مهم خبرونه
چین په شانګهای کې د ودانیو د قرنطینولو بهیر پیل کړ

د چین د شانګهای چارواکو له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره د استوګنو له ودانیو بهرلوړې کټارې درولې، چې نه یوازې یې د دغه ښار د ۲۵ میلیون وګړيو اندېښنې راپورته کړي، بلکې خلک په کورونو کې هم پاتې کیدو ته اړ شوي دي.
د آسټرالیا د AAP خبري آژانس د څرګندونو له مخې؛ د شنبې پر ورځ په ټولنیزو رسنیو کې د سپینو جامو د لرونکيو کارګرانو داسې انځورونه خپاره شول، چې بلاکونو ته ورغلې لارې او سړکونه پر څه نا څه دوه مټره کټارو بندوي.
دغه راز په ډاګه شوې، چې د چارواکو دې وېروونکې پرېکړې د ستوګنو د اوسیدونکیو پوښتنې، غوښتنې او اندېښنې راپورته کړي دي.
د ټولنیزو رسنیو یوه کاروونکي پوښتلي؛ آیا دا د اور خطر ندی؟
یو بل څرګنده کړې: دا د کټارو دننه خلکو حقوقي ژوندانه ته سپکاوی دی؛ ځکه، چې خلک د کورنیو څارویو په څېر په فلزي خنډونو او کټارو کې بند پاتې کیږي.
د شانګهای حکومت په دې اړه له څرګندونو ډډه کړې ده.
ډېري خنډونه د داسې ودانیو مخې ته جوړ شوي، چې په کې لږ تر لږه یو کس د کرونا ویروس لپاره مثبته آزموینه کړې، چې په پایله کې یې نور اوسیدونکي د خپلو کورونو له پریښودو منع شوي دي.
شانګهای د چین ترټولو لوی ښار او خورا مهم اقتصادي مرکز دی، چې د دغه هېواد په کچه پر کرونا ویروس د اخته کسانو ترټولو لوی راپور ترې ورکړ شوی او ور سره د مبارزې بهیر روان ساتل شوی دی.
دغه قرنطیني حالت د ودانیو ډېرو اوسیدونکیو ته، چې له درې اوونیو ډېر وخت یې د خنډونو تر شا تېر کړی؛ د خواړو او طبي پاملرنې ته د لاسرسي له ستونزو او همدارنګه د عایداتو له لاسه وتلو، د کورنیو بېلېدو، د قرنطین مرکزونو شرایطو او انلاین هڅو د سانسور کولو ورته ناهیلۍ رامنځته کړې دي.
په شانګهای کې ۱۹۶۵۷ نوې نښې نښانې ثبت شوي، چې د یوې ورځې د مخکیي شمېر ۲۰۵۳۴ پر پرتله ۱۴۰۱ پېښې له ۲۷۳۶ څخه راټیټې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې بیجینګ ۲۲ نوې پېښې ثبت کړې دي.