نړۍ

پوتین د اوکراین د انرژۍ پر تاسیساتو او بېخبناوو د بریدونو له ۳۰ ورځني اوربند سره هوکړه وکړه

د سپینې ماڼۍ د راپور له مخې؛ دواړه هېوادونه پلان لري، چې په تور سمندرګي کې د اوربند لپاره سمدلاسه د منځني ختیځ په یوه هېواد کې خبرې پیل کړي.

Published

on

(Last Updated On: )

کرملین ویلي، چې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د سې‌شنبې پر ورځ (د د کب اته‌ویشتمه) له خپل امریکايي سیال سره په یوه ټیلیفوني اړیکه کې د ډونالډ ټرمپ هغه وړاندیز ومانه، چې د اوکراین پر بېخبناوو(زیربناوو) او انرژۍ تاسیساتو د ۳۰ ورځو لپاره بریدونه ودروي.

د سپینې ماڼۍ د راپور له مخې؛ دواړه هېوادونه پلان لري، چې په تور سمندرګي کې د اوربند لپاره سمدلاسه د منځني ختیځ په یوه هېواد کې خبرې پیل کړي.

کرملین ټینګار کړی، چې پوتین د اوربند د نوښت په چوکاټ کې اوکراین ته د وسلو د لېږد د بندولو غوښتنه کړې او د بهرنیو پوځي او استخباراتي مرستو بشپړ بندول یې دې هوکړې ته د رسېدو لپاره یو بنسټیز شرط ګڼلی دی.

د ټرمپ او پوتین له دوه ساعته ټیلیفوني خبرو اترو وروسته سپینې ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړه، چې د امریکا او روسیې ولسمشرانو له اوکراین سره د سولې او اوربند پر اړتیا بحث وکړ.

دوی د امریکا او روسیې ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د ښه کولو پر اړتیا هم ټینګار وکړ او هوکړه یې وکړه، چې په تور سمندرګي کې د اوربند د پلي کولو لپاره به تخنیکي خبرې اترې او د منځني ختیځ په یوه هېواد کې ډېر ژر د دایمي اوربند لپاره خبرې پیل شي.

د سپینې ماڼۍ د خبرپاڼې له مخې؛ د دواړو هېوادونو مشرانو د منځني ختیځ په اړه په پراخه کچه خبرې وکړې، چې په راتلونکي کې د شخړو مخه ونیول شي.

ټرمپ او پوتین د روسیې او امریکا ترمنځ د اړیکو د ښه کولو غوښتنه وکړه.

د جګړې په بهیر کې روسیې د اوکراین د انرژۍ تاسیسات او د برښنا شبکې له سختو بریدونو سره مخ شوې دي او کیف د روسیې د چاڼ‌خونو او تېلو پر ډیپوګانو له بریدونو سره غچ اخیستی دی. که څه هم د ویجاړۍ او اغېزو کچه د روسیې له ویجاړونکو بریدونو سره د پرتلې وړ نده.

که دا هوکړه عملي شي؛ نو د ټرمپ او پوتین ترمنځ د سې‌شنبې د ورځې هوکړه کولی شي د دواړو هېوادونو د درې کلنې جګړې په تاوتریخوالي کې رښتینې کمښت راولي. کرملین د انرژۍ پر بېخبناوو د بریدونو د لنډمهاله بندولو په اړه د اوکراین ځانګړي دریځ ته نغوته(اشاره) ونکړه؛ خو وایي، چې د ټرمپ وړاندیز پر “متقابل زغم” ټینګار کوي.

په هغه هوکړه کې، چې شوې ده؛ هغه پراخه ۳۰ ورځنی اوربند شامل ندی، چې امریکا یې غوښتنه کړې وه او اوکراین هم ومنله.

روسیې مخکې ویلي وه، چې لنډمهاله اوربند باید د اوکراین لپاره د خپل ځواک د بېرته ترلاسه کولو فرصت نه وي او د روسیې غوښتنې باید په پام کې ونیول شي.

د کرملین د خبرپاڼې له مخې، پوتین د پراخ اوربند وړاندیز په اړه له ټرمپ سره په خپلو خبرو کې هغه اندښنې بیا تکرار کړې، چې تېره اوونۍ یې څرګندې کړې وې.

پوتین همدارنګه ټینګار وکړ، چې د شخړې د ډیپلوماټیک حل لپاره یو مهم شرط “د بهرنیو پوځي مرستو بشپړ بندول او کیف ته د استخباراتو چمتو کول دي.”

د کرملین د څرګندونو له مخې؛ پوتین له ښه نیت سره د خبرو اترو لپاره د اوکراین د لېوالتیا په اړه هم شک څرګند کړ. اوکراین په خپل وار د روسیې د اخلاص او له هر ډول تړون سره د مسکو د احتمالي اطاعت په اړه شک څرګندوي.

کرملین ویلي، چې د پوتین او ټرمپ ترمنځ خبرې اترې ” رڼې او پراخې ” وې.

هغه دا هم زیاته کړې، چې د پوتین د ټینګار له مخې؛ د شخړې هر ډول حل باید “جامع، دوامداره او اوږدمهاله” وي او د روسیې امنیتي ګټې او د جګړې اصلي لاملونه باید په پام کې ونیول شي.

د کرملین د خبرپاڼې له مخې؛ پوتین د تور سمندرګي کې د کښتیو د ساتنې لپاره د ټرمپ د نوښت پر وړاندې “رغنده غبرګون” هم وښود او دواړو خواوو هوکړه کړې، چې په دې اړه خبرې اترې پیل کړي.

پوتین ویلي، چې غواړي له ناټو سره د اوکراین یوځای کیدا ودروي؛ روسیه د اوکراین په څلورو نیول شویو سیمو بشپړ کنټرول ټینګ ساتي.

دغه راز پوتین په څرګنده توګه د لویدیځو بندیزونو د نرمولو او په اوکراین کې د ولسمشرۍ ټاکنو د ترسره کولو غوښتنه کړې ده. یوه غوښتنه، چې کیف یې په هېواد کې د پوځي حالت له کبله له وخته مخکې ګڼي.

دا په داسې حال کې ده، چې د منځني ختیځ لپاره د ټرمپ ځانګړي استازي سټیف ویټکوف د پوتین او ټرمپ ترمنځ د ټیلیفوني خبرو اترو وروسته فاکس نیوز ته ویلي، چې په اوکراین کې د اوربند او سولې په اړه نوې خبرې اترې به راتلونکې یکشنبه (د مارچ ۲۳) په سعودي عربستان کې پیل شي.

Trending

Exit mobile version