دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو عمومي منشي ځانګړې استازې دیبورالاینز په یوه ټویټر پیغام کې ویلي: ''راځي په ټول افغانستان کې پوهنتونو ته د ښځینه او نارینه زدکوونکو ستنېدو ملاتړ وکړو، په (دې) ملاتړ کې د سکالرشپونو پرواګرام او له ښځینه او نارینه استادانو سره روان ملاتړ هم شامل دی. ''

https://twitter.com/DeborahLyonsUN/status/1488793136553943045

په پام کې ده، نور پوهنتونونه به هم د روانې میاشتې وروستیو کې پرانیستل شي، خو د نجونو لپاره د متوسطه ښوونځیو دروازې لا هم تړلې دي.

د یادونې ده، چې د افغانستان په خصوصي پوهنتونونو کې له تېرو نژدې شپږ میاشتو راهیسې د طالبانو حکومت له لار ښوونې سره سم نجونو او هلکانو د ټولګیو په ځانګړیو برخو کې زدکړې ترلاسه کولې.

د طالبانو د لوړو زدکړو وزارت چارسمبالي وزیر عبدالباقي حقاني تېره اونۍ په يوه ويډيويي پیغام کې اعلان وکړ چې په ګرمو سيمو کې به دولتي پوهنتونونه د سلواغې پر ۱۳ نېټه پرانيستل شي.

د ښاغلي حقاني په وينا په سړو سيمو کې به بیا پوهنتونونه د کب پر اوومه نېټه پرانيستل کېږي.

د افغانستان خصوصي پوهنتونونو کې له تېرو شپږ میاشتو راهیسې نجونو هم زدکړې کولې.
EPA
د افغانستان خصوصي پوهنتونونو کې له تېرو شپږ میاشتو راهیسې نجونو هم زدکړې کولې.

افغانستان کې له تېرو څو میاشتو راهیسې کابو ټول دولتي پوهنتونونه تړل شوي وو او داسې اندېښنې راټوکېدلې وې چې ښایي د محصلینو درسي کال ضایع شي.

طالبان وايي، تعلیمي ادارو ته د نجونو له تلو سره مخالفت نه کوي، خو دوی باید بشپړ اسلامي حجاب وکړي، د نجونو او هلکانو ټولګي ځانګړي وي او درسي کتابونه باید د اسلامي اصولو له معیار سره سم وي.

دا پوهنتونونه د لویدیځوالو او طالبانو تر منځ ناروې کې له مخامخ خبرو یوه اونۍ وروسته پرانیستل کېږي.

په ناروې غونډه کې له طالبانو غوښتل شوي وو چې د ښځو حقونو ته درناوی وکړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!