Connect with us

تازه خبرونه

چین له تېرې میاشتې راپدیخوا د کرونا مثبته پېښه نده ثبت کړې

خپور شوی

د

رویټرز د چین د روغتیایي چارواکو د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې، چې له تېرې یوې میاشتې راپدیخوا په دې هېواد کې د کرونا ویرس هیڅ پېښه راپور شوې نده.

د راپور له مخې؛ له جولای میاشتې راپدیخوا د کرونا ویروس یوه مثبته پېښه هم نده ثبت شوې.

د ختیځ چین په نانجینګ سیمه کې د جولای تر پایه د کرونا د ویروس ډلتا بڼې له ۱۲۰۰ ډېرې مثبتې پېښې پېژندل شوي.

په دې هېواد کې د کرونا ویروس د دغې بڼې له خپریدو وروسته چارواکو د دې ویروس د مخنیوي هڅې کړې دي.

د رویټرز د راپور له مخې، د ډیلټا ویروس پرمهال هیڅوک مړ شوی ندی.

له دې مخکې چین د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره پوره تدابیر نیولي وه.

رویټرز زیاته کړې؛ چین د اګست له ۲۲ راپدیخوا د کرونا ویروس له ۹۴ زره ډېرې پېښې ثبت کړي او ۴۶۳۶ ناروغان مړه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د چین روغتیایي چارواکو ویلي؛ تر دې دمه په دې هېواد کې د کرونا واکسین یو میلیارد و ۹۰۰ میلیون و ۱۲۷ زره ډوز پلي شوي دي.

تازه خبرونه

اروپايي ټولنه د کلتوري میراثونو په ساتنه کې له افغانستان سره همکاري کوي

په دې ناسته کې د کلتوري میراثونو د ساتنې لپاره د نړیوالې ټولنې ترمنځ د همکارۍ په اړه بحث وشو.

Published

on

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مطبوعاتي دفتر په اعلامیه کې ویل شوي، چې د دې وزارت چارسمبالي خیرالله خیرخواه د اروپايي ټولنې د شارژدافیرې میرمن بوسکوویچ پوهار ویرانکا او د دوی له ملګري پلاوي سره په کابل کې وکتل.

په دې ناسته کې د کلتوري میراثونو د ساتنې لپاره د نړیوالې ټولنې ترمنځ د همکارۍ په اړه بحث وشو.

خیرالله خیرخواه ویلي، چې د کلتوري میراثونو ساتنه یوازې د افغانانو مسوولیت ندی، بلکې د نړۍ مسوولیت هم دی، چې په دې برخه کې له افغانستان سره بشپړه همکاري وکړي.

په دې ناسته کې د اروپايي ټولنې نوې شارژدافیرې د افغانستان د کلتوري میراثونو د ساتنې په برخه کې د خپلې بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.

افغانستان ګڼ کلتوري میراثونه لري، چې ډېر یې د ملګرو ملتونو تعلیمي، علمي او کلتوري بنسټ (یونسکو) سره ثبت شوي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

امیر خان متقي په دبۍ کې د متحده عربي اماراتو له استازي سره وکتل

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیر خان متقي متحده عربي اماراتو ته د خپل سفر په بهیر کې د دې هېواد د بهرنیو چارو له وزیر عبدالله بن زاید آل نهیان سره ولیدل.

Published

on

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د متحده عربي اماراتو بهرنیو چارو له وزیر سره ولیدل.

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیر خان متقي متحده عربي اماراتو ته د خپل سفر په بهیر کې د دې هېواد د بهرنیو چارو له وزیر عبدالله بن زاید آل نهیان سره ولیدل.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې ناسته کې پر دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادي همکارۍ او سیمه‌ییزې پراختیا خبرې وشوې.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل ویلي؛ امیر خان متقي د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو له وزیر سره د دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادي همکاریو او سیمه‌ییزو اړیکو په اړه خبرې وکړې او له هغه هېواد څخه یې وغوښتل، چې افغان اتباعو ته د ویزو ورکولو اسانتیاوې برابرې کړي.

دغه راز دواړو خواوو هوکړه کړې، چې د ویزې او سوداګرۍ اسانتیاوې برابرې کړي.

هندي ډیپلومات هم ویلي، چې هېواد یې له افغانستان سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو پراخولو او د چابهار له لارې سوداګرۍ زیاتولو کې لیوالتیا لري.

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي همدارنګه هندي لوري ته ډاډ ورکړی؛ له افغانستان څخه کوم لوري ته ګواښ نشته او کابل غواړي، چې د خپلې متوازنې او اقتصادي بهرنۍ پالیسۍ پر بنسټ په سیمه کې د یو مهم او اقتصادي هېواد په توګه له هند سره خپلې سیاسي او اقتصادي اړیکې پیاوړې کړي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي د سې شنبې پر ورځ متحده عربي اماراتو ته تلی او د سفر موخه یې د دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادي همکاریو پراخول او د متقابلو ګټو سره تړلي  نور مسایل ګڼل شوي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

روسیه له افغانستان سره دوه اړخیزه کاري ډله جوړوي

کابلوف د روسیې سولویوف لایف رسنۍ سره په خبرو کې ویلي: “راتلونکی پسرلی به د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو په اړه یوه دوه اړخیزه کاري ډله جوړه شي.

Published

on

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي؛ مسکو په پام کې لري، چې له کابل سره د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو په اړه دوه اړخیزه کاري ډله جوړه کړي.

هغه ویلي، چې دا بڼه به په لنډمهاله توګه د بین الحکومتي کمیسیون د بدیل په توګه کار وکړي.

کابلوف د روسیې سولویوف لایف رسنۍ سره په خبرو کې ویلي: "راتلونکی پسرلی به د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو په اړه یوه دوه اړخیزه کاري ډله جوړه شي.

کابلوف وايي: " په اوسنیو شرایطو کې، چې دا نظام (اسلامي امارت) تر دې دمه پر رسمي ډول په سیاسي توګه نه دی پېژندل شوی؛ دا ډله به په اصل کې د اقتصادي، سوداګرۍ، امنیتي او نورو همکاریو په اړه د بین الحکومتي کمیسیون ځایناستې شي."

ولسمشر ولادمیر پوتین د تېرې میاشتې په وروستیو کې یو قانون لاسلیک کړ، چې د ترهګرو ډلو له نوملړه  د اسلامي امارت لرې کولوته اجازه ورکوي.

د یادونې ده، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین څه وخت مخکې اسلامي امارت د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې د مسکو ستراتیژیک ملګری وباله.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!