تازه خبرونه
څه نا څه ۱۶ زره شکایتونه ثبت شوي او نن شپه ۱۲ بجې دا بهیر پای مومي

د شکایتونو د ثبت د درېیمې ورځې تر ناوخته د ثبت شویو شکایتونو شمېر ۱۶ زره ته رسیدلی و.
د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو له اعلان وروسته نوماندان او نور معترض کسان دوه اویا ساعته وخت لري، چې د ټاکنیزو شکایتونو په کمیسیون کې خپل شکایتونه ثبت کړي.
د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون غړی قطب الدین رویدار وایي: زه د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکوم، چې مونږ به پر ټولو شکایتونو لاسرسی مومو او د قانون او کړنلارې له مخې به پرېکړې کوو او د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته به لیږدول کیږي.
د شکایتونو پر درېیمه او وروستۍ ورځ له غرمې وروسته د بېلا بېلو ټاکنډلو لخوا د ثبت شویو شکایتونو شمېر ۱۶ زره ته رسیدلی و.
د سولې او اسلامي عدالت ډلې غړی سیف الرحمان حبیبي ویلي؛ مونږ څه نا څه پېنځه زره شکایتونه ثبت کړي دي.
د ثبات او همپالنې ټاکنډلې ویلي، چې له اته زره ډېر شکایتونه مو ثبت کړي دي.
د دولت جوړوونکې ټاکنیزې ډلې لومړي مرستیال امر الله صالح ټينګار کړی، چې د ننګرهار ولایت نهه زره هغه رایې هم د اعتبار وړ وګڼي، چې د ننګرهار ولایت له بایو متریک دستګاوو څخه مرکزي سرور ته لیږدول شوي ندي.
نوموړي د ټاکنو خپلواک کمیسیون یو غړی تورن کړی، چې د ثبات او همپالنې ډلې په ګټه کار کوي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشا پخوانی مشر داوود علي نجفي په دې باور دي، چې که ټول شکایتونه په پوره پاملرنه وڅېړل شي؛ ټاکنې دوه یم پړاو ته ځي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون څلوېښت ورځې وخت لري، چې شکایتونه وڅېړي او پایلې یې د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته واستوي.