تازه خبرونه

ښایي اسلامي امارت پر رسمیت وپېژنو

Published

on

(Last Updated On: )

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ویلي، مسکو ښايي د افغانستان اسلامي امارت لنډمهالی حکومت پر رسمیت وپېژني او دې هېواد ته یې د خوراکي توکو د احتمالي بحران د مخنیوي لپاره غلې دانې هم ځانګړې کړې دي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د روسیې یو، دولتي ټلویزیون ته څرګنده کړې، د ( رسمیت پېژندنې ) شرایط د روسیې ولسمشر او د بهرنیو چارو وزیر دواړو وړاندې کړي دي.

نوموړي زریاته کړې؛ روسیه په دې اړه د امریکا په ګډون د هیڅ کوم بل هېواد تګلاره نه تعقیبوي.

د ټي آر ټي د راپور له مخې؛ کابلوف ویلي، چې د افغانستان اسلامي امارت چمتو دی، چې له روسیې سره همکاري وکړي او له نړیوالو قوانینو سره سم ګامونه واخلي.

کابلوف زیاته کړې، چې د روسیې لومړنی شرط د یو ټولګډونه حکومت رامنځته کیدل دي، چې ټول اړخونه په کې ځانونه وویني او دا چاره به د نورو مهمو مسایلو حل ته هم لار اواره کړي.

لاوروف په ډاګه کړې، چې تښتېدلي غربیان په افغانستان کې له داعش ملاتړ کوي او طالبان ( اسلامي امارت ) یې د مخنیوي لپاره هڅې ترسره کوي. 

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان اسلامي امارت بیا، بیا ویلي، چې د دوی حکومت ټولګډونه دی او د روسیې په ګډون له ټولې نړۍ سره پر متقابل احترام ولاړې ښې او دوه اړخیزه اړیکي غواړي.

Trending

Exit mobile version