Connect with us

تازه خبرونه

کرونا هوالیږده هم کیدی شي – د روغتیا نړیواله ټولنه

خپور شوی

د

د روغتیا نړیوالې ټولنې په ډاګه کړې، چې کرونا ویروس لکه څنګه، چې مخکې فکر کیده؛ کیدی شي د هوا له لارې په آسانه خپور، تر ډېر وخته پاتې  او له اوږده واټن څخه د کوچنیو ذرو او تنفسي څاڅکو له لارې ولیږدول شي.

دا څرګندونې په داسې حال کې را پورته کیږي، چې سلګونه پوهانو تېره اوونۍ په یوه لیک له دې ټولنې څخه په دې اړه د څېړنو غوښتنه کړې وه.

که دا رښتیا وي؛ نو دا کار به له دې ویروس سره د حکومتونو د مبارزې بڼه هم بدله کړي. ان هغه قانون به هم مات شي، چې ټولنیز واټن ته یې یو یا دوه متره واتن تصویب کړی و.

د روغتیا نړیوالې ټولنې له کورونا ویروس سره د مبارزې د تخنیکي برخې مشرې بنیدیتا آلګرانزي، پرون په یوه خبري کنفرانس کې وویل: مونږ منو، چې د کوویډ - 19 ویروس او وبا د لیږد په اړه اغېزمن ثبوتونه شته او له همدې کبله مونږ باور لرو، چې د دغو شواهدو او د لیږد د میتودونو له مخې لازمه او د پاملرنې وړ مبارزه کولی شو.

د روغتیا نړیوالې ټولنې ویلي، چې تر لاسه شوي شواهد بشپړ او پوره ندي او تمه ده، چې په راتلونکیو څو ورځو کې به خپله وروستۍ موندنه په داګه وکړو.

په سپینه ماڼۍ کې له کرونا سره د مبارزې مسوول داکتر آنتوني فوسي څرګنده کړې، چې د کوویډ - ۱۹ د هوایي ذرو د اغېزې په اړه وروستي شواهد تر لاسه شوی ندي. په هر حال مونږ تنفسي سندروم ته ورته، چې یو ویروس ډېرې بېلګې لرو، چې د تنفسي کوچینو ذرو د خوشې کولو یوه رڼه بېلګه ده. که څه هم مونږ مونږ فکر نه کوو، چې دا د خوریدو لپاره یوه مهمه مسله ده؛ خو دا هغه څه دي، چې مونږ پرې پوره سترګې نشو پټولی.

فوسي زیاته کړې، چې په هوا کې د ویروس د ذرو شتوالي ته په کتو د ځان او نورو د خوندي کولو لپاره باید ماسکونه وکاروو.

دا په داسې حال کې ده، چې په ځینو هېوادونو کې قرنطین او ټولنیز واټن ته پوره پامارنه شوې؛ خو بیا هم په یو شمېر برخو کې د کرونا ویروس د خوریدو له وېرې بیا ځلي قرنطین ته ورګرزیدلي دي. سرچینه: رویترز

تازه خبرونه

د حکومت او رسنیو ترمنځ باید واټن نه‌وي –  ستانکزی

شېرمحمد عباس ستانکزي په کابل کې د اسلامي نظام په ټینګښت کې د رسنیو رول تر سرلیک لاندې په یوه سیمینار کې زیاته کړې؛ رسنۍ د نړۍ په تبلیغاتي جګړه کې بنسټیز رول لوبوي او پر اسلامي امارت لازمه ده، چې پرې له فشارونو ډډه وکړي او پرېږدي، چې رسنۍ د هېواد په پرمختګ او هوساینه کې خپل رول په آزاده توګه ولوبوي.

Published

on

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي ويلي، له رسنیو باید داسې ملاتړ وشي، چې د حکومت او دوی ترمنځ واټن رامنځته نشي.

شېرمحمد عباس ستانکزي په کابل کې د اسلامي نظام په ټینګښت کې د رسنیو رول تر سرلیک لاندې په یوه سیمینار کې زیاته کړې؛ رسنۍ د نړۍ په تبلیغاتي جګړه کې بنسټیز رول لوبوي او پر اسلامي امارت لازمه ده، چې پرې له فشارونو ډډه وکړي او پرېږدي، چې رسنۍ د هېواد په پرمختګ او هوساینه کې خپل رول په آزاده توګه ولوبوي.

نوموړي په دې اړه ویلي: " د دوی (رسنیو) ستونزې باید واورېدل شي، د دوی غږ باید واورېدل شي، د دوی لپاره باید داسې چاپېریال برابر شي، چې په ازاده توګه خپل کارونه ترسره کړي."

ستانکزي زیاته کړې، د هېواد د رسنیو په اړه باید داسې نظر وي، چې دواړه لوري یو بل ته د اجنبی په سترګه ونه‌ګوري او اسلامي امارت پر رسنیو له فشار راوړلو ډډه وکړي او رسنیو ته اجازه ورکړي، چې په خلاص لاس کار وکړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولينو هم په دې سيمينار کې ويلي، چې له ازادو رسنيو سره يې د ټکر لار نده غوره کړې او دغه وزارت له دوى سره هر راز همکارۍ ته ژمن دى.

د سیمینار برخه‌والو له رسنیو هم وغوښتل، چې نړۍ ته د افغانستان د مثبت انځور په ځلولو او انعکاس کې له هیڅ راز هڅې ډډه ونکړي.

دا سیمینار په داسې حال کې جوړیږي، چې رسنۍ د ملي ګټو او اسلامي ارزښتونو په چوکاټ کې د بیان ازادۍ او مثبتو فعالیتونو انعکاس ته ژمنې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له ازبکستان سره د ۲۰۲۵ ز.کال لپاره د برښنا د پېرودلو تړون لاسلیک شو

دغه تړون تاشکند ته د دغه شرکت د عمومی رییس عبدالباری عمر پر مشرۍ د اسلامی امارت د پلاوي له سفر او د دغه هېواد له چارواکو سره له خبرو اترو وروسته لاسلیک شو.

Published

on

د افغانستان برښنا شرکت څرګنده کړې، چې له ازبکستان سره د ۲۰۲۵ ز. کال لپاره د برښنا د پېرودلو تړون لاسلیک شوی دی.

دغه تړون تاشکند ته د دغه شرکت د عمومی رییس عبدالباری عمر پر مشرۍ د اسلامی امارت د پلاوي له سفر او د دغه هېواد له چارواکو سره له خبرو اترو وروسته لاسلیک شو.

د افغانستان برښنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي ویلي: " د افغانستان برښنا شرکت عمومي رییس د یوه پلاوي پر مشرۍ ازبکستان ته تللی و او په ازبکستان کې یې د برښنا له مسوولانو سره په کتنه کې د ۲۰۲۵ ز.کال لپاره د برښنا د پېرودلو تړون لاسلیک کړ."

یو شمېر پانګوال له اسلامي امارت څخه غواړي؛ د ۵۰۰ کیلو ولټ برښنا په اړه دې له ازبکستان سره خبرې وکړي او دغه پروژه ژر تر ژره بشپړه کړي، چې په هېواد کې د برښنا د کمښت ستونزې یوه برخه اواره شي.

د افغانستان برښنا شرکت ویلي، چې افغان پلاوي له ازبکستاني چارواکو سره د ۵۰۰ کیلو ولټ برښنا د لېږد پروژې په اړه، چې د سرخان- پلخمري- دشت الوان څخه د کابل تر ارغندي او د ننګرهار شیخ مصري ته، چې د ۸۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ میګاواټه برښنا د لېږد ظرفیت لري په اړه هم خبرې کړې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

څار: د مهاجرو نولواله ورځ

Published

on

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!