تازه خبرونه

چین د افغانستان د کرنیزو محصولاتو د لېږد لپاره هوایي دهلیز جوړوي

Published

on

(Last Updated On: )

په کابل کې د چین سفیر وانګ یو ویلي، چې د افغانستان د کرنیزو محصولاتو د لېږد لپاره به هوایي دهلیز جوړ کړي.

په کابل کې د چین سفیر وانګ یو څرګنده کړې؛ حاضر دی، چې له افغانستان سره د کرنیزو محصولاتو د لېږد هوایي دهلیز د جوړولو په برخه کې همکاري وکړي.

دی زیاتوي؛ باثباته افغانستان د سیمي د ګاونډ هېوادونو او نړۍ په ګټه دی.

دغه چینایي ډیپلومات څرګندوي، چې افغانانو ته د څلوېښت میلیون ډالرو پر ارزښت مرستې برابرې شوي او د لېږد بهیر یې روان ساتل شوی، چې په دې مرستو کې خوراکي توکي، تودې جامې او درمل په پام کې نیول شوي دي.

په کابل کې د چین سفیر وانګ یو وایي: مونږ د افغانانو پر ستونزو پوهیږو؛ مونږ غواړو د افغانستان د صادارتو لپاره هوایي دهلیز برابر کړو او له افغانانو سره خپله همکاري روانه وساتو، چې د بېوزلۍ ستونزه حل شي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو وزارت مسوولینو د چین د مرستو د سپارلو په مراسمو کې د دې هېواد له همکاریو مننه وکړه او غواړي، چې چین دې له افغانستان سره خپلې مرستې نورې هم پراخې کړي.

د کډوالو او بېرته را ستنېدونکیو چارو وزارت مرستیال ارسلان خروټی وایي: د چین په ګډون له ټولو مرستندویه بنسټونو هیله کوو، چې له افغانستان سره خپلې مرستي روانې وساتې او په دې سختو شرایطو کې له افغانانو سره همکاري وکړي.

دغه راز په کابل کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې لخوا لسګونه کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.

د کابل اوسیدونکی عزت الله نومی وایي: مونږ په کور کې ۹ نفره یوو او د کار څوک نلرو. دا مرستې له مونږ سره یو څه مرسته کوي؛ کور یې ودان.

د اقتصادي چارو کارپوهانو ويلي؛ که نړیواله ټولنه افغانستان ته خپلې مرستې ډېرېې نکړي؛ نو ښايي په روان ژمې کې انساني ناورین رامنځته شي.

Trending

Exit mobile version