تازه خبرونه

ډېري هېوادونه له افغانستان سره د مرستې او همکارۍ اراده لري – ذبیح الله مجاهد

د اسلامي امارت ویاند وايي، چې د دوحې په درېیمه ناسته کې پر دوه مسایلو خبرې وشوې؛ له خصوصي سکټور سره څنګه مرسته او همکاري وشي، په کومو برخو کې همکاري وشي او دا، چې په دې برخه کې ننګونې څه دي؟ او همدارنګه د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې او د نشه‌یي توکو د مخنیوي په برخه کې، چې څه شوي، کومې لاسته راوړنې لري او کومې ننګونې شتون لري.

Published

on

(Last Updated On: )

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د دوحې د درېیمې ناستې له پای ته رسېدو وروسته آریانانیوز ته د دې ناستې د پایلې په اړه ویلي، چې په دې ناسته کې یو درک شو، چې اکثره هېوادونه له افغانستان سره د مرستې او همکارۍ اراده لري.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ هیچا ته به اجازه ورنکړو، چې زمونږ په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي.

هغه په ​​دې اړه ویلي: د افغانستان پر هوايي حریم د الوتکو ګزمه ښکاره تېری دی او مونږ یې غندو او پر هر دلیل، چې وي نه یې منو.

د مجاهد د څرګندونو له مخې: د هېواد ځینې داخلي مسایل شته او پر وینا یې خلک حق لري، چې له خپل نظام او حکومت څخه یې وغواړي او موږ نه غواړو، چې دا غوښتنې د نورو هېوادونو له لوري مطرح شي.

د اسلامي امارت ویاند وايي، چې د دوحې په درېیمه ناسته کې پر دوه مسایلو خبرې وشوې؛ له خصوصي سکټور سره څنګه مرسته او همکاري وشي، په کومو برخو کې همکاري وشي او دا، چې په دې برخه کې ننګونې څه دي؟ او همدارنګه د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې او د نشه‌یي توکو د مخنیوي په برخه کې، چې څه شوي، کومې لاسته راوړنې لري او کومې ننګونې شتون لري.

نوموړي زیاته کړې: د بدیل کښت مسله، چې یوه ډېره اړینه موضوع ده خلکو ته وړاندې کیږي؛ ځکه، چې افغانانو د نشه‌یي توکو پر وړاندې په مبارزه کې ډېر زیان لیدلی او خلکو ته میلیونونه ډالر زیان اوښتی دی. افغانان بې‌وزله خلک دي او په ټولنه کې بېکاري ډېره ده، چې دې هدف ته د رسېدو لپاره باید یو اقتصادي میکانیزم جوړ شي.

دغه راز په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین ویلي، چې د دوحې د درېیمې ناستې اجنډا له مخکې معلومه وه.

د سهیل شاهین د څرګندونو له مخې: په اجنډا کې د خصوصي سکټور د ملاتړ څرنګوالی او د نشه‌یي توکو د کښت او قاچاق په مخنیوي کې مرسته شامله وه او پر دې دواړو بحث وشو.

شاهین زیاته کړې، چې د دوحې د درېیمې ناستې ګډونوالو له یادو موضوعاتو خپل ملاتړ اعلان کړ.

 

اړوند خبرونه: 

د اسلامي همکاریو ټولنې له اسلامي امارت سره د رغنده تعامل غوښتنه وکړه

د پالیسیو په اړه اختلاف طبیعي دی او لګېدلي بندیزونه باید لرې شي – ذبیح الله مجاهد

Trending

Exit mobile version