Connect with us

تازه خبرونه

کابل ته د ازبکستان د عالمانو پلاوی را ورسېد

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د عالمانو دغه پلاوی به د افغانستان اسلامي امارت له لوړ پوړیو چارواکو، مسوولانو او منسوبینو سره په بېلابېلو ناستو کې د دوه اړخېزو اړیکو او همکاریو پر پیاوړتیا خبرې وکړي.

خپور شوی

د

نن چارشنبه( د لړم دوه‌يمه ) کایل ته د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو د وزیر نورمحمد ثاقب پر رسمي بلنه د ازبکستان د مسلمانانو ټولنې د مشر نورالدین خالق نظر پر مشرۍ یو پلاوی را رسېدلی دی.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د عالمانو دغه پلاوی به د افغانستان اسلامي امارت له لوړ پوړیو چارواکو، مسوولانو او منسوبینو سره په بېلابېلو ناستو کې د دوه اړخېزو اړیکو او همکاریو پر پیاوړتیا خبرې وکړي.

دغه راز زیاته شوې، جې پر دیني او ښوونیزو موضوعاتو به د دواړو هېوادونو (افغانستان او ازبکستان) د عالمانو ترمنځ د اړیکو پراختیا او پرمختګ، د جوماتونو او مدرسو په چارو کې به یو له بل سره همکاري او تجربې شریکې کړي.

ویل کیږي، چې دا پلاوی به د افغانستان له تاریخي، مقدسو او مشهورو ځایونو څخه هم لیدنه وکړي.

تازه خبرونه

د افغانستان انارو پر لومړځل قزاقستان ته صادر شول

د دې وزارت د نننۍ (دوشنبه د تلې اوومه) خبرپاڼې له مخې؛ دا لومړی ځل دی، چې له کندهار ولایت څخه انار قزاقستان ته صادرېږي.

Published

on

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ويلي، له کندهار ولایت څخه ۲۳ ټنه انار د تورغنډۍ بندر له لارې د قزاقستان الماتا ښار ته صادر شول.

د دې وزارت د نننۍ (دوشنبه د تلې اوومه) خبرپاڼې له مخې؛ دا لومړی ځل دی، چې له کندهار ولایت څخه انار قزاقستان ته صادرېږي.

د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت زیاته کړې؛ دغه وزارت ژمن دی، چې نورو هېوادونو ته هم د افغانستان تولیداتو او محصولاتو ته د صادراتو زمینه برابره کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په تېره یوه میاشت کې پر اوسپنې پټلۍ نږدې ۳۴۸ زره مټریک ټنه توکي انتقالات شوی

د ټولګټو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د حیرتان بندر له لارې ۲۴۵ زره ۴۸۰ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۴۹ زره ۱۲۱ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۵۲ زره ۱۸۱ ټنه او د خواف-هرات له لارې ۷۸۰ ټنه نفتي، غیر نفتي او نور توکي هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

Published

on

د افغانستان ټولګټو چارو وزارت ویلي؛ د ۱۴۰۳ لمریز لږدیز کال د تلې له پيل څخه تر پايه د اوسپنې پټلۍ له لارې ۳۴۷ زره ۵۶۳ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د ټولګټو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د حیرتان بندر له لارې ۲۴۵ زره ۴۸۰ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۴۹ زره ۱۲۱ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۵۲ زره ۱۸۱ ټنه او د خواف-هرات له لارې ۷۸۰ ټنه نفتي، غیر نفتي او نور توکي هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

د ټولګټو چارو وزارت ویلي؛ په میزان مياشت کې ۷ زره ۱۲۳ ټنه صادرات او ټرانزيټ شوي، چې لویه برخه یې وچه میوه او معدني ډبرې دي. هر څومره، چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي؛ په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابر او نه یوازې ورسره ملي عواید زياتيږي، بلکې په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هم اواریږي.

دې وزارت له سوداګرو غوښتي؛ که غواړئ خپل سوداګريز توکي خوندي، ارزانه او چټک ولېږدوئ؛ نو د اوسپنې‌پټلۍ له لارې انتقال پیل کړئ او په مرکز کابل او ولايتونو کې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ د مرستیالۍ له اړوند مسوولينو سره اړيکه ونیسئ.

ویل کیږي، چې سوداګرو ته د مالونو د انتقال لپاره مناسب شرایط پوره اسانتياوې رامنځته شوې دي.

 

Continue Reading

تازه خبرونه

په تېر یو کال کې مو یو میلیارډ ډالر مرسته ترلاسه کړې – د افغانستان د بشري مرستو صندوق

دغه صندوق د یکشنبې پر ورځ (د لړم شپږمه) د دې صندوق د جوړېدو د لسمې کالیزې په مناسبت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې په تېرو لس کلونو کې افغانستان له پرله‌پسې بشري اغېزو سره د یو لړ پرله‌پسې پرمختګونو او ننګونو شاهد دی.

Published

on

د افغانستان د بشري مرستو صندوق ويلي، چې په تېر کال کې مرسته کوونکیو هېوادونو له دې صندوق سره یو میلیارډ ډالر مرسته کړې ده.

دغه صندوق د یکشنبې پر ورځ (د لړم شپږمه) د دې صندوق د جوړېدو د لسمې کالیزې په مناسبت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې په تېرو لس کلونو کې افغانستان له پرله‌پسې بشري اغېزو سره د یو لړ پرله‌پسې پرمختګونو او ننګونو شاهد دی.

په دې خبرپاڼه کې راغلي؛ افغانانو په تېرو لس کاونو کې د جګړو، سیاسي بې ثباتۍ، وچکالۍ، طبیعي پېښو، د خوړو د نه خوندیتوب او مهاجرت له کبله کراره ورځ لیدلې نده.

دغه راز زیاته شوې، چې په دې وروستیو کې د افغان ښځو او نجونو محرومیت او زیانونه د پخوا پر پرتله زیات شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه راز بشري مرستو ته د اړمنو کسانو شمېر ډېر شوی او تر ۲۳ میلیون کسانو ډېر شوی دی.

خبرپاڼې څرګنده کړې، د افغانستان د بشري مرستو صندوق د افغانانو لپاره د هیلو یوازنی څراغ دی.

دغه صندوق له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې د افغانستان له خلکو سره مرستې روانې وساتي.

دا صندوق په ٢٠١٤ کال کې له افغانستان سره د مرستو د راټولولو لپاره جوړ شوى دی.

دا په داسې حال کې ده، چې څو مياشتې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) اعلان کړی و، چې تېر کال د دغه هېواد د بشري مرستو له صندوق سره ٨١  اعشاریه ۶ ميليون ډالره مرسته شوې ده.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!