سوداگري
کورني تولیدات حکومتي ملاتړ ته اړتیا لري
د افغانستان د صنایعو اوکانونو خونې مسوولینو ويلي؛ که حکومت له کورنیو تولیداتو ملاتړ وکړي، نو په نږدې راتلونکي کې به افغانستان په زیا تو برخو کې اقتصادي ځان بسیاینې ته ورسیږي.
په کابل کې د هېواد د کورنیو صنایعو او ساختماني توکو څلور ورځیني نندارتون پرانستل شو. په دي نندراتون کې د هېواد په لسګونه صنعتکارانو خپل تولیدات ننداری ته ایښي دي.
دوی وايي، د کورنیو تولیداتو لپاره نندارتونونه خورا مهم دي، چې باید دې برخې ته پام راواړول شي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړی خانجان الکوزی وایي: که زمونږ کورنیو تولیداتو ته مناسب نندارتون ځایونه جوړ شي؛ نو مونږ کولی شو د هېواد تولیداتو ته زیاته پراختیا ورکړو. هیله لرو، چي دې برخي ته پوره پاملرنه وشي.
د صنایعو او کانونو خونې مشر شېر باز کمین زاده وایي: زه باوري یم، چې کورني تولیدات کولی شي ستونزې اوارې کړي. مونږ ته دې په کورنیو او بهرنیو نندارتونونو کې ونډه را کړ شي.
د نندارتون یو شمېر برخوال وايي، چې د کورنیو تولیداتو پراختیا کولی شي په هېواد کې کار رامنځته او هېوادوال د اقتصادي ځان بسیاینې لوري ته وهڅوي.
د نندارتون ګډونوال عبد الرحمان ویلي: نندارتونونه کولی شي، چې کورنیو تولیداتو ته د بازار موندنې په برخه کې مثبت اغېزه رامنځته کړي. مونږ اوس د سیمي په کچه ستندرد تولیدات لرو.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولین بیا د خصوصي سکتور دا اندېښنې پر ځای بولي او وایي، چې هڅه کوي په کوردننه او ګاونډ هېوادونو پر کچه افغان تولیداتو ته بازار موندنه او په نندراتونونو کې د ګډون زمینه برابره کړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي وایي؛ مونږ هڅه کړې، چې د دوبۍ، ازبکستان او چین په نړیوالو نندارتونونو کې دبازار موندنې لپاره افغان تولیداتوته ونډه ورکړو.
د اقتصادي چارو کارپوهان هم د افغانستان له اسلامي امارته غوښتنه کوي، چې د هېواد اقتصادي ستونزو د اوارولو لپاره باید له کورنیو تولیداتو او صنایعو ملاتړ پراخ کړي، چې په هېواد کې د فقر او بې کارۍ کچه صفر ته ورسیږي.
سوداگري
ترکي عالمان او د خیریه موسسو چارواکي په افغانستان کې د پانګونې امکانات ارزوي
د انرژۍ او اوبو وزارت د څرګندونو له مخې؛ عبداللطیف منصور په افغانستان کې د ادیف خیریه بنسټ له بشردوستانه هڅو ستاینه وکړه او د انرژۍ د تولید لپاره یې د هېواد کافي سرچینې ورپر ګوته کړې.
د افغانستان د انرژۍ او اوبو وزارت چارسمبالي عبداللطیف منصور د سېشنبې پر ورځ د ترکیې د عالمانو او د ادیف خیریه بنسټ له مسوولینو سره پر بېلابېلو سیاسي، دیني او ټولنیزو مسایلو خبرې وکړې.
د انرژۍ او اوبو وزارت د څرګندونو له مخې؛ عبداللطیف منصور په افغانستان کې د ادیف خیریه بنسټ له بشردوستانه هڅو ستاینه وکړه او د انرژۍ د تولید لپاره یې د هېواد کافي سرچینې ورپر ګوته کړې.
هغه ټینګار وکړ، چې افغانستان اوسمهال په ټولو برخو کې د پانګونې لپاره مناسب چاپېریال برابرکړی دی او ترکيې پلاوي ته یې د پانګونې او د هغوی د شتمنیو د خوندیتوب ډاډ ورکړ.
ویل کیږي، چې د ادیف بنسټ چارواکو د ترکي پانګوالو د هڅولو ژمنه وکړه او هغوی غواړي، چې په افغانستان کې د پانګونې فرصتونه وارزوي او پانګونه وکړي؛ ځکه، چې اوس د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او پرمختیایي همکاریو د ودې لپاره مناسب چاپېریال برابر شوی دی.
سوداگري
د پاکستان مرکزي بانک افغانستان ته د صادراتو له زیاتېدو خبر ورکړ
د پاکستان مرکزي بانک خبر ورکړی، چې د روان کال د جولای او اکتوبر ترمنځ په څلورو میاشتو کې افغانستان ته د دغه هېواد صادرات ۲۹۱ میلیون ډالرو ته رسېدلي دي.
د دغه بنسټ د څرګندونو له مخې، د تېر کال په همدې موده کې افغانستان ته د پاکستان د صادراتو ارزښت څه باندې ۱۸۲ میلیون ډالره و.
د پاکستان مرکزي بانک وايي، د افغانستان په ګډون د سیمې اووه هېوادونو(چین، بنګله دیش، سریلانکا، هند، نیپال او مالدیپ ) ته د دغه هېواد صادرات څلور سلنه ډېر شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو ګډې خونې په دې وروستیو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ د کچې د ټیټېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده.
د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د ګډې خونې مرستیال ضیاءالحق سرحدي ويلي، پخوا د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۲ اعشاریه میلیارډ ډالرو ته نږدې وه؛ خو اوس ۷۰۰ میلیون ډالرو ته راټیټه شوې ده.
سوداگري
د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ خونې د سوداګرۍ پر کمېدا اندېښنه څرګنده کړه
د پاکستان رسنیو راپور ورکړی، چې د چارشنبې پر ورځ په یوه مطبوعاتي څرګندونه کې سرحدي د خېبر پښتونخوا ایالتي حکومت لخوا افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د صادراتي بار وړلو لپاره د بېخبنا پر پراختیا د دوه سلنې مالیې پلي کول د سوداګرۍ د کچې د کمېدو یو لامل وباله.
د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د ګډې خونې مرستیال ضیاالحق سرحدي د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ د کچې د ټېټېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
د پاکستان رسنیو راپور ورکړی، چې د چارشنبې پر ورځ په یوه مطبوعاتي څرګندونه کې سرحدي د خېبر پښتونخوا ایالتي حکومت لخوا افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د صادراتي بار وړلو لپاره د بېخبنا پر پراختیا د دوه سلنې مالیې پلي کول د سوداګرۍ د کچې د کمېدو یو لامل وباله.
هغه د دې يادونه هم وکړه، چې پخوا د پاکستان او افغانستان تر منځ د دوه اړخيزې سوداګرۍ کچه شاوخوا ۲ اعشاریه ۵ ميليارډ ډالره وه؛ خو اوس ٧٠٠ ميليون ډالرو ته راټيټه شوې ده.
ضیاالحق سرحدي همداراز د تورخم د لارې پرلهپسې تړل کېدا، د بار وړونکیو موټرو د تګ راتګ لپاره د لنډمهالي سند د صادرولو د پلان نه عملي کېدل او د کراچۍ په بندر کې محدودیتونه پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ د کچې د راټیټېدو نور لاملونه وبلل.
-
لوبی2 days ago
آریانا ټلویزیون د ۲۰۲۵ کال د کرکټ اتلانو جام خپروي
-
تازه خبرونه2 days ago
اروپايي ټولنې په افغانستان کې د اقتصادي ودې لپاره نږدې ۲۰ میلیون یورو ځانګړي کړل
-
نړۍ2 days ago
د سوریې په یوه ډلهییز قبر کې لږ تر لږه ۱۰۰ زره جسدونه براته دي – راپور
-
نړۍ3 days ago
ټرمپ او نتانیاهو پر غزه او سوریه خبرې وکړې
-
تازه خبرونه2 days ago
د کابل په دارالامان سیمه کې د ډیپلوماټیک ښارګوټي توپوګرافیکه سروې بشپړه شوه
-
سیمه ییز خبرونه1 day ago
په مسکو کې د روسیې د اټومي دفاعي ځواکونو قومندان د یوې چاودنې له کبله ووژل شو
-
لوبی1 day ago
آریانا زاډیو ټلویزیون د IPL سیالیو د خپرولو تړون لاسلیک کړ
-
تازه خبرونه3 days ago
اسلامآباد اوس له کابل سره خبرو ته چمتو شو