تازه خبرونه
کورني بې ځایه شوي د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي

په افغانستان کې پېنځه میلیون کورني بې ځایه شوي خلک بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
د بښنې نړیوالې ټولنې ویلي، چې نړیواله ټولنه دې بې ځایه شویو سره دوامداره مرستو ته ژمنه پاتې شي.
په هېواد کې وروستیو جګړو نږدې پېنځه میلیون خلک بې کوره کړي او دا بې ځایه شوي خلک یا د کابل په پارکونو او یا هم د کډوالو په کمپونو کې له بېلابېلو ستونزو سره ژوند کوي.
د کابل د نوي ښار په پارک کې زرګونه بې کوره او بې ځایه شوي خلک روغتیایي آسانتیاوو او منظمو خواړو ته له لاسرسي پرته ژوند کوي.
بې ځایه شوی سحر ارسلان وایي: له ولایتونو څخه را کډه شوي کډوال له خپلو ټولو ستونزو لپاره تر خیمو لاندې ژوند کوي او تر دې دمه د اسلامي امت یا کومې بلې ادارې لخوا مرسته ورسره نده شوې.
عزیز محمد نومی بې ځایه شوي ویلي: له راتګ وروسته په خیمو کې اوسیږو. تر دې دمه د اسلامي امارت یا د کومې بلې ادارې کومه ځانګړې مرسته مو ترلاسه کړې نده.
په کابل کې هوا سړه شوې او بې ځایه شوي له مرستندویه ادارو مرسته غواړي، چې یا یې بېرته کورونو ته ستانه کړي او یا یې په کابل کې د سرپناه غم وخوړل شي.
د بخښنې نړیوال سازمان د 5 میلیون بې ځایه شویو سره د سمدستي مرستې غوښتنه کړې.
د کډوالو او بېرته را ستنېدونکیو چارو وزارت ویلي، چې نږدې یو میلیون وګړي له یوې سیمې بلې ته بې ځایه شوي او هڅه کوي، چې په یوه ځانګړي پروګرام کې له دې کسانو سره همکاري وشي.
د کډوالو او راستنیدونکیو چارو وزارت مرستیال ارسلا خروټي ويلي، د داخلي بې ځایه شویو شمېر د بښنې نړیوال سازمان له څرګندې شویو معلوماتو لږ دی او دوی به ټولو بې ځایه شویو ته پوره پاملرنه وکړي.
په تېره یوه میاشت کې افغانستان ته د بهرنیو هیوادونو لخوا دوه پړاو بشري مرستې چمتو شوي؛ خو بې ځایه شويو خلکو ويلي، چې دوی تر اوسه پورې مرستې ندي ترلاسه کړي او که کله نا کله دا ټولنې بې ځایه شویو ته مرستې برابروي؛ نو د وېش بهیر یې پوره روڼ نه وي.