تازه خبرونه
پوهنه مو د هېواد کورنې موضوع ده، نور هېوادونه دې په کې له لاسوهنې ډډه وکړي – حقاني
د کورنیو چارو وزارت چارسمبالی سراج الدین حقاني په کابل کې د اروپايي هېوادونو له میشتو افغانانو ټولنو له یو شمېر استازو سره په کتنه کې څرګنده کړې، چې د پوهنې موضوع د هېواد د کورنیو مسایلو برخه ده او اسلامي امارت به په دې برخه کې د نورو هېوادونو پر فرمایش کار ونکړي.
د افغانستان کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ سراج الدین حقاني له افغان پلاوي سره په کتنه کې د افغانستان پر خپلواکۍ ټینګار کړی او څرګندوي، چې نړۍ باید د افغانستان واقعیتونه درک کړي او د افغانستان په کورنیو چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي.
د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: افغانان له څو لسيزو سختې مبارزې وروسته خپلو اساسي هيلو ته، چې آزادي، د خپل وطن مالکیت او اسلامي نظام قیام و؛ ورسيدل او ټول لوري بايد اوسمهال له رامنځته شوي فرصت څخه د ھېواد د آبادۍ او پرمختګ لپاره کار واخلي. د تعلیم بحث مونږ پورې اړه لري، مونږ یې پخپله زمینه مساعدوو؛ ځکه، چې دا زمونږ د خپلو بچیانو مسئله ده او هیڅوک زمونږ پر اولادونو له مونږ ډېر مهربان ندي.
سراج الدین حقاني دا هم ویلي، چې اسلامي امارت له نړیوالې ټولنې سره د متقابل احترام پر بنسټ مثبت تعامل غواړي.
هغه زیاته کړې، اسلامي امارت هیڅکله د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه نکوي او له دوی هم هیله کوي، چې د افغانستان ملي حاکمیت ته درناوی وکړي.
د اروپا میشتو افغانانو پلاوی، چې یو شمېر علمي او فرهنګي شخصیتونه هم په کې دي؛ په دې وروستیو کې کابل ته راغلی او د اسلامي امارت له چارواکو سره یې پر بېلا بېلو موضوعاتو لیدنې – کتنې کړي دي.
دغه پلاوي د پوهنې وزارت له چارسمبالي سره کتلي او د پوهنې د وضعیت د ښهوالي په اړه یې دغه وزارت ته وړاندیزونه هم کړي دي.
په اروپا کې د میشتو افغانانو ټولنو د پلاوي غړي حکمتالله حکمت ويلي: بحث د اسلامي امارت د مشرتابه پر قانع کولو راوڅرېده، چې د نجونو ښوونځيو تړل په حقيقت کې يو غير ملي بهیر دی او خلک له نظام څخه ناراضه کیږي، واټن نیسي او د ټولنې نیمه برخه بېلیږي.
ویل کیږي، چې د اسلامي امارت دروازې د ټولو خیر غوښتونکیو پر مخ خلاصې دي او حکومت هڅه کوي، چې په هېواد کې شته ستونزې حل کړي.
تازه خبرونه
له ۲۰۰ ډېر له بنده خوشې شوي کډوال هېواد ته راستانه شول
د کندهار او نیمروز ولایتونو د کډوالو چارو ریاستونو د بیا میشتېدنې ریاستونو د څرګندونو له مخې؛ ۲۲۴ کسان په پاکستان کې له دوه میاشتو بند تېرولو وروسته د سپین بولدک له لارې او ۴ نور هېوادوال په عراق کې د درې میاشتو بند له تېرولو وروسته د نیمروز له لارې خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي؛ په روانه اوونۍ کې ۲۲۸ افغان کډوال، چې په عراق او پاکستان کې بندیان ول؛ خوشې شوي او افغانستان ته راستانه شوي دي.
د کندهار او نیمروز ولایتونو د کډوالو چارو ریاستونو د بیا میشتېدنې ریاستونو د څرګندونو له مخې؛ ۲۲۴ کسان په پاکستان کې له دوه میاشتو بند تېرولو وروسته د سپین بولدک له لارې او ۴ نور هېوادوال په عراق کې د درې میاشتو بند له تېرولو وروسته د نیمروز له لارې خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
یاد کسان د سپین بولډک او نیمروز د بیا میشتیدنې ریاستونو له نوملیکنې او د وزارت همکارو ادارو څخه د مرستې ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي ځایونو ته ولېږدول شول.
تازه خبرونه
په افغانستان کې ټولګډونه حکومت جوړول د جګړې د مخنیوي لپاره اړین دي – ایران
ایرواني د چارشنبې پر ورځ( د لیندۍ نولسمه / د ډسمبر لسمه ) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې «په افغانستان کې وضعیت» تر سرلیک لاندې وینا کې ویلي: « د داسې یو ټولګډونه حکومت جوړول، چې رښتیا هم د خلکو استازیتوب وکړي؛ د تلپاتې سولې او ثبات، د جګړې د بیا راڅرګندېدو او د پراخو کډوالو د بهیر د مخنیوي، امنیتي تضمین، اقتصادي پرمختګ او د بشري حقونو په ځانګړي توګه د ښځو او نجونو د حقونو د درناوي لپاره اړین دي.»
تازه خبرونه
د افغانستان علماوو له هېواد او شرعي نظام څخه د دفاع فرضیت اعلان کړ
د هغه پرېکړه لیک له مخې، چې آریانا نیوز ترلاسه کړی راغلي؛ تېره ورځ په کابل پوهنتون کې د هېواد له زر ډېرو عالمانو او مشایخو د افغانستان د حریم د نقض په غبرګون کې یو پرېکړه لیک وړاندې کړ، چې په کې راغلي؛ له خپلو حقونو، ارزښتونو او شرعي نظام دفاع فرض عین ده او د تېري پر وړاندې دفاع مقدس جهاد دی.
د افغانستان د ټولو ولایتونو یو شمېر علماوو د اسلامي نظام د دفاع او حريم د ساتنې په اړه د خپلې ناستې پرېکړه اعلان کړې ده.
د هغه پرېکړه لیک له مخې، چې آریانا نیوز ترلاسه کړی راغلي؛ تېره ورځ په کابل پوهنتون کې د هېواد له زر ډېرو عالمانو او مشایخو د افغانستان د حریم د نقض په غبرګون کې یو پرېکړه لیک وړاندې کړ، چې په کې راغلي؛ له خپلو حقونو، ارزښتونو او شرعي نظام دفاع فرض عین ده او د تېري پر وړاندې دفاع مقدس جهاد دی.
په دې پرېکړه لیک کې ټينګار شوي؛ هیچاته به اجازه ورنکړ شي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي او که څوک دغې پرېکړې ته پاملرنه نهکوي؛ اسلامي امارت حق لري، چې پر وړاندې یې تصمیم ونیسي.
د عالمانو په دې غونډه کې له اسلامي امارت غوښتنه وشوه، چې د اسلامي امارت د رهبر د سپارښتنې له مخې هیچاته اجازه ورنهکړ شي، چې نورو هېوادونو ته د پوځي هڅو د ترسره کولو لپاره ولاړ شي.
دا غونډه په داسې وخت کې ترسره کېږي، چې د امنیتي مسلو په اړه د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی بېساري کچې ته لوړ شوی دی.
-
نړۍ3 days agoټرمپ د بېړنۍ ویزې ته د ۱ میلیون ډالرو طلايي کارت پروګرام پیل کړ
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoپه پاکستان کې ۱۰ پوځیانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
-
تازه خبرونه5 days agoد پاکستان د درملو صادرات له ۲۰۰ میلیون ډالرو زیان سره مخ شول
-
سوداگري5 days agoد پاکستان او افغانستان سوداګر میلیارډونه ډالر زیانمن شول
-
تازه خبرونه4 days agoافغانستان د بې نظمه او جرم ځپلو هېوادونو په نوملړ کې راغی- ټرمپ
-
تازه خبرونه4 days agoیوناما د افغانانو د حقونو د ساتنې غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه3 days agoپه افغانستان کې ټولګډونه حکومت جوړول د جګړې د مخنیوي لپاره اړین دي – ایران
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان علماوو له هېواد او شرعي نظام څخه د دفاع فرضیت اعلان کړ
