تازه خبرونه
چارواکي دې له تکبر او غروره ډډه وکړي
د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه شیخ هبة الله آخوندزاده په خپلو وروستیو څرګندونو کې له چارواکو غوښتي، چې له شریعت سره سم ځانونه جوړ کړي او له کبر او غروره دې ډډه وکړي.
د اسلامي امارت مشرتابه دغه څرګندونې د بدخشان، هرات، فراه، بادغیس او نیمروز ولایتونو د عالمانو، واليانو او نورو ملکي او نظامي چارواکو له استازیو سره په کتنه کې کړې دي.
د هغې اعلامیې له مخې، چې د شنبې پر ورځ ( د سلواغې ۲۹ ) د اسلامي امارت ویاند خپره کړې؛ شیخ هبة الله آخوندزاده په دې غونډه کې په ډاګه کړې؛ د اسلامي امارت د عالمانو او مسوولینو دنده ده، چې شپه او ورځ د خلکو د ذهنیتونو د روښانه کولو لپاره کار وکړي او د اسلامي نظام له اصولو یې خبر کړيٍ.
د اسلامي امارت مشرتابه له چارواکو وغوښتل، چې له قوم او سمت پالنې دې ډډه وکړي او کار دې اهل کار ته پرېږدي.
هغه د هېواد پر پرمختګ او د عامه تاسیساتو پر جوړولو هم ټینګار څرګند کړی دی.
د اسلامي امارت مشر له مسوولینو او عامو خلکو وغوښتل، چې د دښمن له دسیسو او شومو پلانونو دې ځانونه خبر کړي او د هغوی د بلیغاتو تر اغېز لاندې نه راځي.
تازه خبرونه
داعش په افغانستان کې احیا شوی- مایکل مککال
مککال څرګنده کړې: « یوه بله مسله، چې زه یې په اړه ډېر اندېښمن یم د افغانستان له سقوط او تراژیدۍ سره مونږ په افغانستان او پاکستان کې د داعش د خراسان څانګې د بیا راژوندي کېدو شاهدان یوو. “دې رښتیا هم اندېښمن کړی یم.”
د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر مایکل مککال له ایبيسي سرچینې سره په مرکه کې ویلي، چې داعش په افغانستان کې بیا سر راپورته کړی دی.
مککال څرګنده کړې: « یوه بله مسله، چې زه یې په اړه ډېر اندېښمن یم د افغانستان له سقوط او تراژیدۍ سره مونږ په افغانستان او پاکستان کې د داعش د خراسان څانګې د بیا راژوندي کېدو شاهدان یوو. "دې رښتیا هم اندېښمن کړی یم."
مککال زیاته کړې، چې په دې وروستیو کې له داعش سره تړلي اته کسان امریکا ته رادننه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان اسلامي امارت پر ځلونو ټینګار کړی، چې داعش یې له منځه وړی او د افغانستان خاوره د بهرنیو هېوادونو پر ضد نه کارول کېږي.
تازه خبرونه
په افغانستان کې میلیونونه خلک بېړنیو مرستو ته اړ دي
له دې مخکې دې بنسټ ویلي وه، چې تر راتلونکو ۶ میاشتو پورې په افغانستان کې له اړمنو کسانو سره د مرستې لپاره ۷۱۸ میلیون ډالرو ته اړتیا ده.
په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام ويلي، چې د دې هېواد میلیونونه خلک بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام د سېشنبې پر ورځ ( د مرغومي اتلسمه) خپل دا څرګندونې په ایکس پاڼه کې وړاندې کړې دي.
دې پروګرام یادونه کړې، چې د دغو کورنیو اکثریت باید د خوړو او د خپلو ماشومانو د تودولو ترمنځ یو غوره کړي.
ډبلیو اف پي په افغانستان کې د اقتصادي ناورین په اړه د اندېښنې څرګندولو تر څنګ د بېړنیو مرستو غوښتنه هم کړې ده.
له دې مخکې دې بنسټ ویلي وه، چې تر راتلونکو ۶ میاشتو پورې په افغانستان کې له اړمنو کسانو سره د مرستې لپاره ۷۱۸ میلیون ډالرو ته اړتیا ده.
ویل کیږي، چې په دې هېواد کې ۵ میلیون خلک نه پوهیږي، چې د دوی راتلونکی خواړه به له کوم ځای څخه ترلاسه کیږي.
1393ټاكنې
پاکستان دې د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ ودروي -زلمي خلیلزاد
د روان زیږدیز کال د لومړۍ میاشتې له لومړۍ نېټې راپدېخوا په اسلام اباد کې د پاکستان پولیسو د استوګنې د قانوني اسنادو د نلرلو پر پلمه سلګونه افغان کډوال نیولي، چې ځینې یې بېرته خوشې کړي؛ خو ډېر شمېر یې د تورخم له لارې افغانستان ته اړولي دي.
-
تازه خبرونه2 days ago
مونږ په افغانستان کې د عملیاتو حق لرو – پاکستان
-
سیمه ییز خبرونه1 day ago
د سوریې د نوي حکومت چارواکو قطر ته په سفر کې د امریکا د بندیزونو د لغو کولو غوښتنه وکړه
-
مرکه3 days ago
مناظره: په افغانستان کې د صنعت او سوداګرۍ د وضعیت ارزونه
-
تازه خبرونه1 day ago
د کاناډا لومړی وزیر ښايي استعفا وکړي
-
نړۍ2 days ago
د غزې په تړانګه کې د اسرائیلو د بریدونو له کبله ۷۰ کسان وژل شوي
-
تازه خبرونه1 day ago
له افغانستان څخه د وتلو بښنه نهغواړم؛ ځکه امریکایان له مونږ څخه جګړه نهغواړي – بلینکن
-
څار2 days ago
څار: د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د جګړې غځېدا
-
تحول2 days ago
تحول: له ایران څخه د ۳ میلیون افغان مهاجرو ایستل