سوداگري
کابل ته یو شمېر ازبکستانيو پانګوالو سفرکړی
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال په بېلابېلو سکټورونو کې د پانګونې لپاره د ازبک پانګوالو له لېوالتیا څخه مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ، چې وزارتونه به په خپلو اړوند برخو کې له دوی سره همکاري وکړي.
د ازبکستانيو پانګوالو یوه ډله کابل ته راغلې او د ریاست الوزرا له اداري او اقتصادي مرستیالانو سره یې وکتل.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي ویلي، اسلامي امارت غواړي له ټولو هېوادونو او په ځانګړي توګه د سیمې له هېوادونو سره سوداګریزې اړیکې پراخې کړي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال ویلي، اسلامي امارت د سیمې له هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو پراختیا غواړي او د کورنیو او بهرنیو پانګوالو لپاره یې لازمې اسانتیاوې برابرې کړې دي.
دغه راز ازبکستانيو پانګوالو د ریاست الوزرا له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره په لیدنه کي ویلي، چې دوی د ډبرو سکرو پر استخراج او پروسس، له ډبرو سکرو څخه د برښنا تولید، د تېلو د چاڼ د معیاري فابریکې جوړولو، د سمنټو فابریکې جوړولو، د مالګې استخراج او د نساجۍ معیاري فابریکې جوړولو پانګونې ته لېوالتیا لري.
ازبک پانګوالو ویلي؛ افغانستان اوس د پانګونې لپاره یو مناسب هېواد ګرځېدلی او دوی چمتو دي، چې پانګونه وکړي او خپلې تجربې له افغانانو سره شریکې کړي.
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال په بېلابېلو سکټورونو کې د پانګونې لپاره د ازبک پانګوالو له لېوالتیا څخه مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ، چې وزارتونه به په خپلو اړوند برخو کې له دوی سره همکاري وکړي.
اړوند خبرونه:
روسي پانګوال کولی شي په افغانستان کې پانګونې وکړي – ملا برادر
په ازبکستان کې د افغانستان د تولیداتو درې ورځنی نندارتون جوړېږي