Connect with us

تازه خبرونه

کمزوری ایران ښایي د اټومي وسلو پر پراختیا راوڅرخیږي – سپینه ماڼۍ

رویټرز خبري سرچینې د یکشنبې پر ورځ ( د مرغومي دوه‌یمه) خبر ورکړ، چې د بایډن اداره پدې اړه اندېښمنه ​​ده.

خپور شوی

د

(Last Updated On: )

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سالیوان څرګنده کړې، چې ایران ښايي په سیمه کې له پرله‌پسې ماتې د اټمي وسلو پر پراختیا راوڅرخیږي.

رویټرز خبري سرچینې د یکشنبې پر ورځ ( د مرغومي دوه‌یمه) خبر ورکړ، چې د بایډن اداره پدې اړه اندېښمنه ​​ده.

د راپور له مخې؛ سپینه ماڼۍ غواړي، چې دا اندېښنه د امریکا له منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته هم وړاندې کړي.

په راپور کې راغلي، چې د ایران د نیابتي ډلو پر وړاندې د اسرائیلو له پراخو بریدونو او د بشارالاسد د حکومت له نسکورېدو وروسته دې هېواد نه یوازې خپل سیمه‌ییز نفوذ له لاسه ورکړی، بلکې له پرله‌پسې ناکامیو سره هم مخ شوی دی.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار سیانان ته ویلي، چې پر ایراني تاسیساتو د اسرائیلو بریدونو د توغندیو د کارخونو په ګډون د دې هېواد هوايي دفاعي سیسټم او دودیز پوځي توان کم کړی دی.

سالیوان ټینګار کړی: دا د حیرانتیا خبره نده، چې په ایران کې د اټومي وسلو لرلو ته د لیوالتیا غږ اورېدل کیږي.

هغه يادونه کړې، چې ايران وايي: اټومي پروګرام يې سوله‌ييز دى؛ خو له بنديزونو سره – سره يې د يورانيمو غني کول پراخه کړي دي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا سلاکار ویلي؛ دا خطر شته، چې ایران به د اټومي وسلو د نه جوړولو په اړه خپله ژمنه ودروي.

هغه منلې، چې په دې اړه د امریکا له نوي حکومت سره خبرې کوي او په دې اړه یې له تل‌ابیب سره هم خبرې کړې دي.

نړیوالې تمې او سترګې د نوي کال د جنورۍ پر شلمه هغې ورځې ته اوړي، چې ټرمپ سپینې ماڼۍ ته ننوځي.

ویل کیږي، چې هغه د بایډن د حکومت پر پرتله د تهران پر وړاندې سخت دریځ لري.

تازه خبرونه

 په هرات کې د ټاپي نل‌لیکې ۱۴ کیلومټره کار بشپړ شو – عبدالله یوف

د هرات والي دفتر نن (پنجشنبه) په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې عبدالله یوف د ټاپي پروژې د پرمختګ په اړه یو لنډ راپور له والي اسلام جار سره شریک کړ.

Published

on

(Last Updated On: )

په افغانستان کې د ټاپي پروژې مشر بګنج عبدالله یوف د هرات له والي نور احمد اسلام جار سره وکتل او په دې ولایت کې یې د نل‌لیکې د غځولو د بهیر له چټکتیا خبر ورکړ.

د هرات والي دفتر نن (پنجشنبه) په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې عبدالله یوف د ټاپي پروژې د پرمختګ په اړه یو لنډ راپور له والي اسلام جار سره شریک کړ.

د یادې خبرپاڼې له مخې، د ټاپي پروژې مشر د اړینو آسانتیاوو په برابرولو کې د دې ادارې له همکارۍ ستاینه وکړه او اعلان یې وکړ، چې د ۱۴ کیلومټره پایپ ایښودلو کار بشپړ شوی او سربېره پردې د پروژې ۲۴ کیلومټره لار هم پخه شوې ده.

په دې غونډه کې د هرات والي هم د دې پروژې د کار د پرمختګ په برخه کې د ټاپي پروژې د چارواکو له هڅو هرکلی وکړ او په افغانستان کې یې د ټاپي پروژې مشر ته د کار د چټک پرمختګ لپاره د اړینو اسانتیاوو په برابرولو کې د سیمه‌ییزې ادارې له بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.

Continue Reading

تازه خبرونه

طارق علي بخیت د افغانستان په اړه له جاپاني چارواکو سره وکتل

د اسلامي همکاریو ټولنې په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې ناسته کې په ټولیزه توګه د افغانستان پر اوسني وضعیت راوڅرخېدل او د دې ټولنې او جاپان ترمنځ یې د بشري همکاریو د زیاتولو لارې چارې وارزول شوې.

Published

on

(Last Updated On: )

د افغانستان د چارو لپاره د اسلامي همکاریو ټولنې ځانګړي استازي طارق علي بخیت د افغانستان په اړه د جاپان د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال کامډا ماسایوکي پر مشرۍ له جاپاني پلاوي سره خبرې اترې کړې دي.

د اسلامي همکاریو ټولنې په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې ناسته کې په ټولیزه توګه د افغانستان پر اوسني وضعیت راوڅرخېدل او د دې ټولنې او جاپان ترمنځ یې د بشري همکاریو د زیاتولو لارې چارې وارزول شوې.

د دې خبرپاڼې له مخې؛ دواړو خواوو د افغانانو د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د پرله‌پسې همکارۍ پر اړتیا ټینګار وکړ.

په دې رسنیزې خبرپانه کې راغلي، چې په جده کې د جاپان جنرال قونسل او د هغه مرستیال هم په پلاوي کې برخه لرله.

دا په داسې حال کې ده، چې دا ناسته د سعودي عربستان په جده ښار کې د افغانستان د چارو لپاره د اسلامي همکاریو ټولنې د ځانګړي استازي په دفتر کې شوې ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

افغان بېسیم د ننګرهار په کوزکوڼر ولسوالۍ کې یو نوی سایټ فعال کړ

د افغان بېسیم چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د دې سایټ پر جوړولو زرګونو کورنیو مخابراتي او انټرنیټي خدماتو ته لاسرسی موندلی دی.

Published

on

(Last Updated On: )

د افغان بېسیم مخابراتي شرکت چارواکو ويلي، چې د ننګرهار ولایت په کوزکوڼر ولسوالۍ کې یې یو نوی سایټ فعال کړی دی.

د افغان بېسیم چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د دې سایټ پر جوړولو زرګونو کورنیو مخابراتي او انټرنیټي خدماتو ته لاسرسی موندلی دی.

دوی زیاته کړې، چې افغان بېسیم به ډېر ژر په دې سیمو کې د ۴‌جي 4G انټرنیټي خدمتونه هم فعال کړي.

دغه راز د ننګرهار مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست چارواکو ويلي، چې د دې ولایت لرې پرتو سیمو ته د مخابراتي خدمتونو د غځولو لپاره هڅې روانې دي.

له بلې خوا په ننګرهار کې د اټرا ادارې مشر رحیم الله شینواري ویلي، چې د افغان بېسیم د نوي سایټ له فعالیدو سره به ۲۵ زره کورنیو ته مخابراتي او انټرنیټي خدمتونه وړاندې شي.

د کوزکوڼر ولسوالۍ اوسېدونکو د مخابراتي او انټرنیټي خدمتونو ته د لاسرسي له کبله خپله خوښي څرګنده کړې او په ننګرهار کې یې د مخابراتي خدمتونو د نورې پراختیا غوښتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کلونو کې د افغان بېسیم مخابراتي شبکې خپل مخابراتي او انټرنیټي خدمتونه د هېواد ډېرو لرې پرتو سیمو ته غځولي دي.

 

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!