ساینس او ​​ټیکنالوژي

چیلي د سینک هول شاوخوا سیمو ته د خطر خبرداری ورکړی

Published

on

(Last Updated On: )

رویترز څرګنده کړې؛ د چیلي چارواکو خبرداری ورکړی، چې د دغه هېواد د مسو کان په شاوخوا سیمه کې رامنځته شوې ناڅاپي څاه د پراخېدا له خطر سره مخ ده.

حکومتي بنسټونه او د کان لرونکي پدې اړه څېړنې کوي، چې د جولای په وروستیو کې د ۳۶.۵ مترو (۱۲۰ فته) قطر پرلرلو دا ۲۰۰ متره ژوره مرموزه څاه څنګه رامنځته شوې ده.

د رویترز د څرګندونو له مخې؛ د شنبې پر شپه د شمالي اتاکاما سیمې له طبیعي پېښو سره د مبارزې مدیریت کمیتې په ډاګه کړې؛ دا سیمه د الکاپاروسا کان ته نږدې د نورو درزونو یا ډوبیدو له لوړ خطر سره مخ ده، چې د سانتیاګو شمال لوري ته شاوخوا ۶۶۵ کیلومتره (۴۱۳ میله) لرې پرته ده.

د یادې سرچینې په اوبپاڼه کې راغلي: دغه پېښه د خلکو ژوند او فزیکي بشپړتیا ته ګواښ وړاندې کوي؛ نو له همدې کبله دې سیمې ته لاسرسی به تر هغې پورې محدود وي، چې تخنیکي څېړنې ډاډمنې شي.

د کانادا د لاندین کان کیندنې شرکت په دې کې ۸۰ سلنه ملکیت لري. په داسې حال کې، چې پاتې ۲۰ سلنه د جاپان د سومیتومو فلز کان کیندنې په واک کې دی.

که څه هم حکومت د کانونو شرکت تورن کړی، چې د زیرمو د ډېر استخراج له لارې د دې پېښې مسوولیت لري.

د دې شرکت یوه لوړ پوړي اجرائیوي چارواکي په دې وروستیو کې رویترز ته ویلي، چې د دې سرچینې د معلومولو لپاره نورو څېړنو ته اړتیا ده.

په کان کې عملیات اوس هم ځنډول شوي دي.

رویترز راپور ورکړی؛ حکومت او شرکت دواړو ویلي، چې تر دې دمه د تیرا امریلا نومي ګاونډ ښارګوټي ته کوم خطر احساس شوی ندی.

Trending

Exit mobile version