تازه خبرونه

پښتون ژغورنې غورځنګ په سپین بولدک کې پر پښتنو د ډزو پر ضد لاریون وکړ

Published

on

(Last Updated On: )

د پښتون تحفظ غورځنګ (پي ټي ایم) غړیو د دوشنبې پر ورځ د چمن – سپین بولدک اړوند سیمې د ډزو په غبرګون کې د افغانستان – پاکستان پر پوله لاریون کړی.

د پاکستانيو رسنیو د راپورونو له مخې؛ د پاکستان امنیتي ځواکونو د سپین بولدک چمن ته نږدې پر بې وسلو پښتنو د سوداګرو او سرحدي چارواکو له نښتې وروسته ډزې کړې دي.

دغه لاریون د دوشنبې پر ورځ په کویټه کې د بلوچستان ایالتي اسمبلۍ مخې ته شوی.

د پي ټي ایم مشر محسن داور په یوه ټویټ کې څرګنده کړې، چې د کویټې په چمن کې پي ټي ایم حکومتي ظلمونو پر ضد د صوبائي اسمبلۍ مخې ته احتجاج کړی. دا لومړی ځل ندی، چې د پاکستان سرحدي قول اردو په چمن کې ملکي وګړي وژني. مونږ غوښتنه کوو، چې د دغې وژنې قاتلین دې له نیولو وروسته محاکمه شي او مونږ د عدالت غوښتنه کوو.

د ګلګت بالتستان هڅاند سینګ حسنان سیرینګ هم دغه پېښه غندلې او څرګندوي: د پاکستان پوځ د بلوچستان په چمن کې پاک افغان پولې ته څېرمه دوه ماشومان پر ډزو ویشتلي او وژلي دي.

هغه په ​​یوه ټویټ کې ښیي، چې دا د پښتنو نسل وژنه ده؛ ولې یو ان اچ سي آر د پښتنو / بلوڅو لپاره بېلابېل معیارونه لري؟!

ای ان آی خبري سرچینې څرګنده کړې، په دې پېښه کې یو تن وژل شوی او د دوه ماشومانو په ګډون شپږ نور ټپیان دي.

د یادې سرچینې د څرګندونو له مخې؛ د سرحدي چارواکو او پښتني سوداګرو تر منځ شخړه رامنځته شوې ، چې غوښتل یې له خپلو مالونو سره پلي له پولې تېر شي او د دې کار مخه ونیول شوه.

 ډان نیوز په ډاګه کړې؛ سوداګرو د پولې په دروازه کې د پولې د خلاصیدو غوښتنه راپورته کړه. کله، چې سرحدي چارواکو له دې کاره ډډه وکړه، سوداګرو پر سرحدي ساتونکيو د ډبرو ګوزارونه وکړل او دروازې ته نږدې یې ټایرونو ته اور واچاوه.

ای ان آی راپور ورکړی؛ وضعیت هغه وخت دېر پېچلی شو، چې یو لاریون کوونکي سوداګر پر امنیتی پرسونل ډزې وکړې، چې وروسته پرې ځوابي ډزې وشوې.

Trending

Exit mobile version