تازه خبرونه
په کندهار کې د قطر لومړي وزیر او د اسلامي امارت مشرتابه د بندو دروازو تر شا خبرې کړي

یوې سرچینې رویترز خبري آژانس ته ویلي، چې د قطر لومړي وزیر په روانه میاشت کې د افغانستان د اسلامي امارت له مشرتابه سره په کندهار ولایت کې له نړیوالې ټولنې سره د کړکیچ د اواري په اړه د بندو دروازد تر شا خبرې کړې دي.
د غوایی پر ۲۲ / د می پر ۱۲ د افغانستان په جنوبي ښار کندهار کې د قطر د لومړي وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني او د اسلامي امارت د مشرتابه شیخ هبةالله آخوندزاده تر منځ دا ناسته له یوه بهرني مشر سره د لیدنې لومړۍ غونډه ده.
یوې سرچینې رویترز ته ویلي، چې د امریکا ولسمشر جو بایدن ته د دې خبرو په اړه معلومات ورکړ شوي او پر ټولو مسلو د همغږۍ له مخې د خبرو پر دوام بحث شوی دی.
سرچینې، چې د نوم نه ښودلو پر شرط په ډاګه کړې: په دې خبرو کې د نجونو پر زدهکړو او کار د بندیز پای ته رسولو
له نړیوالې انزوا څخه د افغانستان د وتلو، له ترهګرۍ سره د مبارزې او د بشري ناورین د مخنوي په اړه خبرې کړې دي. .
دا غونډه د قطر لپاره یو دیپلوماتیک بریالیتوب څرګندوي، چې د نړیوالې ټولنې لخوا له کابل سره د ژورې ښکېلتیا د هڅولو لپاره د خپلو اوږدمهاله اړیکو په بهیر کې پر ښځو لګېدلي بندیزونه تر نیوکې لاندې راولي.
رویترز راپور ورکړی؛ دا څرګندونې ښیي، چې واشنګتن د دغه بندیز لرې کولو ته پوره لیواله دی، چې ورسره به بشري او مالي ناورین هم پای ته ورسیږي.
سپینې ماڼۍ د دې خبرو په اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.
د بهرنیو چارو وزارت او په واشنګتن کې د قطر سفارت په دې اړه له څرګندونو ډډه کړې ده.
د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد آریانا نیوز ته ویلي، چې کندهار ته د قطر د لومړي وزیر د سفر موخه د اسلامي امارت د مرستیالانو له مشر ملا محمد حسن آخوند سره لیدنه وه.