تازه خبرونه
کابل د پاکستان په تاوریخجنو پېښو کې لاس نلري – افغان چارسمبال
سردار احمد شکېب په اسلامآباد کې د سيمهييزو څېړنو مرکز په يوه سيمينار کې ويلي: مونږ په پاکستان کې بې ثباتي نهغواړو. شاید ځینې خلک له پولې تېر شي؛ خو د افغانستان چارسمبالی حکومت په پاکستان کې د تاوتریخوالي په پېښو کې هیڅ راز لاس نلري.
په اسلامآباد کې د افغانستان سفارت چارسمبال استازي ویلي، چې افغان سمبالی حکومت په سيمه كې امن٬ سلامتيا او ثبات غواړي او د پاکستان په تاوتریخجنو پېښو کې لاس نلري.
سردار احمد شکېب په اسلامآباد کې د سيمهييزو څېړنو مرکز په يوه سيمينار کې ويلي: مونږ په پاکستان کې بې ثباتي نهغواړو. شاید ځینې خلک له پولې تېر شي؛ خو د افغانستان چارسمبالی حکومت په پاکستان کې د تاوتریخوالي په پېښو کې هیڅ راز لاس نلري.
هغه په دې اړه، چې په افغانستان کې د پاکستانيو طالبانو شتون کومه نوې خبره نده؛ څرګنده کړې: اسلامي امارت هڅه کوي، چې د خبرو له لارې دې ستونزې ته د حل لار ومومي.
نوموړي زیاته کړې پاكستان او افغانستان دواړه د امنيتي ناخوالو سره مخ دي او په سيمه كې امن٬ سلامتيا او ثبات زمونږ هيله ده۔
شکیب د افغانستان په اړه د پاکستان د حکومت د امنیتي اندېښنو په اړه په ډاګه کړه: کابل هڅه کوي اسلامآباد قانع کړي، چې "ځینې غیر دولتي عناصر په پاکستان کې دننه د نفوذ په لټه کې دي".
شکیب ټینګار وکړ، چې د افغانستان پالیسي روښانه ده او د غیر دولتي عناصرو ملاتړ نهکوي.
سردار احمد شکیب د چین – پاکستان اقتصادي دهلیز (CPEC) په اړه ویلي، چې دې پروژې د سیمې لپاره ډېر فرصتونه رامنځته کړي، چې افغانستان ته هم ګټه رسولی شي.
ده همداراز څرګنده کړې، چې د یوه کمربند او یوې لارې په پروژه کې د افغانستان ګډون نه یوازې د هېواد په بېخبناوو کې پانګونه زیاتوي، بلکې د سیمې هېوادونه هم له یو بل سره نږدې کوي.
شکیب ویلي: مونږ باور لرو، چې د افغانستان، پاکستان او چین درې اړخیزې همکارۍ کولی شي د سیمهییزو همکاریو نوی پېر پیل کړي.
هغه پاکستان د افغانستان یو له مخکښو سوداګریزو شریکانو څخه یاد کړ او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې د زیاتولو ژمنه یې وکړه.
شکیب د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګريزو او اقتصادي اړيکو په برخه کې وروستۍ ننګونې تائيد کړې او وایي، چې افغانستان د اقتصادي اړيکو د بېرته رغولو هڅې کوي.
د اسلامي امارت دغه ډیپلومات پر امنیتي مسایلو سربیره د لویدیځ بندیزونه، د لارو بندیدل، د ګمرکي تاسیساتو محدودیت، د تعرفو ناڅاپي او یو اړخیز زیاتوالی او د بار وړونکیو موټرو پرلهپسې پلټنه د سوداګرۍ پر وړاندې لوی خنډونه ونومول.
هغه دغه راز د دواړو حکومتونو ترمنځ د سوداګريزو بېخبناوو په برخه کې د پانګونې، د ګمرکي کړنلارو په ساده کولو، د سوداګريزو تاسيساتو د پياوړتيا، د ټرانسپورټي اړيکو د پراختيا، د متقابل باور په رامنځته کولو او د اوږدمهاله سوداګريزو ګټو د ترلاسه کولو لپاره د ډيپلوماټيکو خبرو اترو پر پياوړتيا ټينګار وکړ.
د سیمې د هېوادونو ترمنځ پر باثباته ډیپلوماټیک تعامل او د سولې او امنیت لپاره پر ګډو هڅو ټینګار او د سیمهییزو اقتصادي همکاریو لپاره د باثباته بېخبناوو رامنځته کول یوه بله د ټینګار وړ موضوع وه.
دغه راز د سیمهییزو مطالعاتو د انسټیټیوټ استازي جوهر سلیم د سیمهییزې سوداګرۍ او اقتصادي هوساینې لپاره په افغانستان کې د سولې او ثبات پر اړتیا ټینګار وکړ.
جوهر سلیم ویلي، چې په افغانستان کې هر ډول ناامني او د ترهګرۍ د رامنځته کېدو د مخنیوي نشتوالی به د سیمې د اقتصادي همکاریو او د ټولې سیمې د سوکالۍ مخه ونیسي.
د اسلامي امارت د چارواکو یادې څرګندونې په داسې حال کې راپورته کيږي، چې اسلامآباد په ځلونو د افغانستان چارسمبالی حکومت د تحريک طالبان پاکستان پر ملاتړ تورن کړى او پاکستانيو چارواکو ادعا کړې، چې وسلوال بريدونه له افغانستان څخه پلانیږي؛ خو اسلامي امارت دا ادعاوې رد کړي، چې دوی د پاکستان د ناامنیو مسوول ندي.
د یادونې ده، چې په پاکستان کې د افغانستان له لوري د ګواښونو موضوع د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترینګلتیا د زیاتېدو لامل شوې ده.
تازه خبرونه
چارواکي او عام هېوادوال دې له اجازې پرته د وسلو له ساتنې او لېږد – رالېږد دده وکړي
کورنیو چارو وزارت په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې لیکلي؛ د ټولو سپکو او درندو وسلو د ګرځولو لپاره پخواني جوازونه، استعلامونه، مکتوبونه او خطونه لغو اعلان شوي او د باور وړ ندي.
د اسلامي امارت د رهبر د ۵ سوه نولسمې ګڼې حکم له مخې؛ د چارسمبالي حکومت ټول مسوولان، مجاهدین، منسوبین او عام هېوادوال اړ دي، چې د کورنیو چارو وزارت له اجازې پرته د سپکو او درندو وسلو او مهماتو له ساتنې او لېږد - رالېږد څخه ډډه وکړي.
کورنیو چارو وزارت په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې لیکلي؛ د ټولو سپکو او درندو وسلو د ګرځولو لپاره پخواني جوازونه، استعلامونه، مکتوبونه او خطونه لغو اعلان شوي او د باور وړ ندي.
کورنیو چارو وزارت وایي؛ نوي جوازونه د جرمونو د کشف او پر وړاندې یې د مبارزې ریاست د ډایاک مدیریت لخوا وېشل کیږي.
یاد وزارت ویلي؛ د اسلامي امارت د رهبر د ۱۲۵۹ ګڼې حکم له مخې: د موټرو د تورو ښېښو او پردو لپاره هم جوازونه د همدې مدیریت لخوا ویشل کیږي او له جواز پرته حکومتي او ملکي وګړي د تورو ښېښو او پردو لرونکیو موټرو د ګرځولو اجازه نلري.
ویل کیږي، چې ټولو ملکي ادارو، ملي سوداګرو، صرافانو او عامو هېوادوالو د وسایطو پر ښېښو د تورو پردو د لګولو لپاره دې قانوني جوازونه د کورنیو چارو وزارت له ډایاک مدیریت څخه ترلاسه کړي.
د یادونې ده، چې د ملي دفاع وزارت او د استخباراتو لوی ریاست برحاله منسوبین، چې د اسلامي امارت د پورته یاد شویو ګڼو حکمونو له مخې پر شرایطو برابر وي؛ د خپلو ادارو له لورې ورته جوازونه چاپ او وېشل کيږي.
تازه خبرونه
آریانا او آریانا نیوز د آسیا – اقیانوسیې راډیو ټلویزیونوني اتحادیې معتبرې کلنۍ جایزې خپلې کړې
لطفالله ستانکزی، معاون و رئیس بخش تجارتی تلویزیون آریانا و آریانانیوز گفت: «دو جایزه معتبر به دست آوردیم، یکی در بخش تنوع در محیط کاری و دوم در بخش پوشش خبرها مربوط مهاجرین میباشد.»
آریانا او آریانا نیوز ټلویزیوني شبکو د آسیا - اقیانوسیې خپرندویې اتحادیې (ABU) دوه له ویاړه ډکې کلنۍ جایزې ( په کاري چاپېریال کې تنوع او هېواد ته د جبري مهاجرو د راستنېدو پراخ پوښښ ) ترلاسه کړې دي.
د آریانا راډیو ټلویزیون او آریانانیوز چارواکو د سې شنبه پر ورځ( د لړم اتمه) د دې جایزې د ترلاسه کولو پر ویاړ په یو لړ مراسمو کې ویلي، چې دوی له پاکستان څخه د افغان مهاجرینو د جبري شړلو او د دې ټلویزیوني شبکې کارمندانو ته د خوندي چاپېریال برابرولو له کبله د دې اتحادیې کلنۍ جایزې ترلاسه کړې دي.
د آریانا ټلویزیون او آریانا نیوز د سوداګریزې څانګې مرستیال او مشر لطف الله ستانکزي ویلي: مونږ دوه معتبرې جایزې خپلې کړې؛ یوه یې د کاري چاپېریال د تنوع او دوهیمه یې د مهاجرینو اړوند خبري پوښښ په برخه کې دي. مونږ د آریانا راډیو ټلویزیون له همکارانو ډېر خوښ یوو او دا زمونږ د کار او کاري چاپېریال رښتینې ځلونه کوي. مونږ هیله من یوو، چې همکاران به په خپلو اړوند برخو او څانګو کې نور ډاډمن ګامونه هم واخلي.
د آریانانیوز خبریال مجیب الرحمن بهیر په دې مراسمو کې ویلي: مونږ دا جایزه حکومت ته د خلکو د دردونو د رسولو له لارې تر لاسه کړې ده. زما هغه سختې ورځې، چې کډوال مو له پاکستان څخه راغلل په یاد دي هغو سختې ورځې تېرې کړې؛ بل ځای نهوو، پاکستان په ډېر سخت حالت کې پرېکړه کړې وه او حکومت اړ و، چې لاسنیوی یې وکړي. رسنیو په ځانګړي توګه مونږ هڅه وکړه، چې هلته لاړ شوو او له هغه ځایه خپلې د دوه څانګو خپرونې پر ژوندۍ بڼه وړاندې او د کډوالو وضعیت له چارواکو سره د خبرو او مرکو له لارې وړاندې کړو.
دغه راز د آریانا او آریانانیوز ټلویزیونونو یو شمېر کارکوونکيو ويلي، چې د رسنیو کار ته ژمن دي او غواړي پخپل زیار، کار او هڅو د خلکو ستونزې وځلوي او تر حکومته یې ورسوي.
د آریانانیوز خبریال اسلم حجاب وايي: دا جایزه د معیاري فعالیتونو له کبله ترلاسه شوه. آریانانیوز په هېواد کې د مهاجرینو د راستنېدو، طبیعي پېښو او نورو ستونزو د اواري په برخه کې خپل مسوولیت ادا کړی او دغه بهیر یې روان ساتلی دی. د آریانانیوز ټیم یو ژمن ټیم دی او غواړي د خپلو خلکو تر څنګ هڅې وکړي.
د آریانا خبریال حبیب ناظم هم ویلي: د خوښۍ ځای دی، چې آریانا او آریانا نیوز وکولی شول، چې دا ستره جایزه او لاسته راوړنه د څو نورو هېوادونو تر منځ خپله کړي.
د آسیا – اقیانوسیې اتحادیه ABU په ۱۹۶۴ ز. کال کې جوړه شوې. دا ټولنه په ۵۲ هېوادونو کې ۱۷۰ غړي لري او د نړۍ لویه او د مسلکي رسنیو اتحادیه ګڼل کیږي. د دې اتحادیې د جوړولو موخې د پروګرامونو په تخنیکي، تعلیمي، سپورټي، حقوقي برخو کې همکاري، همغږي، ګډ فعالیتونه، مشوره او د بشري سرچینو په برخه کې د غړیو تر منځ د راډیو او ټلویزیوني سټیشنونو پیاوړتیا او پراختیا لپاره کار کول دي.
تازه خبرونه
روسیې په افغانستان کې سولې ته پر ژمنتیا خپل ټینګار څرګند کړ
د پاکستانيو رسنیو د راپورونو له مخې؛ ماتوینکو تېره ورځ د پاکستان په مشرانو جرګه کې د وینا پر مهال ویلي، چې مسکو او اسلامآباد باید د امنیتي مسایلو په اړه خپله همغږي خوندي کړي.
د دوشنبې پر ورځ ( د لړم اوومه ) د روسیې د مشرانو جرګې مشرې ولنتینا ماتوینکو پاکستان ته په خپل سفر کې ویلي، چې مسکو او اسلامآباد سیمهییز ثبات ته ګډه ژمنتیا پالي.
د پاکستانيو رسنیو د راپورونو له مخې؛ ماتوینکو تېره ورځ د پاکستان په مشرانو جرګه کې د وینا پر مهال ویلي، چې مسکو او اسلامآباد باید د امنیتي مسایلو په اړه خپله همغږي خوندي کړي.
هغې ډاګیزه کړه: زه ډاډه یم، چې مونږ به د امنیتي مسایلو او نړیوال ثبات، په فضا کې د وسلو د ځای پر ځای کولو د مخنیوي، د بیولوژیکي، کیمیاوي او زهرجنو وسلو د بندیز، د غیرقانوني بندیزونو میکانیزمونو د نهمنلو او د بشردوستانه خبرو اترو نه سیاسي کولو په اړه خپله همغږي خوندي ساتو.
روسیې او پاکستان تل په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون په اړه اندېښنه ښودلې؛ خو اسلامي امارت دا اندېښنې رد کړي او څرګندوي، چې په افغانستان کې هېڅ ترهګره ډله شتون نلري او نه هم د افغانستان له خاورې کوم هېواد ته ګواښ پېښ شوی دی.
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
د سپوږمکۍ انځورونه د ایران د توغندیو پر ودانیو د اسرائیلو برید ښیي
-
تازه خبرونه2 days ago
د ښځو لپاره د څو لسیزو پرمختګونه د ورکېدو په حال کې دي – ګوټرش
-
نړۍ3 days ago
اسرائیل باید د ایران له ځواکه خبر شي – خامنهیي
-
تازه خبرونه2 days ago
د پاکستان جماعت اسلامي امير د اسلامآباد او کابل د خبرو غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه2 days ago
د آمو سیند د اوبو په کارولو کې افغانستان حق لري – د ازبکستان ځانګړی استازی
-
تازه خبرونه4 days ago
لس ایراني پوله ساتي د ایران په سیستان بلوچستان ولایت کې ووژل شول
-
تازه خبرونه2 days ago
د افغانستان انارو پر لومړځل قزاقستان ته صادر شول
-
لوبی3 days ago
افغانستان د آسیایي ملتونو جام په روزنیز پړاو کې بنګله دېش ته ۳-۲ ماتې ورکړه