ساینس او ​​ټیکنالوژي

چین د خپل فضایي تمځي د بشپړولو لپاره شپږ ماموریتونه لري

Published

on

د چين فضايي انجنيرۍ د دفتر مشر هائو چون ملي ټلویزيون ته څرګنده کړې؛ چین به په ۲۰۲۲ زېږدیز کال کې د خپل فضایي تمځي د بشپړولو لپاره شپږ ماموریتونه ولري.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د فضایي تمځي د جوړولو لپاره په پام کې ده، چې د روان کال د می، جون، جولای او اوکتوبر په میاشتو کې د اړینو تجهیزاتو او ماډلونو لېږدونکي توغندي وتوغول شي.

چين د ۲۰۲۱ کال د اپرېل پر ۲۹ نېټه د فضايي تمځي پر جوړولو پيل وکړ او د تجهیزاتو د لېږدولو لومړنۍ سپوږمکۍ یې وتوغوله.

په دې تمځي کې به دوه نور لابراتوار ماډلونه وينتيان او مينګ تيان هم وي، چې تمه کېږي سږ کال به کار پیل کړي.دا تمځی به درې عادي مامورين او شپږ د عملې غړي ولري.

د تیان هی ماډل په چین کې ترټولو ستره فضایي بېړۍ ده، چې د اوسیدو ځای، د لوري څرګندونه او د تمځي له کنټرولو  برخمنه ده.

اصلي ماډل د وینټین او مینګ تیان ماډلونه به دوه د اړیکو ورونه او د انسان او کارګو فضایي الوتکو لپاره درې نور ارتباطي ورونه هم ولري.

د شنبې پر ورځ د چین په خپلواکه مغولستان سیمه کې شین ژو-۱۳ انسان وړونکې فضايي بېړۍ په بریالیتوب سره راکښته شوه.

دغه درې ستورمزلي په تیانګونګ تمځي کې له ۱۸۳ ورځو تېرولو وروسته بېرته ځمکې ته راستانه شول، چې د چین تر ټولو اوږد فضايي ماموریت دی.

Trending

Exit mobile version