نړۍ

په یونان کې د کښتۍ د ډوبیدو له کبله ۱۶ کسان مړه شوي

Published

on

د یونان ساحلي ځواکونو ويلي؛ د جمعې پر ورځ د مرغومي ۳ د یونان په اژه اوبو کې د کډوالو د یوې کښتۍ د ډبېدو له کبله ۱۶ کډوال مړه شوي دي.

ساحلي ځواکونو په ډاګه کړې، چې د عملیاتو په پایله کې یې لسګونه کسان ژغورلي دي.

د یونان نیمه دولتي رسنیو ویلي، چې د دغو عملیاتو په بهیر کې د ۱۲ نرینه وو، درې ښځو او یوه ماشوم مړي له اوبو را ایستل شوي دي.

د افغانستان په ګډون د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه ډېر پناه غوښتونکي د بېوزلۍ او جګړو له کبله د یونان د اوبو له لارې اروپايي هېوادونو ته ځي.

له دې مخکې هم د افغانانو په ګډون څو کسان د یونان په اوبو کې ډوب شوي دي.

Trending

Exit mobile version