تازه خبرونه
” په افغانستان کې د سولې راوستلو تړون” دوه پټې ضمیمې لري- مایک پمپیو

د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي، چې له طالبانو سره “ په افغانستان کې د سولې راوستلو تړون” دوه پوځي محرم اجرايي اسناد لري، چې د ځواکونو د ژوندي پاتې کیدو لپاره اړین دي.
په قطر کې د طالب او امریکایي استازیو د سولې هوکړې له لاسلیک وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو له سي بي اس تلویزیون سره په یوه مرکه کې ویلي، چې دغه تړون دوې ضمیمې لري، چې د هغه په وینا پټ او محرم ګڼل کیږي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دا اجرايي نظامي اسناد دي، چې زمونږ د پوځیانو د مصونیت لپاره مهم دي.
هغه وایي: مونږ دوه اجرائيه عنصرونه لرو، چې دواړه محرم دي او اجرائيه نظامي اسناد دي او زمونږ د پوځیانو د مصونیت لپاره مهم دي. د کانګرس هر غړي ته به دا دوه محرم اسناد وښودل شي.
هغه له ټولو اړخونو غواړي، چې یو سوله ییز، سوکاله او خپلواک افغانستان ته پر رسیدو داوڅرخي.
دغه راز د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف په خپل تویت کې لیکلي، چې امریکا باید پر افغانستان یرغل نه وای کړی؛ خو دا کار یې وکړ او نور اړخونه یې په دې اړه ملامت وبلل، چې اوس یې په ډېر حقارت د خپلې تسلیمۍ سند لاسلیک کړ.
د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لیک تر لاسلیک وروسته اوس تمرکز پدې دی، چې د دغې هوکړې له عملي کیدو جدي څار وشي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي ویلي: باید له دغه بهیره پراخه څارنه وشي او هغه خوا، چې سرغړونه کوي باید افشا شي. ځينې ژمنې له طالبانو سره تړلي دي. وبه کتل شي، چې پلې کوي یې او که پخواني حالت ته ستنیږي.
ښاغلي پمپیو ویلي؛ دا تړون “ژور، پیچلي او ښه سنجول شوي میکانیزمونه” لري، چې په اساس یې امریکا د ښکېلو خواوو څارنه او له هغوی سره حساب او کتاب کولی شي.
ټاکل شوې، چې د مارچ په لسمه د افغانانو خپلمنځي خبرې پیل شي.
د امریکا د کانګرس ريیسه نانسي پلوسي ټينګار کوي، چې په دغو خبرو کې باید د افغان میرمنو ګډون د پام وړ وي.
د هغې د څرګندونو له مخې؛ افغان میرمنې باید د سولې د خبرو په میز کې حضور ولري او باید غږ یې واوریدل شي. په دغو خبرو کې د ښځو ګډون د امنیت، ښه حکومت او اقتصاد لپاره مهم دی.
له هغو پرمختګونو باید سترګې پټې نشي، چې افغان میرمنو او نجونو تر لاسه کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د شنبې پر ورځ د کب لسمه / د فبروري ۲۹ ” په افغانستان کې د سولې راوستلو تړون” لاسلیک شو، چې له مخې به یې په لومړیو ۱۳۵ ورځو کې د امریکایي ځواکونو شمېر ۸۶۰۰ ته راټیټ شي.