تازه خبرونه
ډیپلوماسۍ د شخړو د حل لپاره غوره لار ده – طالبان

طالبانو د چارشنبې پر ورځ( د مرغومي ۱۷) د امریکا د راتلونکي ولسمشر جوبایډن د امنیتي سلاکار جیک سلیوان د څرګندونو په ځواب کې ویلي، چې د افغانستان اسلامي امارت روښانه کړې، چې ډیپلوماسي د شخړو حل کولو لپاره ښه لاره ده.
د طالبانو سیاسي ویاند نعیم وردګ ویلي: اسلامي امارت باور لري، چې د دوحې تړون د دواړو لوریو د ستونزو د حل لپاره ښه لاره ده؛ نو مونږ د ترسره شوي تړون ژمنې ته ژمن یو او له بل لوري هم ورته غوښتنه کوو.
دغه راز په هېواد کې د موخه ییزو وژنو د ډېرېدو په غبرګون کې، چې د افغانستان حکومت یې پړه پر طالبانو وراچوي؛ طالبانو یې یې په غبرګون کې ویلي، چې د دغو پېښو تر شا هغه کسان دي، چې د سولې او “اسلامي نظام” مخالف دي.
طالبانو د چارشنبې پر ورځ غرمه مهال په یوه اعلامیه کې په ډاګه کړې، چې دیني عالمان، خبریالان او سیاسي شخصیتونه د دوی پوځي موخه نده او وژل یې غندل شوي هم دي.
د طالبانو د اعلامیې په یوه برخه کې راغلي: اسلامي امارت له ټولې نړۍ او هېوادوالو غواړي؛ هغه عناصر او کړۍ وپېژني، چې په دې حساس پړاو کې اوبه خړوي او ماهیان نیسي.
افغان حکومت تل په دغو پېښو کې طالبان مسوول بولي.
په دې وروستیو کې د میشتو امریکایي ځواکونو ویاند هم طالبان تورن کړي، چې د دولتي چارواکو، د مدني ټولنې د غړیو او خبریالانو په موخه ییزو وژنو کې لاس لري.
هغه ویلي؛ د دې لپاره، چې د افغانستان د سولې بهیر د بریالیتوب لپاره باید طالبان له دې کار څخه ډډه وکړي.