لوبی

کریسټیانو رونالډود عربستان له النصر کلپ سره د یوځای کیدو خبرونه رد کړل

Published

on

(Last Updated On: )

کریسټیانو رونالدو په النصر کلپ کې د ورګډېدو لپاره د سعودي عربستان د النصر له وړاندیز سره د خپلې هوکړې په اړه خپاره شوي خبرونه رد کړل.

د عربي رسنیو د څرګندونو له مخې، د پرتګال او سویس تر منځ د لوړې نمرې لوبې په څنډه کې رونالدو د النصر کلپد وړاندیز د منلو پهاړه د خبریالانو د پوښتنې په ځواب کې وویل: نه! زه النصر ته نه یم تللی. زه اوس په نړیوال جام راڅرخم.

له دې مخکې د اسپانيا خپرونې مارکا اعلان کړی و، چې د سعودي عربستان له النصر کلپ سره د کریسټیانو رونالدو تړون وروستی شوی دی.

د دې خپرونې د راپور له مخې، چې مخکې یې رونالدو ته د النصر له وړاندیز څخه هم خبر ورکړی و؛ دغه هوکړه په دوحه کې د رونالدو د حضور په څنډه کې د قطر د نړیوال جام په مناسبت نهايي شوه.

دغه راپور زیاته کړې، چې رونالدو به د جنورۍ له لومړۍ نېټې د سعودي عربستان په النصر کلپ کې لوبه وکړي او دوه نیم فصلونه به له دغه کلپ سره وي.

د دغه راپور له مخې، د کلني قرارداد اندازه به ۲۰۰ میلیون یورو وي؛ نو هغه به له سعودي عربستان څخه ټولټال ۵۰۰ میلیون دالره ترلاسه کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې له مانچستر یونایتید سره د رونالدو تړون لغو شوی دی.

Trending

Exit mobile version