تازه خبرونه

څرګند او سراب نومي نیول شوي خبریالان هم خوشې شول

Published

on

(Last Updated On: )
د ازادو خبریالانو ټولنې څرګنده کړې، چې په تېرو شل ورځو کې د نیول شویو ۹ خبریالانو وروستي دوه خبریال هم خوشي شول.
د یادې سرچینې د څرګندونو له مخې؛ د هېواد د رسنیو د هڅو په پایله کې له تېرو درې ورځو راپدیخوا ۷ خبریالان را خوشې شوې دي.
دغه خبریالان، چې ۲۳ ورځې مخکې په کندهار، ننګرهار، کندوز، کونړ، پکتیا او زابل ولایتونو کې نیول شوي وه؛ دوه یې له نیول کېدو ۲ ورځې وروسته او ۵ یې دوه ورځې مخکې او پاتې دوه یې پروېز څرګند د کونړ او حبیب الله سراب د پکتیا ولایتونو اوسیدونکي نن مازیګر ( د وږي ۱۱ ) راخوشي شول.
د افغانستان د ازادو ژورنالیستانو ټولنې د ټولو نیول شویو خبریالانو له خوشې کیدو د هرکلي ترڅنګ د اسلامي امارت له مسوولینو بیا هم وغوښتل، چې د رسنیو د کار په اړه دوسیې دې د شکایتونو د څېړلو او د رسنیو د سرغړونو د مخنیوي کمیسیون له لارې وڅارل شي.

Trending

Exit mobile version