تازه خبرونه
چین په افغانستان کې د سولې او بیارغونې لپاره ګډ کار کوي

د چین د بهرنیو چارو وزارت په ډاګه کړې، چې هېواد یې په افغانستان کې د سولې او بیارغونې لپاره ګډ کار کوي.
د هرې ورځې له تېرېدو سره چين د نړۍ د پوځي او اقتصادي ځواک په توګه خپل رول په ډاګه کوي او له تېرو څو کلونو راپدیخوا یې د ایران او سعودي عربستان ترمنځ د کړکیچ په حل کې د منځګړي رول لوبولی دی. اوس غواړي، چې بل ګام هم پورته کړي او د منځنۍ آسیا د هېوادونو په پرمختګ کې لوی رول ولوبوي؛ ځکه، نو د افغانستان ثبات د چین لپاره حیاتي ارزښت لري.
د چین بهرنیو چارو وزارت وايي، هېواد یې د یوه باثباته افغانستان لپاره کار کوي.
د چین بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ونبینوایي: په سيمه کې د سولې ټينګښت مهم دی. چين چمتو دی، چې د منځنۍ آسيا له هېوادونو سره د قانون د عملي کولو، امنيت او دفاع د وړتیاوو لوړولو په برخو کې مرسته وکړي. چين له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د منځنۍ آسيا له هېوادونو سره همکاري روانه ساتي. له ګاونډ هېوادونو سره په ګډه هڅه کوي، چې په افغانستان کې سوله، ثبات او بیارغونه رامنځته شي.
د سیمې په هېوادونو کې چین له اسلامي امارت سره ښې اړیکې لري او هم د هرې ورځې له تېریدو سره د کابل او بیجینګ ترمنځ سیاسي او اقتصادي اړیکې پراخیږي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي ویلي؛ اسلامي امارت له هر هغه اقدام هرکلی کوي، چې د افغانستان د اقتصادي ځانبسیاینې په برخه کې مرسته وکړي.
يو شمېر کارپوهانو ويلي، چې چين غواړي د نړيوالو مسايلو په حلولو کې زيات رول ولوبوي؛ ځکه که د چين په شاوخوا هېوادونو کې ثبات نه وي، دغه هېواد د نړۍ د سياسي معادلو يو پياوړی هېواد نهشي پاتې کېدای.
چینايي چارواکو پر وار وار ویلي، چې د افغانستان ملي حاکمیت ته درناوی لري او هیڅکله به د دغه هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونهکړي؛ خو تر اوسه یې اسلامي امارت پر رسمیت نهدی پېژندلی.