تازه خبرونه

څو ایراني شرکتونو د افغانستان په کانونو کې د پانګونې پرېکړه وکړه –  قدیر قیافه

Published

on

(Last Updated On: )

د ایران د سوداګرۍ خونې مرستیال ویلي، چې د دغه هېواد څو سترو شرکتونو د افغانستان کانونو ته د ننوتلو یوه کاري ډله جوړه کړې او د فولادو تولید یوه شرکت هم د افغانستان د کانونو بازار ته د ننوتلو پرېکړه کړې ده.

د ایران د سوداګرۍ خونې مرستیال قدیر قیافه له ایلنا خبری اژانس سره په خبرو کې ویلي، په تېرو څو کلونو کې د ایران او افغانستان ترمنځ د کانونو پر موضوع خبرې اترې ترسره شوې دي؛ خو د دغه کار د پرمختګ په لاره کې دوه ستر خنډونه شته دي.

هغه څرګنده کړې، د ایران او افغانستان همکاري شته بندیزونه اغېزمنوي او د ایران لپاره په نړیوالو ډګرونو کې د منلو وړ تضمین چمتو کول ستونزمنوي.

هغه زیاته کړې؛ د پانګونې دوه‌یم شرط مالي ملاتړ دی. لکه څنګه، چې په ټوله نړۍ کې دا بانکونه د پانګې بازارونه دي، چې له لویو پروژو ملاتړ کوي او د پروژې مدیر له ۱۵ سلنې څخه د ډېر تمویل مسوولیت پر غاړه لري.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په ايران کې هیڅ داسې بانک نشته، چې له ايران سره د پولې په اوږدو کې د پروژو او د کانونو په برخه کې د سوداګرو د ملاتړ لپاره له ٤٠٠ څخه تر ٥٠٠ ميليونو ډالرو پورې مالي مرسته وکړي.

قيافه زیاته کړې: يو صنعتي او د کانونو شرکت يو له هغو ايراني شرکتونو څخه و چې په تېرو کلونو کې يې د افغانستان په کانونو کې پانګونه کړې وه؛ خو د امريکا تر فشار لاندې د افغانستان د وخت حکومت دغه پروژه ايراني شرکت ته ونه‌سپارله. دغه راز په تېر حکومت کې هم د کانونو د فعالیتونو د پراختیا لپاره د ایران یوه پیاوړې ډلې افغانستان ته سفر وکړ او یاد هوکړه لیکونه لاسلیک شول؛ خو د حکومت له بدلون سره دغه تړونونه له پامه وغورځېدل.

هغه ویلي: كه بېلابېل هېوادونه لكه چين، پاكستان او اوزبكستان په افغانستان كې د كان استخراج پيل كړي، د دولتونو او مالي بنسټونو څخه به د پام وړ مالي مرستې ترلاسه كړي. په داسې حال كې، چې د ايران د كان استخراج كمپنۍ دا ډول ملاتړ نلري.

قیافه په افغانستان کې د قیمتي ډبرو د سترو زیرمو شتون ته په نغوته کې ویلي: اوس‌مهال له افغانستان څخه د قیمتي ډبرو استخراج له غیر رسمي لارو ایران ته واردیږي او د ایران په بازارونو کې پلورل کیږي؛ خو د دغو ډبرو استخراج د ایران او افغانستان ترمنځ همکاري رامنځته کولی شي. البته د پورتنیو شرایطو د رامنځته کولو شرطونه باید په پام کې ونیول شي.

هغه په ډاګه کړې، چې د کانونو له سکټور څخه تمه دا ده، چې مالي او اعتباري بنسټونه، بانکونه او د پانګونې بازار به په دې مارکیټ کې د کانونو له شتون څخه باید ملاتړ وکړي؛ ځکه، چې افغانستان لوړ خطر لرونکی هېواد ګڼل کېږي او له څلور لسیزو څخه ډېر په جګړه کې ښکېل پاتې دی؛ د افغانستان چارسمبالی حکومت باید د پانګې امنیت تضمین کړي.

قیافه ټینګار کړی، چې په افغانستان کې پانګونه د ایراني پانګوالو لپاره ګټوره تمامېدای شي؛ ځکه د دواړو هېوادونو اړیکې ژورولی او د اوږدمهاله همکاریو سبب کېدی شي.

Trending

Exit mobile version