Connect with us

سیمه ییز خبرونه

ډیسانایاکه له مارکسیسټي غوښتنو سره د سریلانکا ولسمشر شو

د سریلانکا ټاکنو کمیسیون اعلان کړی، چې د خلکو د ازادۍ جبهې او د ملي خلکو د ځواک ټولنې مشر ۵۵ کلن آنورا کومارا ډیساناکه د ۴۲ اعشاریه ۳۱ سلنه رایو پر ترلاسه کولو د دې هېواد ولسمشر شوی دی.

خپور شوی

د

د مارکسیسټت پلوه خلکو د آزادۍ جبهې مشر آنورا کومارا ډیسانایاکه د سریلانکا نوی ولسمشر وټاکل شو او ژمنه یې وکړه، چې هېواد به د بدلون او ملي یووالي پر لوري راکاږي.

د سریلانکا ټاکنو کمیسیون اعلان کړی، چې د خلکو د ازادۍ جبهې او د ملي خلکو د ځواک ټولنې مشر ۵۵ کلن آنورا کومارا ډیساناکه د ۴۲ اعشاریه ۳۱ سلنه رایو پر ترلاسه کولو د دې هېواد ولسمشر شوی دی.

ټاکنې د شنبې پر ورځ ترسره شوي او د اپوزیسیون مشر ساجیټ پرماډاسا د ۳۲ اعشاریه ۷۶ سلنې رایو په دوه‌یم ځای کې راغلی. اوسنی ولسمشر رانیل ویکرماسنګهـ د ۱۷ اعشاریه ۲۷ سلنه رایو پر ترلاسه کولو درېیم ځای خپل کړی دی.

دا لومړی ځل دی، چې په سریلانکا کې د ولسمشرۍ ټاکنې د رایو په دوه‌یم پړاو کې ترسره کیږي؛ ځکه، چې هیڅ یو نوماند هم ونشو کړای ۵۰ سلنه رایې وګټي.

تمه ده، چې ډیسانایاکه به د دوشنبې پر ورځ (د تلې دوه‌یمه) د کولمبو د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې لوړه وکړي.

ډیسانایاکه په خپله لومړۍ وینا کې د سریلانکا د ټولو توکمونو د سنګالیانو، ټامیلانو او مسلمانانو ګډون د یووالي غوښتنه وکړه.

هغه ویلي: د ادبي او کلتوري نويوالي پېر به له یووالي او ګډ لید څخه پیل شي.

هغه زیاته کړې: هغه خوب، چې مونږ له پېړیو راپدېخوا درلود؛ اوس پر رښتیا بدلیږي. دا بریا د ځانګړیو فردي هڅو پایله نده، بلکې ستاسې د ګډو هڅو پایله ده. دا بریا زمونږ د ټولو ده.

د سریلانکا کړکېچن اقتصاد د ډیسانایاکه د ټاکنیز کمپاین بنسټیزه غوښتنه او لومړیتوب و. هغه ژمنه کړې، چې د خلکو د وضعیت د ښه کولو او د پیسو د نړیوال صندوق پر اړوند پالیسیو د بیا کتنې لپاره به هڅې ترسره وکړي.

سیمه ییز خبرونه

د ایران د ډبرو سکرو په کان کې د چاودنې له کبله لږ تر لږه ۳۰ کسان مړه شول

دولتي رسنیو ویلي، پېښه د معدنجو شرکت د کان په دوه بلاکونو B او C کې د میتان ګاز د چاودنې له کبله رامنځته شوې ده.

Published

on

د ایران دولتي رسنیو د یکشنبې پر ورځ ویلي؛ د ایران په جنوبي خراسان ولایت کې د ډبرو سکرو په یوه کان کې د ګازو د چاودنې له کبله له ۳۰ ډېر کسان وژل شوي او لږ تر لږه ۲۰ نور ټپیان دي.

دولتي رسنیو ویلي، پېښه د معدنجو شرکت د کان په دوه بلاکونو B او C کې د میتان ګاز د چاودنې له کبله رامنځته شوې ده.

د جنوبي خراسان ولایت والي علي اکبر رحیمي د یکشنبې پر ورځ دولتي ټلویزیون ته ویلي؛ د هېواد د ډبرو سکاره ۷۶ سلنه له همدې سیمې څخه ترلاسه کېږي او د معدنجو شرکت په ګډون شاوخوا ۸ څخه تر ۱۰ لوی شرکتونه په کې کار کوي.

په B بلاک کې د ژغورنې عملیات بشپړ شوي دي.

علي اکبر رحیمي له دې مخکې ویلي وه؛ له ۴۷ کارګرانو څخه چې په بلاک کې ول ۳۰ کسان مړه او ۱۷ نور ټپیان دي.

په سي بلاک کې د ژغورنې عمليات پيل شوي دي. هغه زیاته کړې؛ په بلاک کې د میټان کثافت ډېر دی او عملیات به شاوخوا ۳-۴ ساعته وخت ونیسي.

د دولتي ټلویزیون د راپور له مخې، د چاودنې پر مهال په بلاک کې ۶۹ کارکوونکي وه.

د یکشنبې پر ورځ د ایران د سرې میاشتې د مشر د څرګندونو له مخې؛ ۱۷ کسان زخمیان روغتون ته وړل شوي او ۲۴ نو اوس هم ورک دي.

دولتي رسنیو څرګنده کړې؛ ( جي ام ټي – ۱۷۳۰ ) د شنبې پر ورځ چاودنه د شپې ۹ بجې رامنځته شوې.

ولسمشر مسعود پژوشکیان د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړه.

پیزشکیان په ټلویزیوني څرګندونو کې ویلي: ما له وزیرانو سره خبرې وکړې او مونږ به یې د څارنې لپاره خپلې هڅه وکړو.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

ایران روسیې ته بالستیک توغندي ندي ورکړي – د رویټرز راپور

یوه اروپايي ډیپلوماټ، یوه اروپايي استخباراتي چارواکي او یوه امریکايي چارواکي د شنبې پر ورځ (د وږي یودېرشمه) د رویټرز لخوا په خپاره شوي راپور کې ویلي؛ دا څرګنده نده، چې ایران ولې د الفتح-۳۶۰ توغندیو سره لانچرونه ورکړي ندي.

Published

on

رویټرز خبري سرچینې د درې باخبرو سرچینو د څرګندونو له مخې لیکلي، چې ایران روسیې ته لنډ واټن ویشتونکي بالستیک توغندي ورکړي ندي.

یوه اروپايي ډیپلوماټ، یوه اروپايي استخباراتي چارواکي او یوه امریکايي چارواکي د شنبې پر ورځ (د وږي یودېرشمه) د رویټرز لخوا په خپاره شوي راپور کې ویلي؛ دا څرګنده نده، چې ایران ولې د الفتح-۳۶۰ توغندیو سره لانچرونه ورکړي ندي.

دغه امریکايي چارواکي، چې د نوم د نښودلو پر شرط یې له رویټرز سره خبرې کولې ویلي، چې روسیې ته د امریکا د وسلو د لېږلو په اړه د امریکا د اعلان پر مهال ایران دغه لانچرونه نه‌ول ورکړي.

تېره اوونۍ واشنګټن پر تهران تور ولګاوه، چې دغه توغندي یې روسیې ته د اوکراین پر ضد د کارولو لپاره ورکړي دي.

د امریکا وال سټریټ ژورنال د سې شنبې پر ورځ راپور ورکړ، چې ایران د لویدیځ له خبرداریو سره - سره روسیې ته د لنډ واټن ویشتونکیو بالستیک توغندیو یوه ټولګه ورکړې ده.

د لویدیځو چارواکو په وینا؛ په دې ټولګه کې له ۲۰۰ ډېر بالستیک توغندي شته دي.

د بزنس انسایډر اوبپاڼې د اپریل پر څلیریشتمه په یوه راپور کې خبرداری ورکړ، چې د ایران لخوا جوړ شوي لنډ واټن ویشتونکي توغندي کولی شي د اوکراین په لومړۍ کرښه کې پرتې سیمې یا ښارونه پر نښه کړي او په دې توګه د دغه هېواد پر هوايي دفاعي سیستم فشار راوړي.

دوه کارپوهانو رویټرز ته ویلي، چې د دې توغنديو د نه لیږلو څو لاملونه دي؛ یو دا، چې روسیه ښايي د دې توغندیو د لېږدولو لپاره د خپلو پوځي لاریو د ترمیمولو پلان ولري، بله، چې د توغنديو په نه لېږلو سره ایران له لوېدیځو قدرتونو سره د کړکېچ د کمولو په اړه د نویو خبرو اترو زمینه برابروي.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د روسیې دفاع وزارت د دې راپور په اړه له څه ویلو ډډه وکړه او په ملګرو ملتونو کې د ایران استازي د تبصرې غوښتنې ته ځواب ونه وایه.

امريکا، جرمني، بريټانيا او فرانسې پر ايران نوي بنديزونه لګولي او اروپايي ټولنې ویلي، چې د ايران د هوايي چلند سکټور د پر نښه کولو لپاره پر نويو اقداماتو غور کوي.

ایران د دې مسلې په اړه راپورونه ردوي.

د ايران د بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي د وږي پر یو‌ویشتمه نېټه ويلي: امريکا او درې اروپايي هېوادونو يو ځل بيا د ناسمو معلوماتو او د ناسم منطق پر بنسټ عمل وکړ.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

تهران زما په ولسمشرۍ کې روسیې ته وسلې ندي لېږدولي – پزشکیان

امريکا او متحدينو يې تېره اوونۍ پر ايران تور ولګاوه، چې د اوکراين د جګړې لپاره يې روسيې ته بالستيک توغندي سپارلي او په دې اړه یې دواړه هېوادونه له تازه بنديزونو سره مخ کړل.

Published

on

د رویټرز د راپور له مخې؛ له هغې وروسته، چې لویدیځو هېوادونو په سپټمبر کې تهران  مسکو ته د بالیسټیک توغندیو په ورکولو تورن کړ؛ د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د دوشنبې پر ورځ ویلي، چې حکومت په اګست کې واک ته زما له رسېدو راپدېخوا روسیې ته هیڅ ډول وسلې ندي لیږدولي.

امريکا او متحدينو يې تېره اوونۍ پر ايران تور ولګاوه، چې د اوکراين د جګړې لپاره يې روسيې ته بالستيک توغندي سپارلي او په دې اړه یې دواړه هېوادونه له تازه بنديزونو سره مخ کړل.

روسیې او ایران دواړو د لویدیځ دا ادعاوې رد کړې.

پزشکیان واک ته له رسېدو وروسته په خپل لومړني ټلویزیوني خبري کنفرانس کې د دې پوښتنې په ځواب کې، چې آیا ایران روسیې ته توغندي لیږدولي دي؛ ویلي: شونې ده، چې په تېرو وختونو کې سپارل شوې وي... خو زه تاسې ته ډاډ درکوم، چې واک ته زما له رسېدو وروسته داسې څه رامنځته شوي ندي.

رویټرز د فبرورۍ په میاشت کې راپور ورکړی و؛ ایران روسیې ته له ځمکې څخه ځمکې ته ویشتونکي ځواکمن بالیسټیک توغندي ورکړي، چې د امریکا تر بندیزونو لاندې د دواړو هېوادونو ترمنځ نظامي همکاري نوره هم ژوروي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!