تازه خبرونه

چین د افغانستان له روښانه راتلونکي څخه د ملاتړ غوښتنه وکړه

Published

on

(Last Updated On: )

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د چين ولسمشر شي جين پينګ د پنجشنبې پر ورځ په چین کې د افغانستان له ګاونډ هېوادونو څخه د افغانانو د روښانه راتلونکي لپاره د مرستې او ملاتړ غوښتنه وکړه.

د چين ولسمشر د هېواد په ختيځ انهوی ولايت کې د افغانستان په اړه د ګاونډ هېوادونو د بهرنيو چارو وزیرانو په درېيمه غونډه کې د ليکل شوې وينا د لوستلو پر مهال د افغانستان له ګاونډ هېوادونو وغوښتل، چې له خپلې وسې سره سم له افغانستان ملاتړ وکړي.  

شي جين پينګ زیاته کړې، چې افغانستان په تېرو وختونو کې له ډېرو ستونزو سره مخ شوی او په ډېرو برخو کې پرمختګ ته بېړنۍ اړتيا لري؛ ځکه، چې اوس دغه هېواد له ګډوډۍ څخه نظم ته د لیږد مهم پړاو ته رسیدلی دی.

شي جين پينګ ويلي: افغانستان د ټولو ګډون کوونکیو هېوادونو ګډ ګاونډى او شريک دى او مونږ باید يوه ګډه راتلونکې او د غرونو او سيندونو له لارې، چې کښته او پورته کیږي؛ تړلې ټولنه جوړه کړو.

یو سوله ییز، باثباته، پرمختللی او سوکاله افغانستان د ټولې سیمې، نړۍ او افغانانو ارمان دی.

شي جين پينګ ټينګار کړی، چې ملګرتیا او ښه ګاونډيتوب د يو هېواد لپاره ډېر ارزښت لري. چين تل د افغانستان ملي حاکميت، خپلواکۍ او ځمکني بشپړتيا ته درناوی کړی او د سولې، ثبات او پرمختګ په برخه کې يې ملاتړ ته هم ژمن دی.

شي جين پينګ وایي؛ د تېر سپتمبر له پيل راپدیخوا د افغانستان د ګاونډيانو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ ميکانيزم جوړ او په افغانستان کې یې د سوله ييز لېږد لپاره یې رغنده ګامونه اخیستي دي.

شي جين پينګ د خپلې وينا په پای کې ټينګار کړی، چې د افغانستان ګاونډ هېوادونه بايد نه یوازې د يوې روښانه راتلونکي په جوړولو کې هڅې وکړي، بلکې د افغانستان له خلکو هم ملاتړ ته زمینه برابره کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د روسیي سرچینو د څرګندونونو له مخې؛ د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، چې روسیه له افغانستان سره د ګډو پولو په لرونکیو هېوادونو کې د امریکا یا ناټو د هر ډول پوځي بنسټونو شتوالی د منلو وړ نه ګڼي.

Trending

Exit mobile version