تازه خبرونه

په کندهار کې د سره مرچو حاصلات ډېر شوي

Published

on

(Last Updated On: )

د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکو ویلي، چې په دې ولایت کې د نورو سبو او ترکاریو ترڅنګ د سره مرچو تولیدات هم ډېر شوي دي.

د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مشر سید حفیظ الله سیدي ویلي، چې د کندهار ولایت خاوره د هر ډول سبو او ترکاریو لپاره مناسبه ده او د ګڼو نورو ترکاریو او سبو ترڅنګ د سرو مرچو تولید هم ډېر شوی دی.

سیدي زیاته کړې، چې د کندهار په کچه پر نږدې درې زره ۵۰۰ جریبه ځمکه کې د سرومرچو کرکېله کیږي، چې د دغو کروندو د وچو سرو مرچو ټولیزه کچه څه باندې دوه زره ټنو ته رسیږي.

نوموړي ویلي، چې د کندهار په ټولو ولسوالیو کې سره مرچ کرل کیږي؛ خو د دې ولایت په ارغستان، بولدک، دامان او معروف ولسوالیو کې د سرو مرچو کروندې تر نورو ولسوالیو ډېرې دي.

د کندهار د کرنې مشر زیاته کړې، چې د مګړۍ د دې ولایت په بازارونو کې د یوه کیلو وچو سرو مرچو بیه ۲۰۰ تر ۲۵۰ افغانۍ ده، چې ورسره کروندګرو ته ښه عواید تر لاسه کیږي.

Trending

Exit mobile version