تازه خبرونه
چینايي چارواکو د تازه ویروس د مهارولو تدابیر ډېر کړي

چینايي چارواکو د سې شنبې پر ورځ ویلي وه، چې دا ویروس له یوه کس بل ته لېږدیدلی شي.
تر اوسه دغه ویروس د دې هېواد په ۱۳ ولایتونو کې ۴۴۰ کسانو ته رسیدلی دی.
د چین د ملي روغتیا جرګې یوه مسوول منلې؛ هېواد یې اوس په “ډېر مهم پړاو” کې دی، چې دا ویروس مهار او مخه یې ونیسي.
د چین روغتیايي چارواکو خبرداری ورکړی، چې نوي ویروس تر اوسه لږ تر لږه نهه کسان وژلي او د خپریدو شونتیا یې ډېره شوې ده.
داکترانو دا ویروس ان سي او وي نومولی او وايي ښايي انسانانو ته د ککړو سمندري خواړو یا ژوبڼ کې له پاتې کیدو له کبله انسانانو ته لیږدیدلی وی.