نړۍ
په ۲۰۲۲ کال کې د نړۍ لږ تر لږه ۶۷ خبریالان وژل شوي

د خبریالانو نړیوال فدراسیون پر ۲۰۲۲ ز. کال په نړۍ کې د خبریالانو د وژلو او نیول کېدو د شمېرو په اړه یو راپور خپور کړی دی.
د دوی د څرګندونو له مخې؛ د ۲۰۲۲ ز. کال له جنورۍ څخه د همدې کال تر دسمبر پورې په ټوله نړۍ کې ۶۷ خبریالان وژل شوي او ۳۵۷ نور په بېلابېلو هېوادونو کې بندیان دي.
دغه احصائیه د تېر کال پر پرتله د خبریالانو په وژنه کې زیاتوالی ښيي.
تېر کال یوازې د ۴۷ خبریالانو د وژنې راپور ورکړ شوی و؛ خو د ۲۰۲۲ ز. کال په لومړیو کې د ۱۲ خبریالانو له وژل کېدو سره د وژل شویو خبریالانو نوملړ پیل شو.
د دسمبر تر میاشتې پورې، په مکسیکو کې ۱۱، هایتي کې ۶، پاکستان کې ۵ او فلپین کې ۴ قضیې ثبت شوې دي.
په دغه راپور کې د الجزیرې د خبریال شیرین ابو عاقلا مړینه، چې په فلسطین کې د اسرائیلي پوځیانو له خوا وژل شوې وه، هم د خبریالانو د وژنې په توګه رسماً پېژندل کیږي.
په دغه راپور کې د بېلابېلو هېوادونو د خبریالانو د زنداني کېدو ۳۵۷ پېښې هم ثبت شوي، چې چین د ۸۴ پېښو له لرلو سره په لومړي کتار کې دی، میانمار د ۶۴ پېښو له لرلو سره، ترکیه له ۵۱، ایران په ۳۴، بیلاروس د ۳۳، مصر د ۲۳ قضیو په لرلو، روسیه د ۲۹ او سعودي عربستان د ۱۱، یمن د لس، سوریه او هند د ۹ پېښو له لرلو سره د ژورنالیستانو د نړیوال فدراسیون په ثبت شوي لیست کې راغلي دي.
د خبريالانو نړيوال فدراسيون د دغه راپور له خپرولو سره په ټوله نړۍ کې د خبريالانو وضعيت د اندېښنې وړ وباله او د ملګرو ملتونو له عمومي اسامبلې څخه يې وغوښتل، چې د خبريالانو د ژغورنې لپاره د خبريالانو د خوندیتوب او خپلواکۍ په اړه يو نړيوال کنوانسيون تصويب کړي.