Connect with us

سیمه ییز خبرونه

پوتین او پزشکیان به ډېر ژر د ” سټراټیژیکې ملګرتیا” تړون لاسلیک کړي – کرملین

د کرملین د دوشنبې د ورځې ( د جنورۍ څلیریشتمه) د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ ټاکل شوې، چې ولادمیر پوتین او د هغه ایراني سیال به د جمعې پر ورځ، د جنورۍ پر اتویشتمه په دې اړه په کرملین ماڼۍ کې خبرې وکړي.

خپور شوی

د

کرملین ويلي، چې مسکو او تهران به د جمعې پر ورځ ( د مرغومي اتویشتمه / د جنورۍ اوولسمه) روسیې ته د ایران د ولسمشر د رسمي سفر په لړ کې د " سټراټیژیکې ملګرتیا هر اړخیز " تړون لاسلیک کړي.

د کرملین د دوشنبې د ورځې ( د جنورۍ څلیریشتمه) د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ ټاکل شوې، چې ولادمیر پوتین او د هغه ایراني سیال به د جمعې پر ورځ، د جنورۍ پر اتویشتمه په دې اړه په کرملین ماڼۍ کې خبرې وکړي.

پدې ورځ به د تړون پر لاسلیک کولو سربېره د دواړو هېوادونو ولسمشران د "دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا تر څنګ د سوداګرۍ او پانګونې، ټرانسپورټ او لوژستیک، بشري برخو او مهمو سیمه‌ییزو او نړیوالو مسلو په اړه هم خپل اندونه وړاندې کړي".

د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقائي هم د دوشنبې پر ورځ په یوه خبري غونډه کې د لاسلیک نېټې له یادولو پرته دا خبر تائید کړ.

نوموړي ویلي؛ د دې تړون د چمتو کولو بهیر شاوخوا دوه نیم کاله وخت نیولی او دا تړون هغه "تعدیل شوی متن" دی، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په اویایمه لسیزه کې لاسلیک شوی.

د اسماعیل بقائي د څرګندونو له مخې؛ دا تړون د روان کال په دوبي کې وروستی او چمتو شو او کرملین ته د مسعود پزشکیان د سفر په لړ کې به لاسلیک شي.

روسیه او ایران دواړه د لویدیځ له سختو بندیزونو سره مخ هېوادونه دي او اړ دي، چې دواړه هېوادونه پر اوکراین باندې د روسیې د پوځي یرغل او په منځني ختیځ کې د شخړو په بهیر کې خپلې پوځي او سیاسي همکارۍ پیاوړې کړي.

لویدیځو هېوادونو له روسیې څخه د ملاتړ له کبله پر ایران اضافي بندیزونه لګولي دي. که څه هم ایران دا تورونه ردوي او ادعا کوي، چې د اوکراین پر وړاندې د روسیې په جګړه کې "بې طرفه" دی.

د روسیې بهرنیو چارو وزیر د روان کال په نومبر کې ویلي وه، چې د تهران او مسکو ترمنځ د هر اړخیزې همکارۍ په تړون کې "دفاعي همکاري" هم شته.

لویدیځ هېوادونه وايي، چې ایران په تېرو دوه کلونو کې سلګونه ډرون روسیې ته د اوکراین په جګړه کې د کارولو لپاره لیږلي دي. داسې راپورونه هم خپاره شول، چې ایران روسیې ته توغندي ورکړي دي.

د مسعود پزشکیان سفر یوه میاشت وروسته له هغه په پام کې دی، چې وسلوالو پر سوریه برید وکړ او ولسمشر بشارالاسد یې له واکه وغورځاوه، چې د تهران له پراخ ملاتړ څخه برخمن و.

دا سفر د ډونالډ ټرمپ د لوړې له مراسمو څخه یوازې څو ورځې مخکې ترسره کیږي. ډونالډ ټرمپ په اوکراین او منځني ختیځ کې د شخړو د ژر پای ته رسولو په لټه کې دی.

سیمه ییز خبرونه

د اسرائیل او حماس د اوربند له اعلان وروسته په غزه کې هوايي بریدونه وشول

رویټرز راپور ورکړی، چې د اسرائیل او حماس ترمنځ، چې غزه کنټرولوي؛ د چارشنبې پر ورځ د قطر، مصر او امریکا پر منځګړیتوب او د ۱۵ میاشتو وینې تویولو وروسته، چې غزه یې ویجاړه کړه او په منځني ختیځ کې یې تاوتریخوالی زیات کړ، د اوربند یوه پیچلې هوکړه لاسلیک شوه.

Published

on

د غزې اوسېدونکي او چارواکي وايي، چې اسرائیلو د اوربند له اعلان او د یرغمل شویو کسانو له خوشې کولو څو ساعته وروسته پر غزې خپل بریدونه زیات کړل؛ خو منځګړي هڅه کوي، چې د یکشنبې پر ورځ د اوربند له پیلېدو مخکې جګړه ودروي.

رویټرز راپور ورکړی، چې د اسرائیل او حماس ترمنځ، چې غزه کنټرولوي؛ د چارشنبې پر ورځ د قطر، مصر او امریکا پر منځګړیتوب او د ۱۵ میاشتو وینې تویولو وروسته، چې غزه یې ویجاړه کړه او په منځني ختیځ کې یې تاوتریخوالی زیات کړ، د اوربند یوه پیچلې هوکړه لاسلیک شوه.

په دې هوکړه کې د ۶ اوونیو لپاره لومړنی اوربند شته، چې له غزې تړانګې څخه به اسرائیلي ځواکونه تدریجي وځي؛ هلته، چې لسګونه زره خلک وژل شوي دي. حماس به د اسرائیلو لخوا نیول شوي فلسطیني بندیانو د یرغملو په بدل کې خوشې کړي.

د قطر صدراعظم شیخ محمد بن عبدالرحمن الثاني په دوحه کې یوه خبري کنفرانس ته وویل، چې اوربند به د یکشنبې له ورځې نافذ شي.

هغه زیاته کړې، مذاکره کوونکي له اسرائیلو او حماس سره د دې هوکړې د پلي کولو لپاره کار کوي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن په واشنګټن کې وویل: "دا تړون به په غزه کې جګړه ودروي، فلسطیني ملکي وګړو ته به بشري مرستې زیاتې کړي او یرغمل شوي کسان به له ۱۵ میاشتو څخه له زیات بند وروسته له خپلو کورنیو سره یوځای کړي."

د هغه ځای‌ناستي ډونالډ ټرمپ، چې د دوشنبې پر ورځ به دنده پیل کړي؛ ادعا کړې، چې دا هوکړه د هغه د هڅو پایله ده.

یوه اسرائیلي چارواکي ویلي، چې د اسرائیلو لخوا د دې تړون منل به تر هغې رسمي نه وي، چې د دوی د امنیتي کابینې او حکومت لخوا تائید نشي.

ټاکل شوې، چې دا رای اچونه د پنجشنبې پر ورځ د مرغومي اووه‌ویشتمه / د جنورې شپاړلسمه ترسره شي.

تمه ده، چې دا هوکړه د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په ائتلافي حکومت کې د ځینو سخت دریځو له مخالفت سره – سره  تائید شي. په داسې حال کې، چې خلکو په غزه او اسرائیل کې د دې هوکړې نمانځنه وکړه او د اسرائیلو پوځ د دې خبر له خپرېدو وروسته خپل بریدونه زیات کړل.

د ډاکټرانو د څرګندونو له مخې؛ د چارشنبې پر ورځ ناوخته د اسرائیلو سختو بمباریو په ځانګړي توګه په غزه ښار کې ۳۲ کسان ووژل.

د سیمې اوسیدونکو ویلي، چې بریدونه د پنجشنبې تر سهاره هم روان ول، چې په کې د غزې جنوبي سیمه رفح، د مرکزي غزې نصیرات او د شمالي غزې اړوند کورونه ویجاړ شول.

د اسرائیلو پوځ پدې اړه څه ندي ویلي او د اوربند له اعلان وروسته پر اسرائیلو د حماس د بریدونو کوم راپور نشته.

د اوربند له خبرو اترو سره یوه خبر فلسطیني چارواکي ویلي؛ منځګړي هڅه کوي، چې دواړه خواوې قانع کړي او د اوربند له پلي کیدو مخکې جګړه ودروي.

حماس په ټولنیزو رسنیو کې د یوې خبرپاڼې له خپرولو سره د اوربند دا هوکړه " د خلکو لپاره یوه لاسته راوړنه" او "یو بدلون" وباله.

د غزې د چارواکو د څرګندونو له مخې: که دا هوکړه بریالۍ شي؛ نو دا به هغه جګړه پای ته ورسوي، چې د غزې ډېره برخه یې ویجاړه کړې، له ۴۶ زره څخه ډېر خلک یې وژلي او د سیمې د ۲ اعشاریه ۳ میلیون نفوس ډېره برخه یې بې ځایه کړې ده.

دا کار کولی شي په ټول منځني ختیځ کې تاوتریخوالی راکم کړي؛ هلته، چې جګړې د اسرائیلو تر اشغال لاندې په لویدیځه غاړه، لبنان، سوریه، یمن او عراق کې شخړې ته لمن وهلې او د اسرائیلو او ایران ترمنځ د بشپړې جګړې اندېښنې یې راپورته کړې دي.

په غزه کې ټولټال ۹۸ یرغمل پاتې دي.

د تړون په لومړي پړاو کې به ۳۳ بندیان خوشې شي، چې ښځې، ماشومان او له ۵۰ کلونو څخه پورته عمر لرونکي نرینه په کې دي. د اوربند په لومړي پړاو کې به دوه امریکايي یرغمل شوي کسان؛ کیټ سیګل او ساګي ډیکل چن د هغو یرغمل شویو کسانو په ډله کې دي، چې خوشې شي.

د تړون د دوه‌یم پړاو د پلي کولو لپاره خبرې اترې به له لومړي پړاو څخه تر شپاړسمې ورځې پورې روانې وي او تمه ده، چې په دې پړاو کې به ټول پاتې یرغمل شوي کسان خوشې شي، دایمي اوربند او له غزې څخه د اسرائیلي ځواکونه بشپړ ووځي.

په درېیم پړاو کې د ټولو پاتې مړو بېرته راستنېدل او د مصر، قطر او ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې د غزې بیارغونه پیل شي.

اسرائیلو پر غزه خپل بریدونه له هغې وروسته پیل کړل، چې د حماس پر مشرۍ وسلوالو د ۲۰۲۳ کال د اوکټوبر پر اوومه پر اسرائیلو په برید کې ۱۲۰۰ کسان ووژل او له ۲۵۰ څخه ډېر نور یې یرغمل کړل.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

ایران هیڅکله د ډونالډ ټرمپ د وژلو پلان ندی جوړ کړی – مسعود پزشکیان

د امریکا عدلیې وزارت د نومبر په میاشت کې یو ایرانی وګړی د ایران د سپاه پاسداران د ځواکونو لخوا د امریکا د منتخب ولسمشر د وژلو پر تړاو تورن کړ. د قانون پلي کوونکو ادارو د هر ډول برید د ترسره کېدا مخکې دا ادعاوی شنډې کړې.

Published

on

د رویټرز د راپور له مخې؛ د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د سېشنبې پر ورځ له این بي سي نیوز سره په مرکه کې ویلي، چې ایران هیڅکله د امریکا د جمهوري غوښتونکي منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وژلو پلان ندی جوړ کړی او په دې اړه یې د ټرمپ او د امریکا د حکومت پخوانۍ ادعاوې یې رد کړې.

د امریکا عدلیې وزارت د نومبر په میاشت کې یو ایرانی وګړی د ایران د سپاه پاسداران د ځواکونو لخوا د امریکا د منتخب ولسمشر د وژلو پر تړاو تورن کړ. د قانون پلي کوونکو ادارو د هر ډول برید د ترسره کېدا مخکې دا ادعاوی شنډې کړې.

ټرمپ تېر کال د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو د کمپاین په لړ کې هم ویلي وه، چې ښایي ایران د هغه د وژلو په هڅو کې لاس ولري.

پزشکیان د این بي سي نیوز سره په مرکه کې د دې پوښتنې په ځواب کې، چې آیا د ټرمپ د وژلو لپاره د ایران پلان و؛ وویل "هیڅ شی نه ". "مونږ هیڅکله دا هڅه له پیل څخه نده کړې او هیڅکله به یې ونکړو."

ټرمپ، چې تېر کال یې د امریکا ټاکنې وګټلې؛ د دوشنبې پر ورځ به واک او ځواک ته ورسیږي، د کمپاین په لړ کې له دوه وژونکو هڅو څخه ژوندی راووت؛ یوه په سپتمبر کې هغه مهال، چې هغه د فلوریډا د ویسټ پالم بیچ په خپله ځمکه کې د ګالف لوبه کوله او بله د جولای په میاشت کې د پنسلوانیا د باټلر د یوې غونډې پر مهال. پلټونکو په دواړو کې د ایران د لاسوهنې هیڅ شواهد ندي موندلي.

رویټرز راپور ورکړی، چې ایران له دې مخکې هم د امریکا په چارو کې د لاسوهنې په اړه د سایبر عملیاتو په ګډون د امریکا ادعاوې رد کړې دي.

تهران وايي، چې واشنګټن له لسیزو راپدېخوا د دوی په چارو کې لاسوهنه کړې؛ د لومړي وزیر پر وړاندې د ۱۹۵۳ کال له کودتا څخه تر د ۲۰۲۰ کال پورې په هغه د بې پېلوټه الوتکې په برید کې، چې پوځي قومندان یې وواژه.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

د غزې احتمالي اوربند نږدې شوی دی – جیک سالیوان

جیک سالیوان له بلومبرګ سره په دې مرکه کې ویلي، چې د ولسمشر جو بایډن اداره د راتلونکي ولسمشر ډونالډ ټرمپ له کاري ډلې سره په اړیکه کې ده او هڅه یې کړې، چې د جنورۍ پر شلمه واشنګټن د واک له لیږد څخه مخکې پدې اړه یوه متحد جبهه ولري.

Published

on

رویټرز راپور ورکړی، چې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سالیوان د دوشنبې پر ورځ بلومبرګ نیوز ته ویلي؛ د بایډن اداره په روانه اوونۍ کې د غزې د اوربند احتمالي تړون ته ډېره لېواله ده؛ خو هیڅ تضمین نشته، چې دا لوري به داسې یوې هوکړې ته غاړه کېدي.

جیک سالیوان له بلومبرګ سره په دې مرکه کې ویلي، چې د ولسمشر جو بایډن اداره د راتلونکي ولسمشر ډونالډ ټرمپ له کاري ډلې سره په اړیکه کې ده او هڅه یې کړې، چې د جنورۍ پر شلمه واشنګټن د واک له لیږد څخه مخکې پدې اړه یوه متحد جبهه ولري.

سالیوان ویلي: "د ولسمشر بایډن د پېر تر پایه په دې اړه د فشار ډېرول د پام وړ دي. "

بایډن راتلونکې اوونۍ د نومبر په ټاکنو کې د ډیموکراټانو له ماتې وروسته په سپینه ماڼۍ کې ولسمشري پرېږدي او د امریکا حکومت بېرته ټرمپ او د هغه جمهوري غوښتونکو ملګرو ته سپاري، چې د کانګرس د دواړو خونو کنټرول ورسره دی.  

د بایډن او ټرمپ دواړو استازو د احتمالي هوکړې په اړه په وروستیو خبرو کې برخه واخیسته.

سالیوان بلومبرګ ته وویل: " اوس پوښتنه دا ده؛ آیا مونږ ټول کولی شو په ګډه له دې شېبې ګټه واخلو او دا( اوربند ) رامنځته شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا منتخب ولسمشر د جګړې له اړخونو غوښتي، چې د هغه د ولسمشرۍ له لوړې مخکې باید د اوربند هوکړې ته ورسیږي. که د اسرائیلو بندیان تر هغه وخته خوشې نشي، "په منځني ختیځ کې به دوزخ جوړ شي."

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!