تازه خبرونه

په کندهار کې د جګړې ښکېلې خواوې بشري حقونه په پام کې نه نیسي- چارواکي

Published

on

د کندهار د بشري حقونو سيمه ییزو چارواکو ویلي؛ په جګړه کي ښکېلي خواوې بشري اصول نه مراعتوي، چې له کبله يې ملکي خلکو ته مرګ و ژوبله اوړي.

د کندهار د بشري حقونو کميسيون په جګړه کي د ملکي خلکو د وژني په غبرګون کې څرګنده کړې؛ د جګړې دواړه لوري د بشري حقونو له نړيوال قانون څخه سرغړونه کوي او جګړه د استاوګنې په سیمو کې تر سره کوي، چي هره ورځ ملکي خلکو ته په هوايي بريدونو، ماين چاودنو او مخامخ جګړو کي مرګ و ژوبله اوړي او دې حالت خلک اندېښمن کړي دي.

د کندهار د بشري حقونو د سيمه یيز دفتر مشر سلطان محمد عايل زیاته کړې؛ اوسنۍ جګړه د خلکو د استوګنو په سیمو کي ده او د دې جګړې تر ټولو زياته قرباني هم عام خلک ورکوي.

د کندهار اوسيدونکی کريم الله قادري د جګړې پر دواړو لوريو غږ کوي، چي نور دې دا جنګ ودرول شي.

د کندهار ښار بل اوسيدونکی نقیب الله وايي، له ورستيو جګړو څخه زرګونه کورنۍ بې ځايه شوي او سلګونه ملکي کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده.

دوى د جګړې له دواړو لوريو غوښتنه کوي، چي د خلکو ژوند ته پاملرنه وکړي.

ولايتي چارواکي د ملکي خلکو د مرګ و ژوبلي پړه پر وسلوالو طالبانو وراچوي.

د کندهار والي وياند بهیر احمدي زیاته وي؛ وسلوالو طالبانو د خلکو له کورونو سنګرونه جوړ کړي او دوى اړ کيږي، چي د وسلوالو طالبانو پر ضد عمليات تر سره کړي.

دا په داسي حال کي ده، چي د کندهار په ارغنداب، ژيړۍ، پنجوايي، ميوند او ارغستان ولسواليو کي همدا اوس هم جګړه روانه ده او ولايتي چارواکو ویلي، چي له تېرو ٢٤ ګړیو راپدیخوا په هوايي بريدونو او مخامخ جګړو کي ٨٤ وسلوال طالبان وژل شوي دي.

طالبانو تر اوسه د حکومتي چارواکو د ادعاوو په اړه څه ندي ويلي.

Trending

Exit mobile version