Connect with us

تازه خبرونه

که بندیان مو راخوشې نشي، ارګ به محاصره کړوـ حکمتیار

خپور شوی

د

(Last Updated On: )

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د یکشنبې پر ورځ د سلواغې پر ۲۶ په یوه خبري کنفرانس کې په ډاګه کړې؛ په څو لنډو ورځو کې ستر حرکتونه پیلوو، له خپلو حقونو دفاع کوو، که مو بندیان آزاد او د سولې معاهده عملي نشي؛ ارګ به تر هغې محاصره کوو، چې اوسنۍ فاسده واکمني پای ته ورسیږي.

حکمتیار له افغانستان څخه د شوروي اتحاد د عسکرو د وتلو ۲۶ کلیزې په مناسبت یوې غونډې ته په وینا کې ویلي، چې له طالبانو سره د متحده ایالاتو موافقه یوه اړتیا ده.

نوموړی د لنډمهالي حکومت جوړېدل هم یوه اړتیا بولي او وایي، چې باید ژر تر ژره رامنځته شي.

حکمتیار څرګنده کړې: امریکا له افغانستان څخه له وتلو پرته بله چاره نلري او خپله یوه خورا قیمتي جګړه په افغانستان کې بایللې او له لاسه ورکړې ده.

هغه د حزب د بندیانو او ورسره د شوې هوکړې او مدغمولو په اړه ویلي؛ تر دې دمه په ګونتانامو کې بندیان لرو او بندیان مو د حکومت په زندانونو کې له کړاوه ډکې شپې او ورځې تېروي. په داسې حال کې، چې د نورو هغه خوشې شوي دي.

نوموړي ویلي، چې د امریکا او طالبانو تر منځ هوکړه هم د ترمپ او طالبانو تر منځ هوکړه نده؛ دا د طالبانو او د امریکا د نظام هوکړه ده.

هغه ویلي، چې د افغانستان حکومت د جګړې د پای ته رسولو مکلفیت لري او حزب اسلامي نه غواړي د حکومت په وړاندې خپله دښمني پای ته ورسوي.

حکمتیار پوښتي، چې افغان حکومت ولې د حزب او طالب بندیان نه خوشې کوي او افغان حکومت ولې د جګړې نوي فصل ته ګمتووالی نیسي او ملیشو ته وسلې ورکوي.

هغه زیاته کړې؛ وسلې هغو جنګ سالارانو ته وېشل شوي، چې مخکې د طالبانو په وړاندې جنګېدلي دي.

غونډې ته د ولسمشر پخواني مرستیال محمد یونس قانوني هم ویلي، چې د افغانستان سیاسي لید اوسمهال ډېر حساس دی او وایي؛ د طالبانو مشرتابه باور لري، چې کړکېچ د خبرو اترو له لارې حل کیدلی شي، خو د طالبانو ځوان غړي غواړي تاوتریخوالی روان وساتي.

له نن شاوخوا ٣۲ کاله مخکې پر همدغې ورځ د پخوانی شوروي سرو لښکرو خپل لس کلن ښکيلاک ته د پاى ټکى کيښود.

په افغانستان کې د پخواني شوروي د لښکرو نږدې یوې لسیزې شتون شاوخوا یو میلیون افغانان او لږ تر لږه ١۴ زره شوروي سرتېري ووژل او په زرګونه نور یې ټپیان، معیوب او معلول کړل.

همداشان دغې جګړې په میلیونونو افغانان له هېواده پریښودلو ته اړ کړل.

په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد د جګړې پای په دې هېواد کې د یوې بلې جګړې پیل و.

د سرو لښکرو له وتلو دوه کاله وروسته مجاهدین بریالي شول او څو میاشتې وروسته په افغانستان کې کورنۍ جګړې پیل شوې، چې ورسره د افغانانو مرګ و ژوبله رامنځته او په ډېر شمېر نور مهاجر شول.

له افغانستان څخه د شوروي ځواکونو د وتلو د ۳۲ کلیزې په مناسبت ولسمشر په یوه ټلویزیوني پیغام کې څرګنده کړې: زمونږ د خلکو موخه له جهاده دا وه، چې په افغانستان کې د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته د خلکو د خوښې نظام رامنځته، پوځي او ملکي بنسټونه پیاوړي او وساتل شي.

هغه زیاته کړې: دا، چې د شوروي سرتېرو وتل مسوولانه نه ول او د هېواد راتلونکي ته هم کوم تدبیر نه و نیول شوی؛ نو افغانستان په څو اړخیزه کورنۍ جګړه کې ښکېل شو، چې په پایله کې یې د امنیتي ځواکونو، ملي بنسټونو او د افغانستان بېخبنا له منځه ولاړه.

هغه دا هم په ډاګه کړې: په هېواد کې د جګړې د پای ته رسېدو او سولې ته د رسیدو وخت راغلی او مونږ به تلپاتې سولې ته رسیږو.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون هم د یکشنبې پر ورځ غونډې ته وینا وکړه او له دواړو لوریو یې وغوښتل، چې د خبرو میز ته راشي او د جګړې غیر انساني، مادي او اخلاقي لګښتونه راکم کړي.

دې کمیسیون دا هم ویلي، چې بېړنی اوربند او د جګړې پای ته اړتیا لیدل کیږي.

حکمتیار ، چې د مجاهدینو تجربه لرونکی مشر دی ، تیر کال په افغانستان کې له طالبانو سره د اتحاد د جوړولو لپاره خپله لیوالتیا څرګنده کړه.

هغه مهال حکمتیار ویلي: مونږ باور لرو که  دا دوه ډلې سره یو ځای شي؛ نو په افغانستان کې به بحران ډر ژر پای ته ورسیږي او هیڅ ځواک به ونشي کړای د هغې پروړاندې ودریږي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغان او د جو بایډن په مشرۍ د امریکا حکومتونه غواړي، چې د امریکا او طالبانو تر منځ پر لاسلیک شوې هوکړه بیا غور وشي؛ خو طالبانو ویلي، چې له لاسلیک شوې هوکړې سرغړونه به یو ځل بیا په افغانستان کې روانه جګړه نوره هم توده کړي.

تازه خبرونه

 په هرات کې د ټاپي نل‌لیکې ۱۴ کیلومټره کار بشپړ شو – عبدالله یوف

د هرات والي دفتر نن (پنجشنبه) په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې عبدالله یوف د ټاپي پروژې د پرمختګ په اړه یو لنډ راپور له والي اسلام جار سره شریک کړ.

Published

on

(Last Updated On: )

په افغانستان کې د ټاپي پروژې مشر بګنج عبدالله یوف د هرات له والي نور احمد اسلام جار سره وکتل او په دې ولایت کې یې د نل‌لیکې د غځولو د بهیر له چټکتیا خبر ورکړ.

د هرات والي دفتر نن (پنجشنبه) په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې عبدالله یوف د ټاپي پروژې د پرمختګ په اړه یو لنډ راپور له والي اسلام جار سره شریک کړ.

د یادې خبرپاڼې له مخې، د ټاپي پروژې مشر د اړینو آسانتیاوو په برابرولو کې د دې ادارې له همکارۍ ستاینه وکړه او اعلان یې وکړ، چې د ۱۴ کیلومټره پایپ ایښودلو کار بشپړ شوی او سربېره پردې د پروژې ۲۴ کیلومټره لار هم پخه شوې ده.

په دې غونډه کې د هرات والي هم د دې پروژې د کار د پرمختګ په برخه کې د ټاپي پروژې د چارواکو له هڅو هرکلی وکړ او په افغانستان کې یې د ټاپي پروژې مشر ته د کار د چټک پرمختګ لپاره د اړینو اسانتیاوو په برابرولو کې د سیمه‌ییزې ادارې له بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.

Continue Reading

تازه خبرونه

طارق علي بخیت د افغانستان په اړه له جاپاني چارواکو سره وکتل

د اسلامي همکاریو ټولنې په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې ناسته کې په ټولیزه توګه د افغانستان پر اوسني وضعیت راوڅرخېدل او د دې ټولنې او جاپان ترمنځ یې د بشري همکاریو د زیاتولو لارې چارې وارزول شوې.

Published

on

(Last Updated On: )

د افغانستان د چارو لپاره د اسلامي همکاریو ټولنې ځانګړي استازي طارق علي بخیت د افغانستان په اړه د جاپان د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال کامډا ماسایوکي پر مشرۍ له جاپاني پلاوي سره خبرې اترې کړې دي.

د اسلامي همکاریو ټولنې په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې ناسته کې په ټولیزه توګه د افغانستان پر اوسني وضعیت راوڅرخېدل او د دې ټولنې او جاپان ترمنځ یې د بشري همکاریو د زیاتولو لارې چارې وارزول شوې.

د دې خبرپاڼې له مخې؛ دواړو خواوو د افغانانو د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د پرله‌پسې همکارۍ پر اړتیا ټینګار وکړ.

په دې رسنیزې خبرپانه کې راغلي، چې په جده کې د جاپان جنرال قونسل او د هغه مرستیال هم په پلاوي کې برخه لرله.

دا په داسې حال کې ده، چې دا ناسته د سعودي عربستان په جده ښار کې د افغانستان د چارو لپاره د اسلامي همکاریو ټولنې د ځانګړي استازي په دفتر کې شوې ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

افغان بېسیم د ننګرهار په کوزکوڼر ولسوالۍ کې یو نوی سایټ فعال کړ

د افغان بېسیم چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د دې سایټ پر جوړولو زرګونو کورنیو مخابراتي او انټرنیټي خدماتو ته لاسرسی موندلی دی.

Published

on

(Last Updated On: )

د افغان بېسیم مخابراتي شرکت چارواکو ويلي، چې د ننګرهار ولایت په کوزکوڼر ولسوالۍ کې یې یو نوی سایټ فعال کړی دی.

د افغان بېسیم چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د دې سایټ پر جوړولو زرګونو کورنیو مخابراتي او انټرنیټي خدماتو ته لاسرسی موندلی دی.

دوی زیاته کړې، چې افغان بېسیم به ډېر ژر په دې سیمو کې د ۴‌جي 4G انټرنیټي خدمتونه هم فعال کړي.

دغه راز د ننګرهار مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست چارواکو ويلي، چې د دې ولایت لرې پرتو سیمو ته د مخابراتي خدمتونو د غځولو لپاره هڅې روانې دي.

له بلې خوا په ننګرهار کې د اټرا ادارې مشر رحیم الله شینواري ویلي، چې د افغان بېسیم د نوي سایټ له فعالیدو سره به ۲۵ زره کورنیو ته مخابراتي او انټرنیټي خدمتونه وړاندې شي.

د کوزکوڼر ولسوالۍ اوسېدونکو د مخابراتي او انټرنیټي خدمتونو ته د لاسرسي له کبله خپله خوښي څرګنده کړې او په ننګرهار کې یې د مخابراتي خدمتونو د نورې پراختیا غوښتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کلونو کې د افغان بېسیم مخابراتي شبکې خپل مخابراتي او انټرنیټي خدمتونه د هېواد ډېرو لرې پرتو سیمو ته غځولي دي.

 

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!