تازه خبرونه
په کندهار کې ۴ خبریالان له طالبانو سره د همکارۍ پر تور نیول شوي
د ملي امنیت عمومي ریاست په ډاګه کړې؛ د ملت غږ راډیو مشر بسم الله وطندوست، قدرت الله سلطاني او محب الله عبیدي د دې راډیو کارکونکي او ثناالله صیام، چې ځان د چین د شینوا خبري آژانس خبریال بولي؛ تېره اوونۍ د طالبانو تر واک لاندې د سپین بولدک ولسوالي له پوښښ وروسته ونیول شول.
یاد ریاست ویلي؛ دغو خبریالانو د روان ۱۴۰۰ لمریز هجري کال د زمري پر ۳ د کندهار د پخواني امنیه قومندان عبدالرازق په کور کې له یو شمېر طالب مشرانو مولوي منظور، ملا ګل اغا، د کندهار ولایت پخوانی قومندان فیض الله، د پاکستان د استخباراتو دوه غړي او د ملا محمد عمر اخوندزاده زوی ملا یعقوب عمري سره لیدلي او مرکه یې ورسره کړې ده.
د سرچینې د څرګندونو له مخې: د دې خبریالانو د دې ناستې او مرکې موخه د طالبانو ستاینه او د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د دوی له ناانساني کړنو په ځانګړي توګه په سپین بولدک کې له غمجنو پېښو سترګې پټول دي.
ویل کیږي، چې دغه خبریالان د کندهار د اړوند ادارو له همغږۍ پرته او د قانوني چارواکو له خبرولو پرته د طالبانو تر واک لاندې سیمو ته ننوتلي وه او غوښتل یې عامه ذهنیتونه د طالبانو د ګټې لپاره راوڅرخوي.
د ملي امنیت عمومي ریاست ویلي، چې د ملت غږ راډیو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت لخوا جواز نه درلود او ناقانونه هڅې یې تر سره کولې.
د چین شینوا خبري آژانس هم ویلي، چې ثناالله صیام د دې ادارې کارمند نه و.
ملي امنیت ویلي، چې صیام د شینوا خبري اژانس له نوم څخه ناوړه ګټه پورته کوله او په ناقانوني هحو کې ښکېل و.
دغه راز ویل شوي، چې بسم الله وطندوست په دې وروستیو کې د خپل ماموریت پربنسټ د کندهار والي سره اړیکه نیولې وه، چې طالبانو ته تسلیم شي او طالبان د اختر لمونځ په کندهار ښار کې ادا کړي.
همدارنګه سرچینې څرګنده کړې، چې د کندهار ولایت چارواکي د کندهار ملي امنیت ریاست ته په یوه لیک کې د دغو خبریالانو د نیولو او توقیف غوښتنه کړې ده.
تازه خبرونه
د حکومت او رسنیو ترمنځ باید واټن نهوي – ستانکزی
شېرمحمد عباس ستانکزي په کابل کې د اسلامي نظام په ټینګښت کې د رسنیو رول تر سرلیک لاندې په یوه سیمینار کې زیاته کړې؛ رسنۍ د نړۍ په تبلیغاتي جګړه کې بنسټیز رول لوبوي او پر اسلامي امارت لازمه ده، چې پرې له فشارونو ډډه وکړي او پرېږدي، چې رسنۍ د هېواد په پرمختګ او هوساینه کې خپل رول په آزاده توګه ولوبوي.
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي ويلي، له رسنیو باید داسې ملاتړ وشي، چې د حکومت او دوی ترمنځ واټن رامنځته نشي.
شېرمحمد عباس ستانکزي په کابل کې د اسلامي نظام په ټینګښت کې د رسنیو رول تر سرلیک لاندې په یوه سیمینار کې زیاته کړې؛ رسنۍ د نړۍ په تبلیغاتي جګړه کې بنسټیز رول لوبوي او پر اسلامي امارت لازمه ده، چې پرې له فشارونو ډډه وکړي او پرېږدي، چې رسنۍ د هېواد په پرمختګ او هوساینه کې خپل رول په آزاده توګه ولوبوي.
نوموړي په دې اړه ویلي: " د دوی (رسنیو) ستونزې باید واورېدل شي، د دوی غږ باید واورېدل شي، د دوی لپاره باید داسې چاپېریال برابر شي، چې په ازاده توګه خپل کارونه ترسره کړي."
ستانکزي زیاته کړې، د هېواد د رسنیو په اړه باید داسې نظر وي، چې دواړه لوري یو بل ته د اجنبی په سترګه ونهګوري او اسلامي امارت پر رسنیو له فشار راوړلو ډډه وکړي او رسنیو ته اجازه ورکړي، چې په خلاص لاس کار وکړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولينو هم په دې سيمينار کې ويلي، چې له ازادو رسنيو سره يې د ټکر لار نده غوره کړې او دغه وزارت له دوى سره هر راز همکارۍ ته ژمن دى.
د سیمینار برخهوالو له رسنیو هم وغوښتل، چې نړۍ ته د افغانستان د مثبت انځور په ځلولو او انعکاس کې له هیڅ راز هڅې ډډه ونکړي.
دا سیمینار په داسې حال کې جوړیږي، چې رسنۍ د ملي ګټو او اسلامي ارزښتونو په چوکاټ کې د بیان ازادۍ او مثبتو فعالیتونو انعکاس ته ژمنې دي.
تازه خبرونه
له ازبکستان سره د ۲۰۲۵ ز.کال لپاره د برښنا د پېرودلو تړون لاسلیک شو
دغه تړون تاشکند ته د دغه شرکت د عمومی رییس عبدالباری عمر پر مشرۍ د اسلامی امارت د پلاوي له سفر او د دغه هېواد له چارواکو سره له خبرو اترو وروسته لاسلیک شو.
د افغانستان برښنا شرکت څرګنده کړې، چې له ازبکستان سره د ۲۰۲۵ ز. کال لپاره د برښنا د پېرودلو تړون لاسلیک شوی دی.
دغه تړون تاشکند ته د دغه شرکت د عمومی رییس عبدالباری عمر پر مشرۍ د اسلامی امارت د پلاوي له سفر او د دغه هېواد له چارواکو سره له خبرو اترو وروسته لاسلیک شو.
د افغانستان برښنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي ویلي: " د افغانستان برښنا شرکت عمومي رییس د یوه پلاوي پر مشرۍ ازبکستان ته تللی و او په ازبکستان کې یې د برښنا له مسوولانو سره په کتنه کې د ۲۰۲۵ ز.کال لپاره د برښنا د پېرودلو تړون لاسلیک کړ."
یو شمېر پانګوال له اسلامي امارت څخه غواړي؛ د ۵۰۰ کیلو ولټ برښنا په اړه دې له ازبکستان سره خبرې وکړي او دغه پروژه ژر تر ژره بشپړه کړي، چې په هېواد کې د برښنا د کمښت ستونزې یوه برخه اواره شي.
د افغانستان برښنا شرکت ویلي، چې افغان پلاوي له ازبکستاني چارواکو سره د ۵۰۰ کیلو ولټ برښنا د لېږد پروژې په اړه، چې د سرخان- پلخمري- دشت الوان څخه د کابل تر ارغندي او د ننګرهار شیخ مصري ته، چې د ۸۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ میګاواټه برښنا د لېږد ظرفیت لري په اړه هم خبرې کړې دي.
تازه خبرونه
څار: د مهاجرو نولواله ورځ
-
لوبی3 days ago
آریانا ټلویزیون د ۲۰۲۵ کال د کرکټ اتلانو جام خپروي
-
تازه خبرونه2 days ago
اروپايي ټولنې په افغانستان کې د اقتصادي ودې لپاره نږدې ۲۰ میلیون یورو ځانګړي کړل
-
نړۍ2 days ago
د سوریې په یوه ډلهییز قبر کې لږ تر لږه ۱۰۰ زره جسدونه براته دي – راپور
-
نړۍ3 days ago
ټرمپ او نتانیاهو پر غزه او سوریه خبرې وکړې
-
سیمه ییز خبرونه2 days ago
په مسکو کې د روسیې د اټومي دفاعي ځواکونو قومندان د یوې چاودنې له کبله ووژل شو
-
لوبی1 day ago
آریانا زاډیو ټلویزیون د IPL سیالیو د خپرولو تړون لاسلیک کړ
-
تازه خبرونه2 days ago
د کابل په دارالامان سیمه کې د ډیپلوماټیک ښارګوټي توپوګرافیکه سروې بشپړه شوه
-
تازه خبرونه3 days ago
اسلامآباد اوس له کابل سره خبرو ته چمتو شو