روغتيا
په یوګاندا کې لږ تر لږه د ابولا تبې یوه پېښه تائید شوه

(Last Updated On: )
د یوګاندا روغتیایي چارواکو د سې شنبې پر ورځ د وږي ۲۹ / د سپتمبر۲۰ څرګنده کړې: یو سړی، چې یوه ورځ مخکې له ابولا مړ شوی؛ د کتنې پایله یې مثبته وه.
دوی په په ډاګه کړې، چې دا اوس هم څرګنده نده، چې سړی څنګه پر ابولا اخته شوی دی.
هغه د مرکزي یوګاندا په موبنده ښار کې ژوند کاوه، چې د کمپالا د لویدیځ په شاوخوا ۱۵۰ کیلومترۍ کې اوسېده.
دغه راز څرګنده شوې، چې د همدې سیمې شپږ نور هم د سپتمبر په پیل کې له زغم وروسته د یوې عجیبې ناروغۍ له کبله مړه شوي.
ابولا، د یو اخته کس د بدن له مایعاتو یا ککړو موادو سره د اړیکې له لارې لېږدول کیږي؛ د وژونکې تبې په توګه څرګندیږي. تبه، کانګې، اسهال، د عضلاتو درد او کله کله داخلي او بهرنۍ وینه تویېدنه د دې ناروغۍ نښې دي.
یوګاندا د ابولا د پراختیا ډېرې پېښې درلودې، چې په ۲۰۰۰ کال کې یې سلګونه خلکو ته مرګ و ژوبله اړولې ده.