نړۍ
پوتین د اوکراین د بوچا ښار وضعیت جعلي وباله

ولسمشر ولادیمیر پوتین د سې شنبې پر ورځ ( د وري ۲۳ ) څرګنده کړې، چې له اوکراین سره یې د سولې خبرې اترې بې پایلې پای ته رسیدلي او د اوکراین د بوچا ښار وضعیت جعلي او حقیقت نلري.
پوتین د مسکو د ختیځ ۵۵۵۰ کیلومټرۍ کې له ختیځ فضایي تمځي یا وستوچنۍ کاسمودروم څخه د لیدنې پرمهال یوې خبري غونډې ته څرګنده کړې؛ مونږ یو ځل بیا د ځان لپاره په ټپه ولاړ حالت ته را وګرځېدو.
پوتین ویلي: روسیه پرته له دې، چې جګړه وکړي بله چاره نلري؛ ځکه، چې باید د ختیځ اوکراین له روسي ویونکیو دفاع وکړي او د خپل پخواني شوروي ګاونډ مخه ونیسي، چې د مسکو د دښمنانو لپاره د روسیې ضد پسرلی غواړي.
لويديځ دغه جګړه د يو خپلواک هېواد د ځپلیو او غصب لپاره د نیواک امپرياليستي بڼه بولي او د روسیې دغه عمل یې غندلې دی.
اوکراین له هغې وروسته، چې پوتین په ۲۰۱۴ کال کې کریمیه له روسیې سره یوځای کړه او د فبرورۍ پر یویشتمه یې خپلې دوه بېلې شوې سیمې خپلواکه ومنلې؛ د خپلې بقا لپاره پر جګړه ټینګار څرګند کړ.
پوتین، چې د جګړې په لومړیو ورځو ټلویزیوني څېره ګرځېدلې وه او له هرې سرچینې ښکرېده؛ له دوه اوونیو وړاندې پورې، چې د اوکراین له شماله یې ځواکونه ووتل اوس ډېر نه ښکاري.
پوتین د اوکراین او لویدیځ هغه ادعاوې رد کړې، چې ګواکې روسیي ځواکونو جنګي جنایتونه کړي دي.
له هغه وخته چې روسي ځواکونه د اوکراین د پلازمېنې کیف له شاوخوا ښارونو او کلیو ووتل؛ اوکرایني ځواکونو خبریالانو ته د روسي ځواکونو لخوا وژل شوي ملکي وګړي، ویجاړ کورونه او سوځول شوي موټر وښودل.
رویټرز د بوچا په ښارګوټي کې مړي لیدلي؛ خو په خپلواکه توګه یې نشي تائیدولی، چې د دې وژنو مسوول څوک و.
اوکراین روسیه پر نسلي وژنې تورنوي او د امریکا ولسمشر جوبایډن پوتین په جنګي جرمونو تورن کړی او د محاکمې غوښتنه یې کړې ده.
پوتین هغو لویدیځو مشرانو ته په ډاګه کوي، چې په سوریه او افغانستان کې د ویجاړیو او جنایتونو د ترسره کېدو په اړه دې لږ فکر وکړي.
هغه مهال هم دوی د اسد د حکومت لخوا د کیمیاوي وسلو کارول انځور کړي وه؛ خو بیا معلومه شوه، چې دا جعلي وه. اوس دا په بوچا کې ورته ډول جعل دی.
پوتین په ډاګه کړې، اوکراین او روسیه په اصل کې یو خلک دي؛ خو جګړه له امریکا سره د یوې اړتیا په توګه روانه ده، چې غواړي د روسیې انګړ ته رادننه شي او د روسیې لوی ملت وګواښي.