ساینس او ​​ټیکنالوژي

چین د توغندیو د څارنې سیستم نندارې ته وړاندې کړ

Published

on

(Last Updated On: )

رویټرز، د چین د دفاع وزارت د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې؛ دغه هېواد له ځمکې څخه هوا ته د توغندیو دفاعي سیسټم بریالی ننداره ته وړاندې کړی او په دې اړه خپلې ټاکلې موخې ته رسېدلي دي.

چین په دې وروستیو میاشتو کې تایوان تر هوایي څارنې لاندې نیولی او د توغندیو د څارنې وروستی سیستم یې هم نندارې ته بریالی وړاندې کړ. چین تایوان د خپلې خاورې یوه برخه ګڼي او اصلي ټاټوبي ته یې په سوله ییزه توګه پر ستنیدو ټینګار کړی دی.

چین د ولسمشر شي جینپینګ د سپارښتنې له مخې د څارنې د عصري کولو د یوې مهمې پروژې د یوې برخې په توګه د بېلابېلو توغندیو، چې کولی شي په فضا کې سپوږمکۍ له منځه یوسي تر پرمختللي اټومي خولۍ لرونکیو توغندیو پورې څېړنې ګړندۍ کړې دي.

د چین دفاع وزارت ویلي، دا نندارې یوازې دفاعي دي او موخه یې د کوم هېواد ویشتل ندي.

Trending

Exit mobile version