نړۍ
که ډیکټاټور زیلینسکي د سولې هڅه ونکړي اوکراین به له لاسه ورکړي – ټرمپ
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د ټرمپ دا لفظي برید یوه ورځ وروسته له هغې وشو، چې ویلي یې ول؛ اوکراین په ۲۰۲۲ کال کې د روسیې د یرغل پړه پر غاړه لري.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چارشنبې پر ورځ د اوکراین پر ولسمشر ولادمیر زیلینسکي نیوکه وکړه او دا ګواښ یې وکړ، چې که ژر تر ژره د سولې لپاره اقدام ونکړي؛ نو اوکراین به له لاسه ورکړي.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د ټرمپ دا لفظي برید یوه ورځ وروسته له هغې وشو، چې ویلي یې ول؛ اوکراین په ۲۰۲۲ کال کې د روسیې د یرغل پړه پر غاړه لري.
دغو څرګندونو په اروپا کې د امریکا د متحدینو ترمنځ اندېښنې راوپارولې او څرګندوي، چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ټرمپ هڅې به د مسکو پر ګټه پای ته ورسیږي.
ټرمپ د بیا واکمنېدو په بهیر کې د اوکراین د جګړې په اړه د امریکا پالیسي بدله کړه؛ د روسیې د منزوي کولو کمپاین یې له پوتین سره د ټیلیفوني خبرو اترو او د اوکراین له شتون پرته د لوړ پوړو امریکایي او روسي چارواکو ترمنځ له خبرو اترو سره پای ته ورساوه.
ټرمپ په خپله خواله رسنۍ Truth Social کې ولیکل: “یو ډیکټاټور له ټاکنو پرته؛ غوره ده، چې زیلینسکي ژر تر ژره د سولې اقدام وکړي. که نه، نو هېواد به ورته پاتې نشي.”
د دغو څرګندونو په ځواب کې د اوکراین بهرنیو چارو وزیر اندري سیبیها ویلي، چې هیڅوک نشي کولی د هغه هېواد تسلیمېدو ته اړ کړي.
نوموړي په ایکس پاڼه کې لیکلي: “مونږ به د خپل شتون له حق څخه دفاع وکړو.”
ټاکل شوې وه، چې د زیلینسکي پېنځه کلنه دوره په ۲۰۲۴ کال کې پای ته ورسیږي؛ خو اوکراین د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې د روسیې د یرغل په ځواب کې پوځي وضعیت اعلان کړ، چې ټاکنې ترسره کول په کې ناشونې دي.