سوداگري

کابل او اسلام آباد د سوداګرۍ د ودې لپاره لارۍ لرونکیو ته شپږ میاشتې ویزې ورکوي

Published

on

(Last Updated On: )

پاکستان او افغانستان د دواړو هېوادونو تر منځ د پولې په اوږدو کې د سوداګریزو لاریو چلوونکیو ته د تګ راتګ د آسانتیاوو لپاره د شپږ میاشتنۍ ویزې پر ورکولو هوکړې ته رسیدلي دي.

د پاکستان د سوداګرۍ وزیر نوید قمر ویلي، دا کار به د پولې په اوږدو کې سوداګري آسانه کړي.

د دان نیوز د څرګندونو له مخې؛ دا آسانتیاوې له هغې وروسته رامنځته کیږي، چې پاکستان د جولای پر ۵ اعلان وکړ، چې د بانکي چینلونو له لارې د سوداګرۍ وړ اسعارو د نشتوالي له کبله به کابل ته ټول محصولات په روپیو معامله کیږي.

قمر دا هم ویلي، چې افغان لاریو ته د واګې له پولې د تېرېدو اجازه ورکړل شوې؛ خو له هند سره د سیاسي کړکېچ له کبله اوس ناشونې ده. مونږ به دا په پام کې ونیسو کله، چې له هند اړیکې عادي شي.

Trending

Exit mobile version