تازه خبرونه
کانتیجین – هغه فلم، چې کروناویروس ته د ورته ناروغۍ وړاندویېنه یې کړې
(Last Updated On: )
د کرونا ویروس وېرې د فلمونو مینوال هڅولي، چې قرنطین او د وبا اړوند ناروغيو په اړه فلمونه بیاځلي وګوري.
یو له دغو څخه “کانتیجین” نومی امریکایي فلم دی. دا فلم په کال ۲۰۱۱ کې جوړ او لیدونکیو ته وړاندې شوې، چې د اوسني کووید-۱۹ ناروغۍ ته د ورته پېښو او د وبا په شان ناروغیو پر سر طرح شوی دی. دغه فلم اوس په ټولنیزو رسنیو او لوبیزو ټولنو کې لومړی ځای لري.
دا بېلګه ښیي، چې څنګه خلک ډېری وخت واقعیت ته د لاسرسۍ لپاره له افسانو څخه د وسیلې په توګه کار اخلي.