سوداگري

ډېر ژر به په هېواد کې د سمنتو پېنځه کارخونې جوړې شي – شهاب الدین دلاور

Published

on

(Last Updated On: )

د کانونو او پترولیم وزیر کندهار ولایت ته د خپل سفر پر مهال ویلي، چې ډېر ژر به په هېواد کې د سمنتو پېنځه کارخونې جوړې شي.

د کانونو او پترولیم وزیر شهاب الدین دلاور زیاته کړې، چې د دغو کارخونو له جوړېدو سره د سمنتو په وارداتو کې د سلګونه میلیون دالرو د لګښت مخه نیول کیږي او هېواد به پر ځان‌بسیا شي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، په دې وروستيو کې د هېواد د کانونو عوايد زيات شوي دي.

شهاب الدین دلاور په ډاګه کړې: نړۍ مونږ پر رسمیت نه پېژني او بېلابېلې پلمې جوړوي؛ خو سره له ‌دې  مو د افغانۍ ثبات ساتلی او په ۱۲ میاشتو کې د کانونو وزارت عواید ۱۷.۵ میلیارد افغانۍ و.

ټاکل شوې، چې په هرات، کندهار، لوګر، جوزجان او پروان ولایتونو کې د سمنتو کارخونې جوړې شي. دا مهال په هېواد کې د غوري او جبل السراج سمنتو کارخونې فعالې دي، چې تر یوه حده د هېواد د سمنتو اړتیا پوره کوي.

کندهار ته د کانونو او پتروليم د وزير سفر په داسې حال کې ترسره کېږي، چې په دې ولايت کې د يو شمېر کانونو قراردادونه له یو شمېر شرکتونو سره شوي، چې په بدل کې يې ولسي پروژې پلې کیږي.

Trending

Exit mobile version