نړۍ

کرملین له ټرمپ سره د پوتین له دوه څخه د ډېرو ټیلیفوني اړیکو شونتیا رد نکړه

پسکوف د کرملین خبریال د هغې پوښتنې په ځواب کې، چې ټرمپ او پوتین له دوه ځلې رسمي ټیلیفوني خبرو څخه ډېرې کړي؛ مسکی شو او وویل: “واورئ! مونږ به تاسې ته د هغو خبرو اترو په اړه خبر درکړو، چې مونږ یې په اړه خبر یوو. خو مونږ نشو کولی بل هر احتمال رد کړو.”

Published

on

(Last Updated On: )

د کرملین ویاند دمتري پیسکوف د یکشنبې پر ورځ په مسکو کې د یوه خبري کنفرانس پرمهال د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین او د هغه د امریکایي سیال ډونالډ ټرمپ ترمنځ له دوه څخه د ډېرو اعلان شویو ټیلیفوني اړیکو امکان رد نکړ.

پسکوف د کرملین خبریال د هغې پوښتنې په ځواب کې، چې ټرمپ او پوتین له دوه ځلې رسمي ټیلیفوني خبرو څخه ډېرې کړي؛ مسکی شو او وویل: “واورئ! مونږ به تاسې ته د هغو خبرو اترو په اړه خبر درکړو، چې مونږ یې په اړه خبر یوو. خو مونږ نشو کولی بل هر احتمال رد کړو.”

سږ کال د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ترمنځ دوه اعلان شوې ټیلیفوني اړیکې ټینګې شوې دي. د دواړو مشرانو ترمنځ لومړۍ ټیلیفوني اړیکه د فبرورۍ پر دولسمه او دوه‌یمه یې د مارچ پر اته‌لسمه اعلان شوې ده.

که څه هم د دې دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ د ګڼو اړیکو په اړه ګنګوسې شته او د امریکا د ټاکنو په درشل کې د ټرمپ او پوتین ترمنځ د اړیکو په اړه هم راپورونه خپاره شوي دي.

دغه راز د ټرمپ او پوتین ترمنځ ټیلیفوني خبرو اترو او په اوکراین کې د امریکا د ولسمشر د اوربند پلان اروپايي مشران اندېښمن کړي دي. دا مشران وېره لري، چې امریکا به له روسیې سره د سولې د یوې لویې معاملې تر څنګ، چې د تېلو بیې، منځني ختیځ او چین سره سیالي په کې ده؛ اروپا ته شا واړوي.

ډونالډ ټرمپ ویلي، چې غواړي په اوکراین کې د اوربند له وړاندیز او په غزه کې د جګړې له پای ته رسولو وروسته د سولې د جوړوونکي په توګه یاد شي. هغه پر ځلونو ویلي، چې غواړي په اوکراین کې درې کلنه شخړه پای ته ورسیږي او د امریکا او روسیې ترمنځ یې پر نړیواله جګړه د بدلیدو په اړه له خطرونو خبرداری ورکړی دی.

دغه راز د واشنګټن پوسټ خبریال باب ووډوارډ په خپل کتاب “جنګ” کې لیکلي، چې ډونالډ ټرمپ په ۲۰۲۱ کال کې د خپلې ولسمشرۍ له پای ته رسېدو راپدېخوا لږ تر لږه اووه ځله له ولادیمیر پوتین سره مستقیمې خبرې اترې کړې دي.

ډونالډ ټرمپ تېر کال له بلومبرګ سره په یوه مرکه کې وپوښتل شو، چې آیا د ووډوارډ ادعا رښتیا ده؟

هغه وويل: “که می دا کار کړی وي؛ دا د هوښیارۍ کار دی.” خو کرملین ماڼۍ د خبریال ادعا رد کړې ده.

Trending

Exit mobile version