تازه خبرونه
په کندهار کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴۸ ملکي وګړیو ته مرګ و ژوبله اوښتې

په کندهار ولایت کې سرچینو څرګنده کړې، له تېرو اته څلوېښت ګړیو راپدیخوا ۱۰ ملکي وګړي وژل شوي او ۳۸ نور ټپیان دي.
په کندهار ښار کې د میرویس حوزوي روغتون مسوولین وايي؛ د ارغنداب او دا مان ولسوالیو تر څنګ له شپږمې، اوومې، اتمې، نهمې او دیارلسمې حوزو هم د اووه کسانو مړي او د ۲۶ نورو ټپیان رالېږدول شوي دي.
د مسوولینو په خبره، په ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شته.
دمګړۍ د کندهار ښار د اوومې، اتمې، نهمې او شپږمې حوزو په اړوند سیمو کې حکومتي او طالب ځواکونه ښکېل دي.
دغه راز د کندهار په ارغسان ولسوالۍ کې ماین چاودنې ۱۵ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې ده.
یوې سرچینې څرګنده کړې؛ نن سهار د دې ولایت په ارغستان ولسوالي کې د ملکي وګړیو پر ټونس ډوله موټر د سړک غاړې ماین چاودنې د یو ماشوم او یوې ښځې په ګډون ۳ ملکي وګړي وژلي او د ۴ ښځو، ۵ ماشومانو په ګډون یې ۱۲ نور ټپیان کړي دي.
له دې مخکې د کندهار والي روح الله اخنزاده ویلي وه، چې دغه راز د کندهار ولایت ولسوالۍ نه یوازې د نښتو په پایله کې، بلکې د سیاسي اړیکو له مخې هم وسلوالو طالبانو ته پریښودل شوې دي.
هغه زیاته کړې، چې د ولسوالۍ د سقوط یوازنی لامل په دې ولایت کې د فساد پروړاندې مبارزه وه.
نوموړی خبرداری ورکوي، چې هغه به خلکو ته د فساد ټول اسناد وړاندې کړي.
هغه ویلي: کله، چې ما له اداري فساد سره مبارزه پیل کړه، یو شمېرکسانو د ولسوالیو سقوط ته زور ورکړ او پرلپسې یې ورسره سیاسي اړیکې ټینګې کړې.
هغه د کندهار مشرانو ته هم خبرداری ورکړ، چې که دوی د دې سیاسي لانجو مخه ونه نیسي؛ نو هغه به د دوی د تېرو ۱۸ کلونو ټولې کړنې په ډاګه کړي.