ساینس او ټیکنالوژي
په ګرینلیند کې د زامبې د کنګلونو له ویلي کېدو سره د سمندرونو اوبه مخ پر لوړېدو دي

ساینس پوهانو ویلي؛ د زامبي کنګل شوې برخې د ګرینلیند له کنګلونو رابېلې شوي، چې ورسره به د نړۍ د بحرونو اوبه ۳۰ سانتي متره لوړې شي.
د دنمارک د ځمکپوهنې ټولنې څېړونکی ویلیام کولګان څرګندوي: نوې څېړنې ښیي؛ په ګرینلیند کې د زامبي کنګلونه مخ پر ویلي کېدو دي، چې ورسره به د نړۍ پر اوبو د پخوا پر پرتله ډېر اغېز ولري.
د نوموړي د څرګندونوله مخې: پخوانيو څېړنو ښودلې، چې د روانې پېړۍ تر پايه په دې سيمه کې به د کنګل له ویلی کېدو سره د نړۍ د آزادو اوبو لوړوالى له ٦ تر ١٣ سانتي مترو پورې لوړ شي؛ خو د نويو څېړنو له مخې دغه لوړوالى مخ پر ډېرېدو دی او شونې ده، چې له ۳۰ سانتي مترو څخه تر ۸۰ سانتي مترو اوبه پورته شي.
ساینس پوهانو اټکل کړی، چې د ګرینلیند د کنګلونو اوبه کېدل د نړیوالې تودوخې له کبله رامنځته کیږي او د ۱۲۰ تریلیون ټنو څخه ډېر کنګل مخ پر ویلي کېدودی، چې بحرونو ته د دغه کنګل له ننوتو سره به د سمندري املاح انډول ګډوډ کړي، چاپېریال او حتا د ځمکې ډېره برخه به سیلابونه او اوبه لاندې او وګواښي.
زامبی یا مات شوی کنګل اوس هم له کنګلي ساحې سره تړلی دی؛ خو نور له کنګلېدو پاتې دی، ځکه د نړیوالې تودوخې له کبله ډېره واوره اوس خپلولی نشي.