Connect with us

تازه خبرونه

که نړیوال بندیزونه لیرې نه شي، د سولې بهیر به له ننګونو سره مخ شي- امین کریم

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

14370411_960603524066293_8883969212132370121_n

د ګلبدین حکمتیار د حزب اسلامي د مرکچي پلاوي رییس خبرداری ورکوي، چې که پر حکمتیار او د ګوند پر نورو مشرانو نړیوال بندیزونه لیرې نه شي، له افغان حکومت سره به د سولې بهیر له ننګونو سره مخامخ شي.

د اسلامي حزب دغه استازی په کابل کې د ګلبدین حکمتیار د  څرګندیدو مهم شرط پر دې ګوند د نړیوالو بندیزونو لیرې کیدل بولي. کوم ګوند، چې د ژمنې له مخې به تاوتریخوالی نور نه کوي او له خپلو تېرو کړنو یې هم بښنه غوښتې ده.

د اسلامي حزب د مرکچي پلاوي رییس محمد امین کریم وایي، چې له حکومت سره د سولې هوکړه لیک ماتېدونکی نه، بلکي عملي دی.

د هغه په وینا؛ د حکومت او حزب اسلامي تر منځ لاسلیک شوی هوکړه لیک به له لس ورځو څخه په کمه  موده کې د ولسمشر غني او ګلبدین حکمتیار لخوا هم لاسلیک شي.

دی زیاتوي، ژر به ګډ کمیسیون د هوکړه لیک د مادو پر تطبیق او د اسلامي حزب د پوځي برخې د لغوه کولو پر څرنګوالي کار پیل کړي.

د حکمتیار استازی محمد امین کریم وایي، چې ژر به یو کمیسیون د پوځي برخې د منحل کولو پر څرنګوالي کار وکړي.

په هېواد کې یو شمېر بنسټونه له اسلامي حزب سره د سولې د هوکړه لیک پر عملي کېدو اندیښمن دي.

 د ټولنیز عدالت ګوند رییس احمد ذکي وایي، کوم حکومت، چې د سیاسي هوکړه لیک په عملي کیدو کې پاتې راغلی؛ څرنګه به وکولی شي  له حزب اسلامي سره شوی هوکړه لیک عملي کړي.

د ټولنیز عدالت د غورځنګ غړیاحمد شاه ستانکزی وایي، مونږ د حزب زرګونه وسلوالو اندېښمن کړي یو. باید له راتګ سره سم بې وسلې شي.           

له څلورو لسیزو راهیسې ګلبدین حکمتیار په افغانستان کې جنګیدلی؛ د  کابل په تنطیمي جګړو کې هم ده برخه لرله، چې په کې لسګونه زره کسان ووژل شول او کابل کنډواله شو.

په نوي نظام کې هم د حکمتیار ګوند د څو خونړیو حملو مسوولیت منلی؛ خو حکومت اوس ورته قضایي خوندیتوب ورکړی او ژمنه یې کړې، چې د دغه ګوند غړي به له بند څخه هم خوشې کوي.

Advertisement

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!