نړۍ
پوتین د اوکراین د انرژۍ پر تاسیساتو او بېخبناوو د بریدونو له ۳۰ ورځني اوربند سره هوکړه وکړه
د سپینې ماڼۍ د راپور له مخې؛ دواړه هېوادونه پلان لري، چې په تور سمندرګي کې د اوربند لپاره سمدلاسه د منځني ختیځ په یوه هېواد کې خبرې پیل کړي.

کرملین ویلي، چې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د سېشنبې پر ورځ (د د کب اتهویشتمه) له خپل امریکايي سیال سره په یوه ټیلیفوني اړیکه کې د ډونالډ ټرمپ هغه وړاندیز ومانه، چې د اوکراین پر بېخبناوو(زیربناوو) او انرژۍ تاسیساتو د ۳۰ ورځو لپاره بریدونه ودروي.
د سپینې ماڼۍ د راپور له مخې؛ دواړه هېوادونه پلان لري، چې په تور سمندرګي کې د اوربند لپاره سمدلاسه د منځني ختیځ په یوه هېواد کې خبرې پیل کړي.
کرملین ټینګار کړی، چې پوتین د اوربند د نوښت په چوکاټ کې اوکراین ته د وسلو د لېږد د بندولو غوښتنه کړې او د بهرنیو پوځي او استخباراتي مرستو بشپړ بندول یې دې هوکړې ته د رسېدو لپاره یو بنسټیز شرط ګڼلی دی.
د ټرمپ او پوتین له دوه ساعته ټیلیفوني خبرو اترو وروسته سپینې ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړه، چې د امریکا او روسیې ولسمشرانو له اوکراین سره د سولې او اوربند پر اړتیا بحث وکړ.
دوی د امریکا او روسیې ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د ښه کولو پر اړتیا هم ټینګار وکړ او هوکړه یې وکړه، چې په تور سمندرګي کې د اوربند د پلي کولو لپاره به تخنیکي خبرې اترې او د منځني ختیځ په یوه هېواد کې ډېر ژر د دایمي اوربند لپاره خبرې پیل شي.
د سپینې ماڼۍ د خبرپاڼې له مخې؛ د دواړو هېوادونو مشرانو د منځني ختیځ په اړه په پراخه کچه خبرې وکړې، چې په راتلونکي کې د شخړو مخه ونیول شي.
ټرمپ او پوتین د روسیې او امریکا ترمنځ د اړیکو د ښه کولو غوښتنه وکړه.
د جګړې په بهیر کې روسیې د اوکراین د انرژۍ تاسیسات او د برښنا شبکې له سختو بریدونو سره مخ شوې دي او کیف د روسیې د چاڼخونو او تېلو پر ډیپوګانو له بریدونو سره غچ اخیستی دی. که څه هم د ویجاړۍ او اغېزو کچه د روسیې له ویجاړونکو بریدونو سره د پرتلې وړ نده.
که دا هوکړه عملي شي؛ نو د ټرمپ او پوتین ترمنځ د سېشنبې د ورځې هوکړه کولی شي د دواړو هېوادونو د درې کلنې جګړې په تاوتریخوالي کې رښتینې کمښت راولي. کرملین د انرژۍ پر بېخبناوو د بریدونو د لنډمهاله بندولو په اړه د اوکراین ځانګړي دریځ ته نغوته(اشاره) ونکړه؛ خو وایي، چې د ټرمپ وړاندیز پر “متقابل زغم” ټینګار کوي.
په هغه هوکړه کې، چې شوې ده؛ هغه پراخه ۳۰ ورځنی اوربند شامل ندی، چې امریکا یې غوښتنه کړې وه او اوکراین هم ومنله.
روسیې مخکې ویلي وه، چې لنډمهاله اوربند باید د اوکراین لپاره د خپل ځواک د بېرته ترلاسه کولو فرصت نه وي او د روسیې غوښتنې باید په پام کې ونیول شي.
د کرملین د خبرپاڼې له مخې، پوتین د پراخ اوربند وړاندیز په اړه له ټرمپ سره په خپلو خبرو کې هغه اندښنې بیا تکرار کړې، چې تېره اوونۍ یې څرګندې کړې وې.
پوتین همدارنګه ټینګار وکړ، چې د شخړې د ډیپلوماټیک حل لپاره یو مهم شرط “د بهرنیو پوځي مرستو بشپړ بندول او کیف ته د استخباراتو چمتو کول دي.”
د کرملین د څرګندونو له مخې؛ پوتین له ښه نیت سره د خبرو اترو لپاره د اوکراین د لېوالتیا په اړه هم شک څرګند کړ. اوکراین په خپل وار د روسیې د اخلاص او له هر ډول تړون سره د مسکو د احتمالي اطاعت په اړه شک څرګندوي.
کرملین ویلي، چې د پوتین او ټرمپ ترمنځ خبرې اترې ” رڼې او پراخې ” وې.
هغه دا هم زیاته کړې، چې د پوتین د ټینګار له مخې؛ د شخړې هر ډول حل باید “جامع، دوامداره او اوږدمهاله” وي او د روسیې امنیتي ګټې او د جګړې اصلي لاملونه باید په پام کې ونیول شي.
د کرملین د خبرپاڼې له مخې؛ پوتین د تور سمندرګي کې د کښتیو د ساتنې لپاره د ټرمپ د نوښت پر وړاندې “رغنده غبرګون” هم وښود او دواړو خواوو هوکړه کړې، چې په دې اړه خبرې اترې پیل کړي.
پوتین ویلي، چې غواړي له ناټو سره د اوکراین یوځای کیدا ودروي؛ روسیه د اوکراین په څلورو نیول شویو سیمو بشپړ کنټرول ټینګ ساتي.
دغه راز پوتین په څرګنده توګه د لویدیځو بندیزونو د نرمولو او په اوکراین کې د ولسمشرۍ ټاکنو د ترسره کولو غوښتنه کړې ده. یوه غوښتنه، چې کیف یې په هېواد کې د پوځي حالت له کبله له وخته مخکې ګڼي.
دا په داسې حال کې ده، چې د منځني ختیځ لپاره د ټرمپ ځانګړي استازي سټیف ویټکوف د پوتین او ټرمپ ترمنځ د ټیلیفوني خبرو اترو وروسته فاکس نیوز ته ویلي، چې په اوکراین کې د اوربند او سولې په اړه نوې خبرې اترې به راتلونکې یکشنبه (د مارچ ۲۳) په سعودي عربستان کې پیل شي.
نړۍ
ټرمپ او زیلینسکي د همکارۍ هوکړه وکړه
په دې ټیلیفوني اړیکه کې، چې د چارشنبې پر ورځ( د کب نههویشتمه) تر سره شوې؛ زیلینسکي د اوکراین د جګړې پرمهال د کیف لپاره د واشنګټن له ملاتړه ستاینه وکړه.

د امریکا او اوکراین ولسمشرانو ډونالډ ټرمپ او ولادمیر زیلینسکي په یو ساعته ټیلیفوني اړیکه کې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره د همکارۍ هوکړه وکړه، چې سپینې ماڼۍ ځانګړې او ټرمپ ډېرې ښې وارزولې.
په دې ټیلیفوني اړیکه کې، چې د چارشنبې پر ورځ( د کب نههویشتمه) تر سره شوې؛ زیلینسکي د اوکراین د جګړې پرمهال د کیف لپاره د واشنګټن له ملاتړه ستاینه وکړه.
ټرمپ او زیلینسکي دا هوکړه هم وکړه، چې د دواړو هېوادونو پلاوي به په راتلونکو ورځو کې د سعودي عربستان پر کوربتوب یوه ناسته ترسره کړي، چې د سولې لارې چارې ولټول شي.
د سپینې ماڼۍ د څرګندونو له مخې؛ دواړو خواوو د انرژۍ په سکټور کې پر محدود اوربند رامنځته کولو هوکړه وکړه.
ټرمپ له خبرو اترو وروسته پر خپلې ټولنیزې پاڼې ټروټ ولیکل؛ “مونږ په بشپړ ډول په سمه لار روان یوو.”
ولادمیر زیلینسکي هم ویلي، چې له ډونالډ ټرمپ سره یې ټیلیفوني خبرې “مثبتې او بشپړې” وې.
دا د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ په سپینه ماڼۍ کې د له جنجالي لیدنې او لفظي شخړې وروسته لومړۍ ټیلیفوني اړیکه ده.
له دې لفظي شخړې وروسته واشنګټن کیف ته ټولې پوځي مرستې وځنډولې او اعلان یې وکړ، چې دا مرستې به تر هغه وخته پورې بیا پیل نشي، چې د اوکراین مشران سولې ته “رښتینې” ژمنتیا ونهښيي.
روسیې په ۱۴۰۰ لمریز لېږدیز کال کې د اوکراین پر وړاندې خپل پوځي کمپاین پیل کړ او له هغه وخت راپدېخوا د دواړو هېوادونو ترمنځ مرګونې نښتې روانې دي. د اوسنۍ جګړې له پیل راپدېخوا روسیې د اوکراین شاوخوا یو پر پېنځمه برخه خاوره نیولې ده.
دغه راز زیلینسکي په اوکراین کې د پاټریوټ سیسټم د ځای پرځای کولو غوښتنه کړې ده.
سپینې ماڼۍ د جب پر لومړۍ / د فبروري پر نولسمه اعلان وکړ، چې زیلینسکي له ټرمپ سره په ټیلیفوني خبرو کې د روسیې د بریدونو د مخنیوي لپاره د اوکراین د دفاعي هوایي سیسټمونو د پیاوړتیا غوښتنه وکړه او د امریکا ولسمشر هم ژمنه وکړه، چې په اروپا کې د اړتیا وړ پوځي تجهیزاتو په برابرولو کې به همکاري وکړي.
سپینې ماڼۍ زیاته کړې، چې د دواړو هېوادونو مشرانو هوکړه وکړه، چې د جګړې د رښتینې پای ته رسولو لپاره به کار وکړي او زیلینسکي یو ځل بیا د بشپړ اوربند لپاره خپل چمتووالی څرګند کړ.
دغه راز ټرمپ زیلینسکي ته له ولادمیر پوتین سره د تېرې ورځې د خبرو اترو په اړه هم معلومات ورکړل.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار مایک والټز تائید کړې، چې زیلینسکي په اوکراین کې د پاټریوټ دفاعي هوايي سیسټم د ځای پرځای کولو غوښتنه وکړه او ټرمپ په دې برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې ده.
د روسیې د کورڅک سیمې وروستي بدلونه د امریکا او اوکراین د ولسمشرانو ترمنځ د ټیلیفوني خبرو اړتیا رامنځته کړه. ټرمپ او زیلینسکي په دې ټیلیفوني اړیکه کې هوکړه وکړه، چې د جګړې پای ته رسولو لپاره همکاري کوي.
نړۍ
د امریکا او روسیې ولسمشران به روانه اوونۍ د اوکراین پر جګړې خبرې وکړي
د ډونالډ ټرمپ ځانګړي استازي سټیو ویټکاف د یکشنبې پر ورځ د کب پر شپاړلسمه له سیانان سرچینې سره په خبرو کې تېره اوونۍ له پوتین سره خپلې مخامخ خبرې مثبتې و ارزولې او هیله یې څرګنده کړه، چې د شخړې د پای ته رسولو پر لوري به رښتینی پرمختګ وشي.

د ډونالډ ټرمپ ځانګړی استازي ويلي، چې د امریکا ولسمشر به روانه اوونۍ له خپل روسي سیال ولادمیر پوتین سره په اوکراین کې د درې کلنې جګړې د پای ته رسولو پر لارو چارو خبرې وکړي.
د ډونالډ ټرمپ ځانګړي استازي سټیو ویټکاف د یکشنبې پر ورځ د کب پر شپاړلسمه له سیانان سرچینې سره په خبرو کې تېره اوونۍ له پوتین سره خپلې مخامخ خبرې مثبتې و ارزولې او هیله یې څرګنده کړه، چې د شخړې د پای ته رسولو پر لوري به رښتینی پرمختګ وشي.
هغه سیانان ته ویلي؛ ” تمه لرم، چې په روانه اوونۍ کې د دواړو ولسمشرانو ترمنځ ټیلیفوني اړیکه ټینګه شي”.
هغه ټینګار وکړ، چې د ټرمپ او پوتین ترمنځ خبرې اترې به ډېرې ښې او مثبتې وي.
ویټکاف د منځني ختیځ لپاره د ډونالډ ټرمپ استازی دی؛ خو په اوکراین کې د سولې په خبرو اترو کې هم رول لوبوي.
نوموړي زیاته کړې: “مونږ له اوکراینیانو سره اوس هم په تعامل کې یوو او خبرې کوو.”
د ډونالډ ټرمپ استازي ویلي: “که څه هم د جګړې په ډګر کې وضعیت خورا پېچلی دی؛ خو مونږ د دواړو خواوو ترمنځ واټن کموو.”
د فبروري پر څلیریشتمه د امریکا ولسمشر اعلان وکړ، چې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو او نورو مسلو په اړه یې له ولادمیر پوتین سره ټیلیفوني خبرې کړې دي. له هغې وروسته د دواړو هېوادونو لوړ پوړو پلاويو د فبرورۍ پر شلمه د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې سره ولیدل.
اوکراین او اروپايي هېوادونه په دغو خبرو اترو کې حاضر نه ول.
دغه راز سره له دې، چې اروپا او امریکا د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې د ټینګښت هڅه کوي؛ خو د دواړو هېوادونو د یو او بل پر خاوره وژونکي او ویجاړونکي هوايي بریدونه روان ساتلي دي.
د روسیې پوځي ځواکونو د شنبې پر ورځ د روسیې په خاوره کې د کرڅک سیمې څخه د اوکرایني ځواکونو د شاته کولو لپاره خپل فشار ته دوام ورکړ؛ خو کیف ویلي، چې ځواکونه یې په سیمه کې محاصره ندي.
همدارنګه د دواړو هېوادونو څو سیمې هم د هوایي بریدونو لخوا پر نښه شوې دي.
د روسیې په بلګراد سیمه کې، چې د اوکراین پولې ته نږدې ده؛ په بریدونو کې لږ تر لږه درې کسان ټپیان شوي دي.
د سیمې د والي ویچسلاو ګلادکوف د څرګندونو له مخې؛ اوکرایني بې پیلوټه الوتکو په ګوبکین ښار کې یو استوګنیز کور پر نښه کړ، چې له کبله پرې اور ولګېد.
د روسیې د ورونژ سیمې والي الکساندر ګوسوف، چې له اوکراین سره ګډه پوله لري؛ هم اعلان وکړ، چې د هوايي دفاع سیسټم واحدونه یې په درې سیمو کې له ۱۵ څخه زیاتې اوکرایني بې پیلوټه الوتکې ویشتلي دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ تر اوسه د مرګ او ژوبلې په اړه کوم راپور ندی ترلاسه شوی.
له بلې خوا د اوکراین سیمهییزو چارواکو له یو څه زیان خبر ورکړی او د سیمهییزو پوځي چارواکو د څرګندونو له مخې، د اوکراین په نیکوپول ښار کې یوه ښځه هم وژل شوې ده.
د اوکراین په شمالي ښار چېرنویوف کې روسي بې پیلوټه الوتکو یوه پېنځه پوړیزه ودانۍ پر نښه کړه، چې پورته دوه پوړونه یې په بشپړه توګه ویجاړ کړل. تر اوسه د مرګ ژوبلې شمېر خپور شوې ندی؛ خو چارواکو ویلي، چې مرستندویه ډلې د پېښې ځای ته رسېدلې دي.
د اوکراین رسنیو هم پلازمېنې کیف ته نږدې د څو چاودنو راپور ورکړی دی.
چارواکو مخکې په سیمه کې د بې پیلوټه الوتکې له برید خبرداری ورکړی و.
دا بدلونونه په داسې حال کې روان دي، چې بریټانیا لومړي وزیر کییر سټارمر د جمعې پر ورځ د اوکراین ملاتړ کوونکو ۲۵ هېوادونو او ټولنو سره د یوې انلاین غونډې له پای ته رسېدو وروسته په یو خبري کنفرانس کې ټینګار وکړ، چې که ولادمیر پوتین ” د سولې په اړه جدي وي؛ نو باید خپل ظالمانه بریدونه ودروي.”
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم ویلي، چې روسیه “د اوربند له منلو پرته بله چاره نلري. که نه؛ نو له بندیزونو سره به مخ شي.” هغه البته ټینګار وکړ؛ هیله لري، چې کار هغه ځای ته ون رسیږي.
نړۍ
د ایران ولسمشر د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران پر ګواښلو تورن کړ
مخکې له دې د متشبثینو د فورم په غونډه کې د سپینې ماڼۍ په بیصوي دفتر کې د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي او ټرمپ ترمنځ د ناندرو په اړه، پزشکیان وویل: “هغه څه، چې ټرمپ له زیلینسکي سره وکړل په رښتیا هم سړی پرې شرمیږي… دا د دوی لپاره د منلو وړ نده، چې ووایی؛ مونږ تاسې ته امر کوو، چې دا کار وکړئ، که تاسې دا کار ونکړئ، مونږ به دا کار وکړو.'”

د ایران ولسمشر مسعود پیزیکیان د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپل هېواد پر ګواښلو تورن کړ او څرګندوي؛ له ټرمپ سره خبرو ته هیڅ لېوالتیا نلري او ټرمپ، چې هر څه کول وغواړي و دې کړي.
مخکې له دې د متشبثینو د فورم په غونډه کې د سپینې ماڼۍ په بیصوي دفتر کې د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي او ټرمپ ترمنځ د ناندرو په اړه، پزشکیان وویل: “هغه څه، چې ټرمپ له زیلینسکي سره وکړل په رښتیا هم سړی پرې شرمیږي… دا د دوی لپاره د منلو وړ نده، چې ووایی؛ مونږ تاسې ته امر کوو، چې دا کار وکړئ، که تاسې دا کار ونکړئ، مونږ به دا کار وکړو.'”
هغه ټرمپ ته په خطاب کې ویلي: “اوس، چې ته ګواښ کوې؛ زه له تا سره هیڅ خبرو اترو لېواله نه یم. هره تېروتنه، چې غواړې ویې کړه.”
پزشکیان تهران ته د ټرمپ د وروستي لیک موضوع ته نغوته(اشاره) کوي.
له فاکس بزنس شبکې سره په یوه مرکه کې د امریکا ولسمشر اویلي وکړ، چې خامنه یي ته یې یو لیک لیکلی او ورته مې ویلي؛ ټرمپ د ایران د اټومي پروګرام ننګونه د پوځي اقدام پرځای د خبرو اترو له لارې حل کولو ته لېواله دی. د ټرمپ د څرګندونو له مخې، دا لیک د فبرورۍ پر پېنځلسمه ایران ته لیږل شوی دی.
ټرمپ په خپله مرکه کې ټینګار کړی، چې هغه دا لیک خامنه ای ته لیږلی دی.
د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ د دوهیم پېر د پیغامونو د تبادلې په بهیرکې د ایران له ولسمشر څخه هیڅ یادونه نهکوي.
پزشکیان له دې مخکې په یو لړ حکومتي مراسمو کې ټرمپ ته ورته څرګندونې کړې وې.
هغه ویلي وه: “ټرمپ وايي؛ راځئ، چې خبرې وکړو؛خو په همدې شېبه کې هغه د ایران پر وړاندې ټولې ممکنه دسیسې لاسلیک کوي.” هغه وايي، چې مذاکرات غواړم؛ “که ته د مذاکرې اهل وای؛ نو ولې به دې دا تېروتنې کولې؟”
پزشکیان دا څرګندونې په داسې حال کې وکړې، چې د مرغومي پر پېنځهویشتمه یې د ټرمپ د لوړې له رسمي مراسمو سره همهاله په یوه مرکه کې ټرمپ ته ویلي وه؛ چمتو دی، چې له هغه سره خبرې اترې وکړي.
-
لوبی3 days ago
د هند ۲۰۲۵ غوره لیګ د ۱۸ کلنې زړه راکښونکې بریا جشن نمانځل کیږي
-
تازه خبرونه4 days ago
د تورخم دروازې د بیا پرانیستلو او اوربند لپاره د جرګې خبرې پرښه نیت پای ته ورسېدې
-
تازه خبرونه4 days ago
له افغانستان څخه د امریکا د وتلو په پرېکړه او پلي کولو کې ټول ښکېل کسان مسوول دي ـ شان پارنیل
-
تازه خبرونه2 days ago
تورخم دروازه د موټرو او ناروغانو پر مخ بیا پرانستل شوه
-
تازه خبرونه3 days ago
د تورخم دروازه نن له ۲۵ ورځو تړل کېدا وروسته بیا پرانیستل کیږي
-
تازه خبرونه2 days ago
په هلمند کې پر ۱۶ جریبه ځمکه ژوبڼ جوړ شو
-
نړۍ5 days ago
د امریکا او روسیې ولسمشران به روانه اوونۍ د اوکراین پر جګړې خبرې وکړي
-
نړۍ2 days ago
ټرمپ او زیلینسکي د همکارۍ هوکړه وکړه